Home » بېلا بېلي لیکني » دعرفې د ورځي فضیلت

دعرفې د ورځي فضیلت

له هغه ځانګړو وروځوڅخه چې د ذوالحجې په میاشت کې عبادت پکې زیات ثواب لري  يوه هم دعرفات ورځ ده چې دذي الحجة د(۹)ورځ ده، دعرفی دورځي په فضيلت  کي هم ډير زيات احاديث مبارکه وارد شوي دهغو له جملي نه څورواية ذکرکو

صاحب دمشکوة داحديث له ابي قتادة رض، څخه رواية کړي ده حديث  دراز ده خو موږ مختصرا دحديث اخيري الفاظ نقل کوو،

قال صيام يوم عرفة احتسب علي الله ان يکفر السنة التي قبله والسنة التي بعده وصيام عاشوراء احتسب علي الله ان يکفر السنة قبله ،رواه مسلم، مشکوة ۱ / ۱۹۵ / باب صيا م التطوع ،

ترجمه ، ابي قتادة رض، وايي چې رسول الله ص، و فرمائل دعرفات دورځي روژه نيول زه اميد لرم چې الله تعالی به دغه روژه  دهغه کال چې تير شوي ده اواينده کال دګناهوکفاره کړي، اودعاشورا دورځي روژه نيول  زه اميد لرم چې الله تعالی به دا کفاره کړي دتيرشوي کال دګناهونو،

وعن عائشة رضي الله عنها،قالت ان رسول الله صلي الله عليه وسلم ،قال مامن يوم اکثر من ان يعتق الله فيه عبدا من يوم عرفة وانه ليدنو ثم يباهي الملئکة فيقول ما اراد هؤلاء ، رواه مسلم ،

ترجمه : له عائشة صديقي رضی الله تعالی عنها څخه  روايت دی چې : رسوالله صلي الله عليه وسلم  وفرمايل: نه ده يوه ورځ له ورځو چې الله تعالی اذاد وي له عذاب ډير بندګان ماسوي دعرفات له ورځي او الله تعالی خپلو بندګانو ته نزدي کيږي اوباندي فخر کوي، ملئکه ؤته وايې ؤګوري زما بندګان څه أراده لري په خپل عمل سره،

وفي الترغيب والترهيب  ۲۶۰ /۱ ط  سعیدیه : عن ابي قتادة رضي الله قال سئل رسول الله صلي الله عليه وسلم ، عن صوم يوم عرفة قال يکفر السنة الماضية والباقية  رواه مسلم في الصيام حديث (۱۹۶ /۱۹۷ /وابو داودفي الصوم باب ۵۳ /۶۲ /والترمذي في الصوم با ب /۴۶ /۴۷ /والنسائی وابن ماجه ،

ترجمه ، ابو قتادة رضی الله عنه وايي چې : له رسول الله صلي عليه وسلم څخه سوال ؤ شوله روژي نیولو دعرفي دورځي ، رسول الله يې په جواب کي وويل دا کفاره ده دتير شوي کال اوراتلونکي کال دګناهونو،،

وايضافي ۲۶۱ / ۱/الترغيب،ط،سعيديه : عن سهل بن سعد رضي الله عنه ، قال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم ، من صام يوم عرفة غفرله ذنب سنتين متتابعين ، رواه ابويعلي ، ورجاله رجال الصحيح ،

ترجمه ،له سهل بن سعد رض،رواية وايي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمائل کوم څوک چې دعرفي دورځي روژه ونيسي دغه شخص ته به ددؤ(۲) متصلو(پرله پوری )کلونوګناهونه ،ورعفوه کړشي ،،

وفي رد المحتار /۲ /۱۹۳ /وجزم الشارح البخاري العسقلاني رحمه الله ، بان عشر ذي الحجة افضل من العشرالاخير من رمضان ، ،وقدصح عن رسول الله صلي الله عليه وسلم انه قال افضل ايام يوم عرفة اذا وافق يوم الجمعة وهو افضل من سبعين حجة وفي الخبر افضل ايام الدنيا ايام العشر لاجتماع امهات العبادات فيه وهي الايام التي اقسم الله بها بقوله والعشر وليال ، فهي افضل الايام العشر الاخير من رمضان علي ما اقتضاه هذا الخبر،

ترجمه ، شارح دبخاري علامه ابن حجر رحمه الله تعالی  وايي:   دذي الحجة لمړۍ لس ورځي  درمضان المبارک تر آخري لسو ورځو غوره دي ، او له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه په صحيح نقل ثابت شوي چې وايي افضل دايام،  ورځ دعرفي ده چې موافق شي له ورخي دجمعي سره اوپدغه ورځ حج کول تر(۷۰)حجونو بهتر ه ده

لیکوال : م/ابوزبیر

About admin