Home » قرباني [اضحیة] » د ذبح (حلالولو) ځای اوطریقه

د ذبح (حلالولو) ځای اوطریقه

پوښتنه : دقربانی حیوان بايد په کوم ځای باندی ذبح شی بعضی خلق وايي که حیوان ترعقده( کوټک/غوټو) لوړاوپورته ذبح سی اوغوټه یې لاندی ولاړه شی داذبح اوقربانی جائز نده آن بعضو خو دحرمت حکم ورباندی کړی ؟

جواب- ، په مذکوره مسئله کی دعلماء اختلاف ده خو صحیح او راجح قول داده چې ذبح فوق العقده او تحت العقده دواړه جائز ده البته أحتیاط داده چې ذبح او حلالیدل دحیوان بايد تحت العقده وی،

علامه أشرف علی تهانوی رحمه الله په امدادالفتاوی کی پدی مسئله باندی پوره تحقیق کړی چې زما په أن نور تحقیق ته به ضرورت پاته نوی، هغه دتحقیق بعد د دی مسئلی په أخری کی داسی فرمائي !

(دحلت اوحرمت د دواړو قولونواختلاف پدی بنأده چې په ذبح فوق العقده کی قطعه دحلقوم اومري دواړو راځی اوکنه / دحلقوم اومري قطعه کول مشاهدی ته ضرورت لری او په مشاهده معلومیږی له مشاهدی بعد بیا داختلاف هیڅ ضرورت اوګنجا یش نسته، اونه هم اختلاف پاتیږی، چون دثقاتو له مشاهدی قطع دحلقوم اومری په ذبح فوق العقده کی ثابت اومحقق دی له همدی أمله دحلت اوجواز حکم ورکوؤ،

علامه اشرف علی رح )فرمايې ډیر موده کیږی چې مادحرمت فتوی دفقه شریفې له کتابونونقل کړی، خو أوس رجوع کوم اودجواز فتوی ورکوم
(۱)لما فی امداد الفتاوی ۵۳۹/۳ /م/ دارالعلوم کراچې /

الجواب من اشرف علی / حلت وحرمت دونوں قولوں میں اختلاف کا مبنی صرف یہ ہے کہ ذبح فوق العقده میں حلقوم اومری قطع ہوں گی یا نہیں سویہ امر مشاهده کی متعلق ہے کتب مشاهده کی بعد اس میں اختلاف کی گنجایش نہیں اورچونکہ مشاهده قطع کا روایت ثقات سے محقق ہوچکا اسلے حلت کا حکم دیاجاوی گا، مدت ہوۓ کہ احقر نے اس کی حرمت کا فتوی فقہ سے نقل کیا تها ، أب اس سے رجوع کرتا ہوں ،، وان شئت التفصیل فارجع الی امدادالفتاوی من ۵۳۶ / الی ۵۳۹ / ۳

(۲) وفی الحقانیة /۶ / ۴۴۲ / مختصرا تاهم اگر ماہرین ذبح یہ کہیں کہ یہ اعضأء عقد کی اوپر کا   ہو جاتی ہیں تو بلا شبہ جانور حلال ہے لیکن احتیاط اس میں ہے کہ ذبح تحت العقده ہو /

(۳)وفی الهداية /۴۳۵ /۴ /والذبح بين الحلق واللبته وفی الجامع الصغير لا بأس با الذبح فی الحلق کله أعلاه وأسفله ۱۲

(۴)او فتاوی محمودیه /۱۷/۲۴۶. هم دذبح فوق العقده دجواز اوعدم جواز په اړه دفقها ؤګڼ شمیر قولونه نقل کړی په آخر کی پدی فیصله کړی چې ذبح فوق العقده جائز ده !

وقال اختلف العلماء فی حکم المذبوح فوق العقده ، فذهب البعض الی حله والبعض الی عدمه ، والحق ان لاخلاف فی اصل المسئلة ، بل فی الرأی ای هل يحصل قطع اکثر العروق با الذبح فوق العقده ام لا؟ کما قال الشامی ، ونقله السائل فی العبارة السادسة واختار شيخ مشائخنا شيخ الفقه والحديث مولانا خليل احمد السهارنفوری ،

انه يحل اذبا الذبح فوق العقده يحصل قطع اکثر العروق ، وقال شاهدته فوجدته کذلک!!!  

(۵)ومثله فی الدرالمختار ۲۹۴ /۶ /

(۶) ومثله فی العناية علی ها مش الفتح القدیر ۴۱۲ /۸ / والله اعلم باالصواب

About admin