Home » د صحابه ؤ سیرت » دعبدالله بن عمرو بن العاص -رضی الله تعالی عنه – ژوندته لنډه کتنه

دعبدالله بن عمرو بن العاص -رضی الله تعالی عنه – ژوندته لنډه کتنه

 

لیکوال : مفتي طیب ابوعبیده 

هغه څوک چې دژوند هره سحنه  اوشيبه يې دأمت لپاره  يومستقل رشد بلل کيږې، اوسعمل په ميدان کې ده يو لوي  مبلغ په شان ځليږې، عبدالله بن عمرو بن العاص(رضی الله تعالی عنه ) ده،

نوم اونسب يې:

نوم اونسب يې په لاندطريقه ده: ده پلار لخوانسب يې:عبدالله بن عمروبن العاص بن وائل بن هاشم بن سعيد بن سهم  بن عمرو بن هصيص بن کعب بن لوئ ألقريشي السهمي، مورلخوانسب يې: ربيطه بنت منبه بن الحجاج ألسهمي[1]

په إيمان مشرف کيدل يې:

حضرت عبدالله بن عمروبن العاص تر خپل  پلار لومړئ  په إيمان  مشرف شوئ ، أوپلار يې حضرت عمرو (رض)هم دفتح ترکال لمخه په إيمان مشرف شوئ،أوحضرت عبدالله تر خپل پلار (۱۲)يا(۱۳) کاله کشر ده[2]

زهدأوتقوي يې:

حضرت عبدالله وايې: کله چې ماته پلار واده وکړ، أوپه ټول قوم  کې يې راته ذات الحسب اوذات الجماله بي بي  په نکاح کړه، له يوڅه مودي وروسته مي پلار پوښتنه ځني وکړه: چې عبدالله ځنګه شخص ده! هغې ورته وويل: عبدالله  ډير نيک إنسان ده ، خوزماوطرفته توجه نه کوي، پلار مې دغه خبره  رسول الله صلې الله عليه وسلم ته وکړه، رسول الله صلي الله عليه وسلم له ماپوښتنه وکړه: چې څونه روژي نيسې؟ ماورته وويل: چې ټول وخت روژې نيسم،بيايې راته وويل: چې څونه قرآن مجيد تلاوت کوي؟ ماورته وويل: چې په ورڅ کې يې يوار ختم کوم، بيايې راته وويل: چې په مياشت کې يوار ټول قرآن مجيد تلاوت کوه، أوپه ټوله مياشت کې درې ورځې روژه نيسه، دأيام البيض روژي، ماورته وويل: چې زه تردغه زيات طاقت لرم، ده مبارک راته وويل: چې په يوه هفته کې ټول قرآن مجيد تلاوت کوه،أودرې ورڅې روژه نيسه، ماورته وويل: چې تردغه هم زيات طاقت لرم، ده مبارک راته وويل: چې الله جل جلاله ته ټولوروژو ده حضرت داود عليه السلام روژې دې، يوه ورځ روژه نيسه أوبله ورځ  إفطار کوه[3]

له الله جل جلاله څخه ويره يې:

حضرت عبدالله رض چې به کله شپه شوه، په خونه به ننوت ، چراغ به يې ګول کړ،اوهلته به يې تر سهار ه ده الله جل جلاله له ويرې څخه ژړل، آن تردې چې په آخر عمر کې دډيرې ژړاله وجهې څخه په سترګو باندي ړوند شو[4]

دأحاديثوحفظ أوروايات يې:

حضرت أبوهريره رض وايې: چې په صحابه وو کې تر ما ده يوچاه زيات أحاديث نه وو ياد ، ماسوي له حضرت عبد الله بن عمرو، ؛ځکه هغه کاتب وو أوأحاديث يې ليکل، له حضرت عبدالله څخه (۷۰۰) أحاديث روايت شوي[5]

ځانګړی إمتيازيې:

يوازې هم دغه صحابي مبارک ده چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته په خپل ژوند کې دأحاديثودليکلو إجازه ورکړې ،دأحاديثو مجموعه يې په ألصادقه سره ياديده، چې وروسته يې بيادلمسي (حضرت عمروبن شعيب) لخوا نشرکړل شوه[6]

شاګردان يې:

دحضرت عبدالله په زيات شمير کې شاګردان ول، له صحابه اوتابيعينو څخه، چې څينې مشهور يې په لاندي ډول دې:له صحابه ووڅخه، عبدالله بن عمر، أبوأمامه،  حضرت مسور،  حضرت سائب،  حضرت أبوطفيل، رضي الله عنهم، اوله تابعينوڅخه يې: سعيدبن مسيب، عروه بن زبير،  وهب بن منبه،  عکرمه،  طاؤس،  عمربن العاص،  أبوالعباس السائب،  عطاءبن يسار،  وغيره رحمهم الله،[7]

رؤيااوخوب يې

حضرت عبدالله وايې: چې ماخوب ليدو په يولاس کې مې عسل وې، اوپه بل کې مې غوړي وي، اوزه له دواړوڅخه خوراک کوم، مادغه خوب رسول الله صلې عليه وسلم ته وويل، رسول الله صلي الله  عليه وسلم راته وويل:چې ته په قرآن اوتورات دواړه وايې، بيادغسي وشول[8]

وفات يې:

دحضرت عبدالله رض په وفات کې إختلاف ده، خومشهور قول داده: شې په مصر کې دهجرت په (۶۵) کال ده  (۷۲) کالو په عمر باندي وفات شوي،إنالله وإناإليه راجعون،

…………………………………………………………………………………..

[1] ألإصابه في تميزالصحابه: ۱۹۲:۴:

 

[2] معارف السنن:۴۳۸:۸:ألإصابه في تميزالصحابه:۱۹۲:۴:

 

[3] ألإصابه في تميز الصحابه:۱۹۳:۴:معارف السنن:۴۳۹:۸:

[4] ألإصابه:۱۹۳:۴:معارف السنن:۴۳۹:۸:

 

[5] معارف السنن:۴۳۹:۸:أوهريره للدکتورالضاري:۳۶:

 

[6] ألإصابه:۱۹۳:۴:

 

[7] ألإصابه:۱۹۳:۴:معارف:۴۳۹:۸:

[8] ألإصابه:۱۹۳:۴:

About admin