Home » دار الافتاء » حاجة اصلیه کوم څیزونه دي؟

حاجة اصلیه کوم څیزونه دي؟

محترم مفتي ! دحاجت اصليه تعريف اوتحقيق درڅخه مطلوب ده !يعني حاجت اصليه زموږ په حاجت سره اصليه ګڼل کيږي ،اوکه په شريعت کي خپله خاصه طريقه لري ؟ (المستفتي سالک صاحب )

الجواب حامدا ومصليا : فقهاو رح دحاجت اصليه تعريف داسې کړی دی :مایدفع عنه الهلاک تحقیقا اوتقدیرا ….یعني حاجت اصلیه هغه څیزونه دي چې یوتن حقیقة له هلاکت څخه ورباندي راګرزيدلای شي یاهغه څه چې دهلاکت څخه دحفاظت اسباب دي یادهغوئ په مینځ کې  وسائط دي لکه:خوراک،جامه،کور،سوارلۍ ،اودکسب الات اوداسې نورهغه څیزونه چې دژونددتیرولوسره تړاولري  .لکه په اوس وخت کې تلفون ،کولر ،دسوارلۍ موټرسایکل ،موټر  اونور..

کما في المجمع الانهر : ۱/۲۸۶ حاجته الاصلية اي : عما يدفع عنه الهلاک تحقيقا ، اوتقديرا کطعامه ، وطعام اهله وکسوتهما، والمسکن ، والخادم ، والمرکب ، والة الحرف لاهلها ،وکتب العلم لاهلها ، غير ذلک مما لادب منه في معاشه .

وفي العنايه علي ها مش فتح القدير: ( ۲/۱۱۸ ) ولنا انه مشغول بحاجته الاصلية اي معد لما يدفع الهلاک حقيقة اوتقدير ؛ لان صاحبه يحتاج اليه لاجل قضاء الدين دفعا للحبس والملازمة عن نفسه .

وفي ردالمحتار : ۳/۲۱۲/طبع/۱۲ وفسره ابن اي : فسر المشغول بالحاجته الاصلية ، والاولي فسرها وذلک حيث قال : وهي ما يدفع الهلاک عن الانسان تحقيقا ،کالنفقة ودور السکني ، والات الحرب ، والثياب المحتاج اليها لدفع الحر والبرد، اوتقديرا کالدين ؛فان المديون محتاج الي قضائه بما في يده من النصاب دفعا عن نفسه الحبس الذي هو کالهلاک ، وکالات الحرفة، واثاث المنزل ، ودواب الرکوب ،وکتب العلم لاهلها ؛ فان الجهل عندهم کالهلاک .

ولله تعالي اعلم .

كتبه :رازمحمد سباون عفي عنه .

 

 

About admin