Home » دار الافتاء » په جهاد کې دنیت په اړه یوه استفتاء:

په جهاد کې دنیت په اړه یوه استفتاء:

الاستفتاء  :محترم  مفتي  صاحب ! که  یومجاهدخالص  دالله  تعالی  درضاء لپاره جهادته  ولاړشي   مګر وروسته يې  نیت  خراب  شي مثلا دعصبیت  ،قومیت  یارياء  اوتفاخريې  مدنظرشي  نوددي  سړي  جهاد څرنګه  شو؟  بینوا توجروا

الجواب  حامدا  ومصلیاوبعد: په  ذکرشوي  صورت  کې  ترهغه  پوري  چې  نیت  يې  خراب شوی  نه  وي  دجهاد په ټولو اعمالو ثواب  ورکول  کیږي  ، اوکله  چې  يې  نیت  خراب  شو نوبیا يې  دجهادثواب قطع کیږي  ،بلکه  دریاء  له  امله  چې  شرک خفي  دی همدراز دتفاخر اوعصبیت  له امله يې  نه  یواځې  چې  ثواب يې نشته  بلکه  سزاء  هم  ورکول  کیږي  .

کما في مشارع الاشواق ۔۲\ ۶۳۸۔ ۶۳۹  من غزا فی سبیل اﷲ بنیّة خالصة صادقة ثم طرأ عليه  وارد الریاء بعد شروعه  فی افعال الجهادنظر ان کان قدصدر منه  قبل وارد الریاء شئ من القرب کنفقة فی سبیل اﷲ ،وتجهیز غاز فی سبیل اﷲ ،ونیل غبار فی سبیل اﷲ ، ورباط ، وحراسّة  ونحوذلک من الطاعات التی لایتوقف ثوابها علی نفس القتال    فان له   اجر ماسبق منه  قبل الریاء  علی مااختار الامام  الغزالی رحمه الله تعالی  ، وان کان لم یصدر منه  شئ  من القرب قبل وارد الریاء بل لماخرج إلی الغزو ورأی الناس داخلة السرور والفرح باطلاع الناس علی غزوه  اونفقته  وسکن إلی حمدهم لذلک فهذا ان انقطع نظره  عن قصدالتقرب الی اﷲ سکونا الی الخلق ،وحبا لطلب الجاه  والمنزلّة عندهم فهذا محبط لکل عمل صدر منه  ،

وان لم ینعدم معه  قصد التقرب بل بقی ممتزجا به  فقد تقدمت هذه المسألة فیمن غزا ونیته  الاجر والغنیمة  ۔

والله  تعالی  اعلم

کتبه  : ابوحامدعفی  عنه

About admin