Home » دار الافتاء » مهرمعجل اومؤجل

مهرمعجل اومؤجل

محترم مفتي صاحب! مهر معجل اومهر مؤجل كوم ته وائي ؟ كه په دې اړه وضاحت راکړئ احسان به موي !    ملا حضرت علي .

الجواب حامداومصلياوبعد:دمهرمعجل اومؤجل وضاحت دادي:

۱=  مهرمعجل دې ته وايي:چې په وخت دعقد کي نيټه (تاريخ) معلوم نه کړي،په دې صورت کې په زوج باندي مهربالفور لازم دي (يعني زوجه دزوج څخه په هروخت کي دمهر طلب کولاي شي ) .

۲= مهرمؤجل دې ته وايي :چي په وخت دعقد کي دمهرداداءکولونيټه (تاريخ) معلوم کړي،نورکه دغه تاریخ یوه میاشت  وي یایوکال یاله دي زیات اوکم وي (يعني زوجه دټاکلي تاريخ نه وړاندي دمهرطلب نشي کولاي ، نو مهر په زوج باندي بالفورلازم ندي.

كما في البدائع :كتاب النكاح .٢/٥٨٠ هذا اذاكان المهر معجلا بان تزوجها علي صداق عاجل اوكان مسكوتا عن التعجيل والتا جيل…فاما اذاكان موءجلا بان تزوجها علي مهر اجل…وان ذكروقتا معلوما فليس لها ان تمنع نفسها .

وفي الهنديه :كتاب النكاح : وان بينوا قدر المعجل يعجل ذلك…لاخلاف لاحد ان تاجيل المهرالي غاية معلومة نحو شهر اوسنة ،صحيح.

وفي ردالمحتار :٢/٣٥٧ ط/١٢ يجب حملها علي انه المعجل وذلك ؛لان العادة عندهم تعجيل بعض المهر قبل الدخول حتي بعض العلماء الي انه لايدخل بها حتي يقدم شيا لها تمسكا بمنعه صلي الله عليه وسلم عليا ان يدخل بفاطمة رضي الله تعالي عنهما حتي يعطيها شياء فقال:يارسول الله ليس لي شي فقال :اعطها درعك فاعطها درعه .رواه ابوداود ،والنسائي.

وفی کفا یت المفتی :۷/۳۹۱ جواب :مہرمعجل سے مرادیہ ہوتی ہے کہ اس کی ادایَگی فی الفور لازم ہو ، اورموجل سے یہ مراد ہے کہ ادایگی کے لےَ کوی مہلت اور میعاد مقرر کردی جاےَ

والله  تعالي اعلم .

About admin