Home » درس القرآن » دالله تعالی له نصرت پرته بل لاره نشته !

دالله تعالی له نصرت پرته بل لاره نشته !

 

وقال الله تعالى: {إن ينصركم الله فلا غالب لكم وإن يخذلكم فمن ذا الذي ينصركم من بعده وعلى الله فليتوكل المؤمنون (160)

ژباړه : که موالله  تعالی  مرسته وکړي  بیابه هیڅوک  درباندي غالبه نشي  ،اوکه موالله تعالی مرسته ونه کړي نوبیاڅوک دي هغه چې ستاسو مرسته به وکړي  په الله تعالی توکل کوي  مؤمنان  .

لنډ تفسیر  : مفسرین  وايې  : الله تعالی  دمومنانو دوه ډوله مرسته اونصرت کوي  : لمړی  داچې په دښمن  يې  غالبه کړي  اودښمن  ورباندي وځپي  اودوهم  داچې  ددښمن  له مکر اوحملې  څخه  يې  وساتي  اودهغوئ  تدبیرونه شنډ کړي  ، ددې  دواړو مرستو لپاره  دوه  عمده شرطونه شته  : لمړی  تقوی  [ یعني  دالله تعالی  داوامرو  امتثال  اودنواهي څخه  اجتناب  ]  اودوهم  صبر  [یعني  دجهاد سختۍ ګالل  ،په مصیبتونورضا اوله ګناهونو ځان ژغورل ]

ددې  پرعکس  که دادوه شرطونه نه وي  نوالهي  مرسته به نه وي  اودالهي نصرت پرته هیڅ نشي کیدلای  یعني  نه به مجاهدپه دښمن برلاسی  شي  اونه به يې  دضرر څخه  محفوظ  شي ، اوله الله تعالی  پرته دکائناتوپه دې نړۍ کې هیڅوک داسي  نشته چې  دچامرسته وکړي  چې کله يې رب العزة بي  مرستې کړي .

نومؤمنان  به وسائل،دلښکرو دډيرښت  یاخپل تدبیرونه دبریالامل نه ګڼي  بلکه په لوی  رب  اعتماد اوتوکل  به يې  اساسې  اوبنیادي توکې وي .

About admin