Home » بېلا بېلي لیکني » دمحرم دمیاشتي فضایل اومسایل :

دمحرم دمیاشتي فضایل اومسایل :

بسم الله الرحمن الرحیم

دمحرم میاشت یوه عظیمه   دقدراواحترام میاشت ده ،په دغه مبارکه میاشت کې چی په اسلام کې بلکه له اسلام نه وړاندي یې هم خورا ارزښت درلود دحضرت حسین رضی الله تعالی عنه دشهادت دردونکې واقعه هم پیښه شوي ، اسلامې تاریخ   له خپل روښانواوبریمنو پړاوونو سره کله داسې یوه غمیزه هم ولري ، خودغسي پیښې موږ ته درس راکوي چي اصلي مسلمان باید دغه ډول په دین ، ایمان ټینګ ، اوله حق څخه دفاع کونکې وي ، هغوۍ چې شهادت   افتخار ګڼي دزوند تر وروستۍ سلکۍ پوري   دظالم سره څه ډول مبارزه کوي ؟ موږ   باید ددغه صلیبي ،ازلي دښمنانواو سترو کفارو په وړاندي هم دخپل قوي ایمان په مټ په دغه ډول په زغرده مقابله وکړو،

خوافسوس چي مسلمانان ددي په ځای چي اصلي حقیقت له واقعي څخه اخذ کړي نور هم په داسې رواجونو او اعمالو اخته شي چي په اسلام کې هیڅ ځای اوحقیقت نه لري ، ددي په ځای چي له واقعي څخه په الهام سره یې اسلامي جذبه راویښه شي ، اودخپل   هدف   لټون ته ځان چمتوکړي ، نور هم په بله  ځي او له خپل عقید ي څخه لاپردی کیږي ،

دغه لاندي څوکرښې دمحرم دبختوري میاشتې په اړه دي   په دي هیله چي داصلي تشخص لوري ته مورهبري وکړي .

دمحرم دمبارکي میاشتي فضایل :

دروژي فضیلت یې

له ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت ده چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : درمضان المبارک دمیاشتې وروسته ترټولو غوره وقت دروژي لپاره   دالله تعالی میاشت محرم   ده . اودفرضي لمانځه وروســــــــــــــته ترټولو غوره لمونځ دشپې [ دتهجد] لمونځ ده .

کما في الترغیب ۱\۲۶۲ عن ابي هریرة رضی الله تعالی عنه قال قال رسول الله صلی ا لله علیه وسلم افضل الصیام بعد رمضان شهر الله المحرم وافضل الصلوة بعدالفریضة صلوة اللیل . رواه مسلم وغیر .

دروژي نیولولپاره محرم یوه غوره میاشت ده

له حضرت علي رضی الله تعالی عنه څخه یوه سړي پوښتنه وکړه : چي درمضان المبارک دمیاشتي وروسته موږ ته دکومې میاشتې دروژو نیولو امر کوي ؟ حضرت علی رضی الله تعالی عنه ورته وویل : تر اوسه مي له بل تن څخه   دغه سوال نه دی اوریدلی ، مګر له یوه تن څخه مي واوریدل چي دپیغمبرصلی الله علیه وسلم څخه یې دغه پوښتنه کوله ، اوزه خپله  دپیغمبرصلی الله علیه وسلم سره ناست وم   ، هغه سړي وپوښتل ای دخدای رسوله درمضان المبارک دمیاشتي ترتیریدو وروسته ته موږ ته دکومې میاشتې دروژي نیولو امرکوي ؟ پیغمبرصلی الله علیه وسلم ورته وویل : که ته غواړي چي روژه ونیسې نودرمضان المبارک دمیاشتې وروسته د محرم روژه نیسه   ځکه هغه دالله تعالی میاشت ده ، اوپه دغه میاشت کې یوه داسې ورځ شته چي لوی خدای دیوه قوم توبه قبوله کړې ، اودنورو قومونو توبه هم قبوله وي .

کمافي الترغیب ۱\۲۶۲ وعن علي رضی الله تعالی عنه وسأله رجل فقال :ایَُّ شهر تأمرني ان أصوم بعد شهر رمضان ؟ فقال له ماسمعت احدا یسأل عن هذا الارجلا سمعته یسأل رسول الله صلی الله علیه وسلم وانا قاعد عنه فقال یارسول الله ای شهر تأمرنې ان اصوم بعد شهر رمضان ؟ قال ان کنت صايما بعدشهررمضان فصم المحرم فانه شهرالله فیه یوم تاب الله فیه علی قوم ، ویتوب فیه علی قوم آخرین . رواه الترمذي

دمحرم دمیاشتې هر روژه دیوي میاشتې دروژو سره برابره ده

دابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت د ه چي پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : . . . څوک چي یوه ورځ دمحرم میاشتې څخه روژه کړي نو دهري ورځې په روژه  ددیرشو [یوي میاشتې ] دروژوثواب ورکول کیږي .

في الترغیب ۱\۲۶۲ عن ابن عباس رضی الله تعالی عنهما قال :قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من صام یوم عرفة کان له کفارة سنتین ، ومن صام یوما من المحرم فله بکل یوم ثلاثون یوما رواه الطبراني في الصغیر .

دمحرم دمیاشتې مسایل :

مسله : دمحرم میاشت دغم اوخفقان میاشت ګڼل ګناه ده . همداراز په دغه میاشت کې ودونه نه کول ، اوښې اوغوره جامې نه اغوستل   یوداسي عقیده اوعمل ده چي په اسلام کې جواز اوګنجایش نه لري . فتاوی الرحیمیه . والفتاوی المحمودیة ۱۲\۲۰۱ افسو س چي ډیر پښتانه په دي عمل اخته دي ،

مسله :څرنګه چي دغه میاشت او په ځانګړي ډول دمحرم لسم تاریخ دخاص فضیلت موسم ده  نوځکه په دغه میاشت کې ودونه ، کویږدن ، اونوردخوښۍ مراسم سرته رسول   غوره اوبهتر کار دي ، په دغه میاشت کې په واده کولو کې برکت وي . احسن الفتاوی ۱\۳۸۹

مسله : ځینې عوام هغه ماشوم منحوس ګڼې چي دمحرم په میاشت کې زیږیدلی وي داسې عقیده غلطه ( اوناروا) ده ، ځیني خلک بیاواده اونورې خوښۍ په دغه میاشت کي ناسمي بولې دغه عقیده هم بالکل غلطه ده .قاله   حکیم   الامت     رحمه الله تعالی في اغلاط العوام \ص ۱۸۴

مسله : ددغي میاشتې فضیلة له وړاندينۍ زماني څخه ده ، ځینې خلک چي داعقیده لري چي ددغې ورځې اومیاشتې فضیلت دحضرت حسین رضی الله تعالی عنه دشهادت له امله ده  بلکل غلط ده ، بلکه ددغې میاشتي فضیلة له وړاندي څخه دموسی علیه السلام په امت کې و و، څرنګه چي موسی علیه السلام ته ددغي میاشتي دلسم په ورځ دفرعون دظلم څخه نجات حاصل شوی وو ، نوځکه دغه ټوله میاشت دوۍ ته محترمه وه ،نوڅرنګه چي دغه میاشت ، اوپه ځانګړي ډول دلسم ورځ یې دډیرفضیلت څښتنه ده ، نو ځکه په دغه میاشت کې زیات نیک اعمال سرته رسول په کاردي .احسن الفتاوی ۱\۳۸۹ ملخصا .

البته څرنګه چي لوی خدای ته دحضرت حسین رضی الله شهادت په دغه مبارکه ورځ خوښ وو نو دهغه شهادت یې هم په دغه ورځ کې مقدرکړ څویې مراتب اودرجات لا زیات شې . فتاوی رحیمیه ۲\۳۸۱ اوفتاوی محمودیه ۶\۱۲۳

مسله : دمحرم په لمړۍ لسو ورځو کې دشهادت یادونه کول ، غم اوژړا کول (همدارازتوري جامي په غاړه کول ، یا نوي جامي نه اغوستل ، سرونه نه وینځل ) دروافضوسره دمشابهت له امله منعه اوحرام دي فتاوی الرشیدیه ص\۱۳۶ ومثله في الفتاوی المحمودیه ۱۲\۲۰۱

 

دعاشورا دورځي فضایل اومسايل

پیغمبرصلی الله علیه وسلم به دعاشورا ورځ ډیره غوره ګڼله

له ابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به درمضان المبارک څخه وروسته یوي ورځي ته تربلي ورځي فضیلة نه ورکاوه پرته دعاشورا له ورځی . یعني دغه ورځ به یې تر                نوروا فضله ګڼله .

عن ابن عباس رضی الله تعالی عنه ان النبی صلی الله علیه وسلم لم یکن یتوخی فضل یوم علی یوم بعدرمضان الا عاشوراء . رواه الطبراني في الاوسط الترغیب ۱\۲۶۳

پیغمبرصلی الله علیه وسلم به دعاشورا دروژي نیولو امرکاوه

له ابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به دعاشورا روژه نیوله . یاد اچي ددغي روژي د نیولوامربه یې کاوه .

عن ابن عباس رضی الله تعالی عنه ان رسول الله صلی الله علیه وسلم صام یوم عاشوراء اوامر بصیامه   .   رواه البخاري ومسلم الترغیب ۱\۲۶۳

دروژي فضیلة یې

دابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت ده چي پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : دروژي په نیولو کي دورځوتوپیر نشته پرته درمضان المبارک اودعاشورا دروژي نه . یعني دغه روژي په نورو زیات فضیلة لري .

عن ابن عباس رضی الله تعالی عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم لیس لیوم فضل علی یوم في الصیام الاشهر رمضان ویوم عاشورا ء رواه البیهقي و الطبراني الترغیب ۱\ ۲۶۳

دعاشورا روژه دیوه کال دګناهو کفاره ده

دحضرت ابوقتادة رضی الله تعالی عنه څخه څخه روایت ده چي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دعاشورا دروژي پوښتنه وشوه پیغمبرصلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : چي دعاشورا دورځي روژه دتیریوه کال دګناهونو کفاره ګرزي .

عن ابي قتادة رضی الله تعالی عنه ان رسول الله صلی الله علیه وسلم سيل عن صیام یوم عاشورا ء فقال : یکفر السنة الماضیة . رواه مسلم   وغیره الترغیب ۱\۲۶۲

که په دغه شپه په رزق کي پراخي وشي نوټول کال به په رزق کي پراخي ولري

له ابوهریرة رضی الله څخه روایت ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چي دعاشورا په ورځ په خپل اهل اواولاد درزق پراخي وکړي نولوی خدای به ټول کال دده رزق پراخ کړي .

عن ابي هریرة رضی الله تعالی عنه قال من اوسع علی عیاله واهله یوم عاشوراء اوسع الله علیه سايرسنته   . رواه البیهقي   وغیره من طرق وعن جماعة من الصحابة وقال البیقهي هذه الاسانید وان کانت ضعیفة الا فهيٍ اذا ضم بعضها الی بعض اخذت قوة . الترغیب ۱\۲۶۳

امام سفیان الثوري وایې چي دغه وړاندينی حدیث ماډیرواره تجربه کړی او همدغه سي شوي ، یعني دعاشورا په ورځ مي چي کله په خپل اهل عیال پراخي کړي وي نوټول کال به درزق پراخي وه . تنبیه ۱۵۹ عن محمد بن میسره قال بلغنا ان من وسع علی عیاله یوم عاشوراء وسع الله تعالی علیه سايرالسنة قال سفیان جربناه فوجدناه کذلک الخ

دعاشوراء دورځي مسايل :

مسله : دعاشورا دورځي مسله چي کوم فضایل راغلي په هغه کي یوداهم ده چي دیوه کال ګناهونه معافیږي له دغه ګناهونو څخه صغیره ګناهونه مراد دي ، البته دکبیره ګناهونو دمعاف کیدو امید اوهیله دي هم سړی لري   فتاوی رحیمیه ۲\۳۸۰   زموږ محدثین رحمهم الله تعالی فرمایې چي دګناه کبیره دعفوي لپاره توبه ضروري ده . احسن الفتاوی ۱\۳۸۸ .

مسله : دعاشورا دورځي په اړه زموږ شریعت   ددوه څیزونه تعین کوي   ۱ په دغه ورځ روژه نیول ۲ په دغه ورځ په خپل اهل اوعیال   باندي درزق پراخي کول .( لکه په حدیث کي چي یې وړاندي یادونه وشوه ) فتاوی رحیمیه ۲\۳۸۰

مسله : دعاشورا دورځي دروژي سره دنهم اویولسم روژه نیول مستحب ده اوکه یو سړی دنهم دورځي روژه ونه نیسي بیادي دیولسم دورځي روژه ورسره نیسي یواځي دلسم دورځي روژه نیول مکروه تنزیهي ده . في الدرالمختار ۱۱۴\۲ وتنزیها کعاشورا وحده ای منفردا عن التاسع اوعن الحادي عشر   لانه تشبه بالیهود الخ شامی ومراقي الفلاح وغیره فتاوی الرحیمیه ۲\ ۳۸۰   دعاشورا دروژي سره دنهم یایولسم روژ نیول مناسب ده . احسن الفتاوی ۱\ ۳۸۸

مسله :دعاشوراء په ورځ رخصتي جوړول داهل بدعت سره دمشابهت اوموفقت له امله   مناسب نه ده اوپه دي کي څو قباحتونه نورشته الخ احسن الفتاوی ۱\۳۹۴

لیکوال : ابویاسر

About admin