Home » درس الحديث » پریرغلګرو یوه مرمۍ ویشتل …

پریرغلګرو یوه مرمۍ ویشتل …

عن أبي نجيح عمرو بن عبسة قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: {من بلغ بسهم في سبيل الله، فهو له درجة في الجنة} .قال: فبلغت يومئذ ستة عشر سهماً.

ژباړه : عمرو بن عبسه رضی الله تعالی عنه فرمايې : چې  رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چاچې په جهادکې تردښمن پوري غیشی ورورسوی  نوپه دې سره به هغه لره په جنت کې درجه وي .بیاعمرو بن عبسة  رض  وویل :په دغه ورځ مي تردښمن شپاړس غیشي  ورورسول

تشریح : په حدیث کې  رسول الله صلی الله علیه وسلم  دجهاداومجاهدفضیلت بیان کړی  ،چې که مجاهدپه جهادکې  پردښمن یوغیشی  وویشتی   نورکه په دښمن باندي ولګیږي اوکنه  الله تعالی به دغه مجاهدته په دغه غیشي  دجنت  یوه درجه ورکوي  ،

دابوداود اوصحیح  ابن حبان  په یوه بل روایت کې داسې  راغلي  : عن أبي نجيح السلمي، قال: حاصرنا مع نبي الله صلى الله عليه وسلم حصن الطائف، فسمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: « من بلغ بسهم في سبيل الله عز وجل، فله درجة في الجنة» قال: «فبلغت يومئذ ستة عشر سهما» (حم) 17022

موږ له رسول الله صلی الله علیه  وسلم سره دطائف یوه قلعه محاصره کړه  په دغه مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چاچې په جهادکې تردښمن پوري غیشی ورسوی [یعنی دښمن يې پري وویشتی ] نوپه دې سره به هغه لره په جنت کې درجه وي . ماشپاړس غیشي  په دغه ورځ تردښمن پوري  ورسول .یعني په دښمن مي هدفي واري وکړل .

لنډه داچې  پردښمن باندي ديوې مرمۍ واری کول دجنت  یوه درجه ترلاسه کول دي  .نومجاهدبه زیارباسي چې  مرمۍ  بي ځایه  استعمال نه کړي .اوپه دښمن هم هغه مهال واری کړي   چې ور رسیږي ، لکه په یوه بل حدیث کې راغلي: چې په دښمن دغیشو واری ترهغه مه کوئ ترڅوچې دښمن ته نږدې  شئ اوستاسو غیشي ورسیږي  .

About admin