Home » عصري مسائل » دکارپیټ اوغالیو(قالین)دپاکولو طریقه

دکارپیټ اوغالیو(قالین)دپاکولو طریقه

پوښتنه : محترم مفتي صاحب  زموږ په کورونو اودکانونوکې غالۍ اوکارپیټ خپاره دي نوکله چې کارپیټ یاغالۍ مرداره شي دپریمنځلوبه یې څه طریقه وي ځکه دادومره غټي اودرني وي چې نښتيځل یې ناشونی دی که په دې اړه مومعلومات راکړل،

الجواب:حامداومصلیاوبعد: کارپیټ یاغالۍ (قالین) یابل هرهغه څه چې نښتیځل کیږي نه که مردار اوناپاک شي نو دپاکولوطریقه یې داده چې ۳ځله بایدپریولل شي اوله هرځل پریوللو وروسته دي دومره اندازه پریښودل شي چې نورڅاڅکي ترې نه څاڅي بلکل وچیدل یې ضروري نه دي ، په درې واره داسي کولوسره کارپیټ غالۍ اوبل هرهغه څه چې نه شي نښتیځل کیدلی پاکیږي ،

لمافي الهندیة۱/۴۲  الفصل الأول في تطهیرالنجاسات: ومالاینعصریطهربالغسل ثلاث مرات والتجفیف في کل مرة ؛لأن للتجفیف اثرافی استخراج النجاسة،وحدالتجفیف أن یخلیه حتی ینقطع التقاطرولایشترط فیه الیبس

والله تعالی اعلم وعلمه اتم واحکم

کتبه : م/محمد

About admin