Home » قرباني [اضحیة] » دقربانۍ څاروی باید څومره عمر ولري ؟

دقربانۍ څاروی باید څومره عمر ولري ؟

سوال– هغه حيوانان چې قرباني ورباندي جائز ده بايدڅونه عمر ولري

الجواب– ،غوئيي اوغوا به ددو(۲)کلو وي اوښ اوښه، به دپنځو (۵)کلونو وي ، پسه او اوزه به د(۱)يويو کال وي البة مږ یامیږه ،(یعنی مړیې پسه) که دشپږو(۶)مياشتو وي اودونه غټ اوچاغ وي چې ديوه(۱)کال له والاسره په قداوقامت،کی برابر وي هم قرباني ورباندي جائز ده ، له مږه ماسوي هغه نور حيوانان که تر ټاکل سوي نيټي يوه ورځ  هم کم وي قرباني ورباندي جائز نده،

(۱) لمافي الهداية ۴۴۷ /۴ /والثني منها ومن المعز ابن سنة ومن البقر ابن سنتين ومن الا بل ابن خمس سنين اه وقال قبل هذا الاسطور وقال عليه السلام نعمت الاضحية الجذع من الضان قالو ا وهذا اذاکانت عظيمة بحيث لوخلط بالثنيا ن يشتبه علي الناظر من    بعيد والجذع من الضان ما تمت له ستة اشهر في مذهب الفقهاء۱۲    (۲) و في الهندية ۲۹۷ /۵ /واما سنه فلايجوز شئ مماذکرنا من الابل والبقروالغنم الاالثني من کل جنس والالجذع من الضان خاصة اذاکان عظيمااه وقال ان الجذع من الغنم ابن ستة:اشهروالثني ابن سنة والجذع من البقر ابن سنة والثني ابن سنتين والجذع من الابل ابن اربعة سنين والثني ابن خمس اه    والله اعلم بالصواب                                                                              

سوال که دقرباني حيوان بچي وزيږه وي دغه بچي باندی به څه کوی ذبح دی کاندی اوکه بیه ژوندی صدقه کوی اوکه دی له ځان سره ژوندی وساتی ؟

الجواب،فقهاءدمذهب فرمایې، که دقرباني حيوان بچي وزيږه وي هغه دي له خپلي مور سره يوځائي ذبح کړي او بعضی علماء داهم وايي چې ددی بچی غوښه دی نه خوری بلکی صدقه دی کړی ، البة بهترداده چې دغه بچي ژ وندي ؤفقير ته ورکړي !!!

(۱) لمافي الهندية .۱ ۰ ۳/۵ /فان ولدت ولدذبحها ولدها معها من اصحابنامن قال اه وقال بعد اسطورو التصدق باالولد حيا احب الی کذا في الخلاصه ۱۲

(۲) وفي الشامي ۵۳۵ /۹ / ولدت الاضحية ولد قيل يذبح الولدمعها وعندبعضهم يتصدق به بلا ذبح اه

ولوولدت الاضحية يضحی بالام والولد الاانه لا يأکل من الولد بل يتصدق به فان أکل منها يتصدق بقيمة ماأکل والمستحب ان يتصدق بولدها حيا أه

(۳)وفی احسن الـفــــتاوی / ۵۲۶ /۷ / بحواله خانـــية، ،

(۴) ومثــله فی الهنـــديــة /۳۵۴ /۵ / والله أعلم باالصواب

مسئله- کوم حیوان چې دتیر کال داختر په اول ورځ پیداشوی وي هغه خیوان د همدي کال داختر په اول ورځ نشي قربانی کولائي البته په دویم ورځ يي قربانی جائز ده .اوکه دتیر کال داختر پدویمه ورځ پیداشوې وي دهمدي کال په دریمه ورځ يي قربانی کولايي شي او که په دریمه ور ځ پیداشوي بیا يي قربانی جائز نده /

فتاوی رحیمیه / ۸۸ /۲ /والله اعلم باالصواب

About admin