Home » بېلا بېلي لیکني » دعرفي یوه ځانګړي ورځ

دعرفي یوه ځانګړي ورځ

په دغه ورځ حاجیان دزوال نه وروسته له منی څخه دعرفات غونډۍ ته خوځیږي چي هلته   خپل رب ته د عفوي اودرګذر هیلي وروړي ، هلته د خپل څښتن حضورته دخپلو لاسونوکچکول لپه کوي ،

دعرفي شپه اوورځ دواړه دمؤمنانو لپاره دډیروښیګڼوڅخه ډکي   دي   ، په عباداتو کې یې اجرونه اوبدلي زیاتي دي ، اودلوی خدای ج رضا په کښي هوسا ترلاسه کیدلی شي ، دغه ورځي دالله تعالی دعبادت ځانګړي ورځي دي ، اودنیکو اعمالو ښه سیزن ده .

ددغه ورځو اوشپو دعبادت اوفضیلتونو په اړه ډیر حدیثونه راغلي چي د څوبیلګوپه نقل یې اکتفا کوو .

لوی خدای جل جلاله  دعرفي په شپه قسم کړی

قال الله تعالی والفجر ولیال عشر () والشفع والوتر () قسم دی په سهاراوپه لس شپو او په هغه شپو چي جفت دي اوهغه چي تاک دي .

دحضرت جابر رضی الله تعالی عنه څخه روایت ده چي پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : چي عشرڅخه مراد دذي الحجي لس شپي   دي اوله وترڅخه مراددعرفي شپه ده اوله شفع څخه مراد داختر شپه   ده .

قال ابن كثيرفي تفسیره ۶\۴۵۰ فى تفسيرسورة الفجر ،عن جابر رضى الله تعالى عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال ان العشر عشر الاضحي والوتر يوم عرفة والشفع يوم النحر .

داتم ،نهم ، اولسم دشپي په عبادت دجنت زیری

له معاذبن جبل رضی الله تعالی عنه څخه روایت ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چي پنځه شپي په عبادت ویښي تیري کړي نوجنت ورته واجب ده هغه پنځه شپي   دادي : دترویه شپه [یعني د اتم دذي الحجي ] دعرفي شپه [ یعني نهم دذي الحجي ]   دلوی اختر شپه ، دوړوکي اخترشپه ، او دبرات دپنځلسم شپه ،

في نزهة الناظرين ۹۶ وروى ابوالقاسم الاصبهاني عن معاذبن جبل رضى الله تعالى عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من احياالليالى الخمس وجبت له الجنة ،ليلة التروية وليلة عرفة وليلة النحر وليلة الفطر وليلة النصف من شعبان ،

دعرفي دورځي فضیلت

 

دحضرت عایشي رضي الله تعالی عنها څخه روایت ده چي پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : داسي ورځي نشته چي په هغه کي دي لوی خدای ج دومر ه زیات بندګان دجهنم له اورڅخه ازاد کړي لکه دعرفي ورځ . . .

عن عائشة رضي الله عنها قالت ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال مامن يوم اكثرمن ان يعتق الله فيه عبدامن يوم عرفة . . . الحدیث رواه مسلم ، نزهة الناظرين\ ۹۲

دعرفي دورځي دعا

دعمروبن شعیب رضی الله تعالی عنه څخه روایت ده چي پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : غوره ددعاوو هغه دعا ده چي دعرفي په ورځ کیږي .

وعن عمروبن شعيب عن ابيه عن جده رضي الله تعالى عنهم ان النبيّ صلى الله عليه وسلم قال خيرالدعاء دعاء يوم العرفة الحدیث ،نزهة الناظرين \۹۸

 

حاصل داده چي په دغه ورځ دعا قبوله او مستجابه ګرزي ، نورکه دغه د عا څخه مراد هغه دعا وي   چي حجاج یې په عرفات کښي کوي ، اوکه یې نورمسلمانان په خپلوسیمو کي دلمونځوپه وختونو کي کوي .څکه په حدیث کي مطلق دیوم العرفه تعبیرشوی ، اوپه کوم مکان پوري یې تخصیص نه ده ورکړی .

دلته داخبره هم ضروري ده چي په دغه ورځ د عرفات له غونډۍ څخه   علاوه په نورو سیمو کي ددعا لپاره راټولیدل اویوځای کیدل په دي نیت چي په عرفه حجاج راټول شوي نودهغوۍ دمشابهت په خاطر دلته هم خلک راټولیږي نودابدعت اومکروه ده .لکه زموږ دفقهي په کتابونو کي په دي باندی تصریحات موجود دي .

دعرفي دورځی روژه

دحضرت قتاده رضی الله تعالی عنه څخه روایت ده . . . . چي پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : . . . . زه داګڼم چي لوی خدای ج به دعرفي دروځي روژه دیوکا ل وړاندٍي اویوه کال ورسته ګناهونو کفاره کړي .

عن قتادة رضی الله تعالی عنه . . . الی قوله صيام يوم عرفة احتسب على الله ان يكفرالسنة التى قبله والسنة التى بعده الحدیث   رواه مسلم ،مشكوة باب صيام التطوع ۱\۱۹۵. و نزهة الناظرين ۹۶

هوپه پای کی له دي توروسره   چي لوی خدای دي ددغه ډول نیکو اعمالو توفیق راکړي   مخه ښه کوم .

[ کوه بندي ]

About admin