Home » درس القرآن » دعبادت لمړۍ بیته

دعبادت لمړۍ بیته

 

قال الله تعالی :  إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِلْعَالَمِينَ (96) فِيهِ آَيَاتٌ بَيِّنَاتٌ مَقَامُ إِبْرَاهِيمَ وَمَنْ دَخَلَهُ كَانَ آَمِنًا ….(97) [آل عمران ]

ژباړه : بیشکه  چې ترټولو لمړنئ خونه (چې  دعبادت لپاره ) جوړه شوی ده خلقوته  هغه همداپه مکه کې ده ، چې ډیره برکت ناکه  اولاره ښوونکې ده خلقوته (دجنت ) په دي کې ښکاره نښانې دي (چې په هغوکې یوهم ) مقام ابراهیم دی ،اوهرڅوک چې ورداخل شي هغه به په امن وي،

تفسیر: لوی خدای جل جلاله له ابتداء څخه  بیت الله شریفه په ظاهري اوباطني ،حسي اومعنوي برکاتوسره  اباده کړي اودټول جهان دهدایت سرچینه یې ګرزولي ، دمځکې په مخ کې چې هرځای دبرکت اودهدایت اثار لیدل کیږي ګویاهغه ټول هم دهمدي مبارکې بیتې (کوټي ) انعکاس اورڼایې ده ، په همدي ځای کې زموږ رسول صلی الله علیه وسلم مبعوث شوی ، اوهمدابیته له ټولونه وړاندي دعبادت لپاره جوړه شوي چې تردي دمخه په نړۍ کې دعبادت لپاره کوم خاص ځای نه دی جوړشوی، اوهمدي ځای ته له درستي نړۍ مسلمانان دحج دمناسکواداء کولو لپاره دعوت شوي ، اومخکنې  انبیاء کرام علیهم السلام  به هم دحج اداء کولو لپاره په ډیر شوق اوذوق سره تلبیه ویونکي همدي ځای ته رسیدل ، داسلام ټول پیروانان  که په شرق کې اوکه په غرب کې ، که په جنوب کې وي اوکه په شمال کې په دي مأموردي چې دبیت الله لوري ته مخونه وګرزوي اولمونځونه اداء کړي،ددي په طواف کونکوباندي عجیب اوغریب انوار اوافاضات ووري،اودلته دابراهیم علیه السلام دمقام وجود دارا ښيې چې دلته دابراهیم علیه السلام پل هم رارسیدلی دی ، اودهغه روڼ تاریخ  داراښیې چې داهمغه تیږه ده چې ابراهیم علیه السلام دکعبې شریفې دبیارغوني لپاره ورباندي دریدلی ،اوددغې تیږي  په شاباندي تراوسه هم دهغه علیه السلام  دقدمونواثرښکاره ده ،په دي سربیره تاریخې روایات هم په دي دلالت کوي چې دغه بیته دنوح علیه السلام له طوفان څخه وروسته  دحضرت ابراهیم علیه السلام په مبارکولاسونوودانه شوي،چې دمرستي لپاره یې اسماعیل علیه السلام  ملګری و ،

About admin