Home » بېلا بېلي لیکني » دعرفي دورځي شرف اوفضیلت .

دعرفي دورځي شرف اوفضیلت .

دعرفي ورځ د عامو ورځو په شان نه ده په دې ورځ الله جل جلاله  خپلو ملائکو ته په هغه خلکو فخر کوي چي پر عرفات ولاړ وي، د الله د حکم سره سم د حج فريضه اداء کوي، او په دې ورځ الله جل جلاله  د ټول کال د ورځو په نسبت زيات شمير خلک له اوره ازاده وي او مغفرت ورته کوي ، په دې شپه الله پاک د نورو شپو په نسبت ډير زر دعا قبلوي، او دا هغه ورځ ده چي الله جل جلاله خپل وروستنى دين په کي مکمل کړى ده.

د عرفي د ورځي فضايل:

په دې ورځ الله جل جلاله  خپل دين مکمل کړى دى:

په صحيحينو کي د عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روايت دى ،چي د يهودو يو سړي ورته وويل چي: اي امير المؤمنينه ستاسو په کتاب کي يو آيت دى تاسو يي تلاوت کوئ که هغه زموږ د يهودو پر يو چا نازل سوى واى نو موږ به  د هغې ورځي اختر لمانځئ، ده ورته وويل چي: هغه کوم آيت دى؟ هغه ورته وويل چي دا آيت دى: ﴿الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْأِسْلامَ دِيناً﴾ (المائدة: من الآية3.

ده ورته وويل چي: موږ هغه ورځ او هغه ځاى چي پر نبي صلى الله عليه وسلم دا آيت نازل سوى دى پيږندلى مو دئ، چي هغه د جمعي په ورځ اوپر عرفه باندي ولاړ و.

او عمر رضي الله عنه وايي چي دا آيت چي ﴿الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ﴾ د جمعي او د عرفي په ورځ نازل سوى دى، او د خداى شکر دى چي دا دواړه زموږ اخترونه دي.

قال صلى الله عليه وسلم: (يوم عرفة ويوم النحر وأيام التشريق عيدنا أهل الإسلام وهي أيام أكل وشرب) “رواه أهل السّنن”.

وقد روي عن عمر بن الخطاب أنه قال: (نزلت –أي آية (اليوم أكملت)- في يوم الجمعة ويوم عرفة، وكلاهما بحمد الله لنا عيد).

په دې ورځ الله جل جلاله قسم خوړلى دى:

الله تعالی چي کله قسم کوي نو په معمولي شي يي نه کوي بلکې په لوى او ستر شي يي کوي او الله پاک د عرفي په ورځ قسم خوړلى دى نومعلومه خبره ده چي دا هم لويه ورځ ده، لکه الله پاک چي په قرآن کي ذکر کړي ده: ﴿وَشَاهِدٍ وَمَشْهُودٍ﴾ (البروج:3)

د ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دى چي نبي صلى الله عليه وسلم وفرمايل چي: اليوم الموعود څخه د قيامت ورځ مراد ده، او له يوم المشهود څخه د عرفي ورځ مراد ده.رواه الترمذي.

[الف ] عن عائشة رضي الله عنها قالت ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال مامن يوم اكثرمن ان يعتق الله فيه عبدامن يوم عرفة . . . الحديث   رواه مسلم  ، نزهة الناظرين\ ۹۲

ژباړه :  دحضرت  عایشي  رضي الله تعالی عنها څخه روایت  ده چي  پیغمبرصلی  الله  علیه وسلم  وفرمایل : داسي ورځي  نشته  چي  په  هغه  کي دي  لوی  خدای  ج دومر ه زیات  بندګان  دجهنم  له اورڅخه  ازاد  کړي  لکه  دعرفي  ورځ  . . .

دعرفي  دورځي  دعاقبليږي

 

[ب ] وعن عمروبن شعيب عن ابيه عن جده رضي الله تعالى عنهم ان النبيّ صلى الله عليه وسلم قال خيرالدعاء دعاء يوم العرفة  الحديث  ،نزهة الناظرين \ ۹۸   .

 

ژباړه :  دعمروبن شعیب رضی الله تعالی عنه څخه روایت  ده  چي  پیغمبرصلی الله  علیه وسلم  وفرمایل : بهتره  ددعاوو هغه  دعا ده چي  دعرفي په  ورځ  کیږي  .

حاصل  داده چي  په دغه ورځ  دعا قبوله او مستجابه  ګرزي  ، نورکه  دغه  د عا څخه مراد  هغه  دعا وي   چي  حاجیان  یې  په  عرفات کښي  کوي ، اوکه  یې نورمسلمانان  په  خپلوسیمو کي  دلمونځوپه وختونو کي  کوي  .څکه په حدیث  کي  مطلق  دیوم العرفه  تعبیرشوی  ، اوپه کوم  مکان  پوري  یې تخصیص  نه  ده  ورکړی  .

دلته  داخبره  هم  ضروري  ده چي په  دغه  ورځ  د عرفات له غونډۍ څخه   علاوه  په نورو سیمو کي  ددعا لپاره  راټولیدل  اویوځای کیدل  په  دي  نیت  چي  په عرفات کې حاجیان راټول شوي نودهغوئ  دمشابهت په خاطر دلته  هم  خلک  راټولیږي  نودابدعت  اومکروه ده .لکه زموږ دفقهي  په  کتابونو کي  په  دي  باندی تصریحات  موجود دي  .

دعرفي  دورځی روژه

[ ج ] عن قتادة رضی الله تعالی عنه  . .  الی قوله . . صيام يوم عرفة  احتسب  على الله ان يكفرالسنة التى قبله والسنة التى بعده  الحديث   رواه مسلم ،مشكوة باب صيام التطوع ۱\۱۹۵. و نزهة الناظرين ۹۶

ژباړه :  دحضرت قتاده رضی الله تعالی عنه څخه  روایت  ده . . . . چي پیغمبرصلی  الله علیه وسلم وفرمایل : . . . . زه داګڼم  چي  لوی  خدای  ج  به  دعرفي دروځي روژه دیوکا ل  وړاندٍي  اویوه  کال ورسته  ګناهونو کفاره کړي  .

 

 

About admin