Home » بېلا بېلي لیکني » دکتاب اومطالعې اداب .

دکتاب اومطالعې اداب .

1ــ لمړی  دامشخص کړئ  چې  دمطالعې باعث  موڅه  شی  دی؟ یعنی  داستفتاء  حل کول دي ؟که په یوه موضوع  کې  معلومات  ترلاسه کول  یاکومه څېړنه اوتحقيق دی ؟

۲= دوهم  باید کتاب  مشخص شي  .

۳= دکتاب  وراخستل باید داحترام  اوادب  په طریقه وي  ،دادب  طریقې  يې  دادي :

  1. چې کتاب که په کومه المارۍ کې وي نوښه ورنږدي کیدل ،
  2. اوبیاددواړو لاسونوپه مرسته کتاب وراخستل ،
  3. که په کومه المارۍ کې  وي نوکتاب دلاس په  قوت  سره  دهغه  دملاله لوري درواخلۍ  ،
  4. کتاب دسر ،یابیخ  یاهم  له یوه کونج   څخه مه نیسئ  .
  5. کتاب درواخلۍ اودر کشوئ  يې  مه .
  6. دکتاب دراایستلوسره زور مه استعمالوئ  بلکه په نرمې اومحبت سره  يې  درواخلئ .
  7. دکتاب دراایستلو سره دنوروکتابونوهم  زښت خیال وساتۍ چې  راړنګ  نشي . راونه لویږي .
  8. کتاب په ادب  سره  په میز،بالښت یاپټوباندي کېږدئ ! میز یابالشت  ته یې مه ورغورځوئ !
  9. کتاب په جپه خوامه ږدئ  ،بلکه په راسته لوري  يې کیږدئ  !
  10. کتاب دارااخستلو لپاره ترخپله وسه بل ته سوال مه کوئ بلکه خپله کتاب درواخلئ !
  11. کتاب به نور کتابونو سره بیره مه ږده اوکه چاره نه وي نوبیابیله خبره ده .
  12. کتاب ته دمطالعې  په نیت په سکون اواطمنان  سره کښېنه !
  13. دعاء وکړه اوکه دادعاء  ووايې  نوډیره  ښه :”اللهم أخرجني من ظلمات الوهم وأكرمني بنور الفهم، اللهم أفتح علينا أبواب رحمتك وأنشر علينا خزائن علمك یا أرحم الراحمين”.
  14. که له دې کتاب سره بلدنه يې نوکتاب  کې  مطلوب  ځای ته دفهرست له لارې  ورشه  ،اوکه باب  یامطلوب ځای له وړاندي درمعلوم  وي  نوهغه ځای  ته براه راست  ورشئ  !
  15. ډېرې ورقي [پاڼې ] په زورسره په یوه  وار اړول  ،یاورقه ورقه په تېزي  سره اړول  داهل العلم کار نه دی  .
  16. کتاب څخه که نقل کیږي  نو کاغذاوقلم  له وړاندي باید تهیه شوي  وي  ،
  17. دکتاب په ورقه یاپه یوه بل اړخ باندي  يې  داسي  شی مه ږده چې دکتاب سره مناسب  نه وي  مثلا :کوف  تیږه  یابل داسي یوچټل  شی  .
  18. کتاب څخه چې دیوه کار لپاره  ولاړیږي  نوکتاب خلاص  مه پریږدئ!
  19. ددې لپاره چې په کتاب کې معلوم ځای ورک نشی اوبیاستونزه نه وي نو په ځای کې دکاغذ یاسپڼسې نښه کیږدئ !
  20. کتاب ته داسې کښېنه چې کتاب  دې  پوره مخ  ته ،اودرنږدې وي . مثلا چې کتاب په میز  یالوړبالښت مخامخ وي .
  21. په یوه یابل اړخ باندی مطالعه مه کوئ!.
  22. په پروتو دکتاب دمطالعه  مه کوئ  ،نورکه کتاب  لاندی وي  یاکتاب په سینه وي داداهل العلم طریقه نه ده .
  23. دکتاب په  بیاض  یاهامش  باندي لیکل  مه کوئ  !مګر داچې  دیوه لفظ  تصحیح  یاضروري اواړینه خبره وي .
  24. دکتاب دورقې  یوه څنډه په کتاب کې دځای  دمعلومولو لپاره مه غبرګوئ  !
  25. قلم یالرګی  یابل داسې کلک  شی  دکتاب  په مینځ کې   دځای دمعلومولولپاره مه ږدئ  !
  26. له مطالعې یاله کتاب  څخه تراستفادې  وروسته  کتاب  بېرته  خپل  ځای  ته ورسوئ  !
  27. کتاب باندي  ګردونه  مه پریږدئ !بلکه  تل  یې  پاک ساتئ  !
  28. دکتاب خونه ،المارۍ  اومیزباید صفا اوپاک وي .
  29. که دکتاب  کوم  ځای  قطعه شوی یاپري  شوی  یايې  ورقې  ختلې  وي نواصلاح  اوبیرته جوړول  يې  ضروري دي .
  30. دکتابونو په اخستلو اووړلوکې  ښی لاس  استعمالوئ ! همداراز  يې  رااخستل  اوچاته ورکول هم دښې لاس به واسطه وي.                         پاته لري …………..

دمفتي ابویاسر دځانګړو درسونو دلړۍ څخه

About admin