Home » دار الافتاء » ایا حاجي ته دشیطان ویشتلوپه ورځوکې له منی پرته بل ځای شپه کول صحیح دي؟

ایا حاجي ته دشیطان ویشتلوپه ورځوکې له منی پرته بل ځای شپه کول صحیح دي؟

استفتاء : محترم مفتي صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته: پوښتنه مي داده چې ایا حاجي داخترپه دوهمه او درېیمه باندي له منی پرته بل ځای شپه تیرولی شي کنه ؟  داخترپه ورځوکې په منی کې شپې کول څه حکم لري  که په دې اړه مو وضاحت راته وکړ

الجواب بعون الملک الوهاب: دتشریق په ورځوکې  دذوی الحجې ۱۱ او ۱۲ نیټه باندي په منی کې شپه تېرول سنت دي ،که څوک په دې نیټه له منی دباندي کوم بل ځای شپه تیره کړي نومکروه دي،خو په داسي کولوسره هیڅ دم یابل څه نه ورباندي لازمیږي

لمافي الشامي ۲/۵۱۹ : (ثم أتی منی) بعدماصلی رکعتی الطواف (یبیت بها للرمی) ای لیالی ایام الرمی وهو السنة  فلوبات بغیرها یکره ولایلزمه شیئ.

وفي الهندیة ۱/۲۳۲ : ویکره ان یبیت فی غیرمنی فی أیام منی،کذافي شرح الطحاوی، فان بات في غیرهامتعمدافلاشیئ علیه عندنا

 والله تعالی اعلم وعلمه اتم واحکم

کتبه : م/ محمدالغزنوي

About admin