Home » عصري مسائل » کمبیاله اودهغې اخستل اوپلورل

کمبیاله اودهغې اخستل اوپلورل

پوښتنه : محترم  مفتي صاحب ! که دکمبیالې  په اړه معلومات راکړئ  اوبل داچې آیا شرعا ددې اخستل اوپلورل  جائز دي ؟ یوسائل

جواب  :داقساطو په بیع کې کله ددین توثیق  په یوداسې  لیک  یاسندباندي کیږي چې  په هغه کې ددې دین پوره تفصیل لیکل شوی وي  ، مشتري  یې امضاء کوي  ، اوبايع سره دیوي وثیقي په ډول خوندي وي  . چې دغه سندته  کمبیاله ویل کیږي  .

شرعا دغه ډول وثیقه کې کوم مانع نشته  ، مګر داچې په اوسني عصرکې  دغه سندیاوثیقه  په  یوه دریم کس چې غالباپه بانک کې وي  “له دین نه په کم قیمت  او ددین له ټاکلي تاریخ نه وړاندي  “پلورل کیږي  ، اومعاملي ته یې خصم الکمبیاله ویل کیږي  ،دابیا شرعا نه دی جائز ، له دووجو څخه :

۱= لکونه بیع الدین من غیرمن علیه الدین  . اودانه دی جائز .

۲= لانه بیع النقود بالنقود متفاضلة ومؤجلة  .  اوداهم شرعا نه دی جائز .

مګر ممکن دغه معامله   دطریقي په څه تغیرسره شرعا صحیح  شې  ، اوهغه په دې ډول چې  دکمبیالي مالک ؛ بانک له مشتري څخه  دخپل پور دوصول  اوقبض وکیل کړي  اوددغه وکالت اجرت ورکړي  ،اوبیادپور[دین ] په اندازه  باندي له بنک څخه قرض وکړي  ،اوبنک ته اذن وکړي چې کله تاسو زماپور [دین ] لاس ته راوړو نوله هغه څخه دغه قرض چې ماله تاسوڅخه کړی دی هغه اداء کړئ  .

نودلته دوي معاملي شوي  ۱=  دتوکیل باستفاء الدین   بالاجرة  المعینة  .۲= استقراض من البنک . اودادواړه معاملي صحیح دي  . خوچې  یوعقددبل لپاره شرط نه کړي ، اونه دوکالت اجرت ته ددین تروصول ارتباط ورکړي   .

البحوث  في  القضایا الفقهیة  المعاصرة  ص\۲۴\۲۵

کتبه : ابوحامدعفی  عنه

About admin