Home » حج » دحج کولو لپاره څوک په اجاره نیول :

دحج کولو لپاره څوک په اجاره نیول :

احناف ،اسحاق بن راهویه اودامام احمد په مشهور قول کې په حج  عن الغیر کې استئجار نا مشروع دی ،او شوافع دمالکیانوپه ګډون وایې چې جایز دی، لاندینی عبارت کې وضاحت لري :

– ذَهَبَ أَبُو حَنِيفَةَ وَإِسْحَاقُ بْنُ رَاهَوَيْهِ وَهُوَ الأَشْهَرُ عَنْ أَحْمَدَ إِلَى أَنَّهُ لا يَجُوزُ الاسْتِئْجَارُ عَلَى الْحَجِّ ) . المسلك المتقسط ص 288 ، ورد المحتار 2 / 228 ـ 229 ، والمغني 3 / 231 ، والفروع 3 / 252 ، 2)

وَذَهَبَ الشَّافِعِيُّ إِلَى الْجَوَازِ ، وَبِهِ أَخَذَ الْمَالِكِيَّةُ ، مُرَاعَاةً لِخِلافِ الشَّافِعِيَّةِ فِي جَوَازِ النِّيَابَةِ فِي حَجِّ النَّفْلِ (3) . فَلَوْ عُقِدَتِ الإِجَارَةُ لِلْحَجِّ عَنِ الْغَيْرِ فَهِيَ عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ بَاطِلَةٌ ، لَكِنَّ الْحَجَّةَ عَنِ الأَصِيلِ صَحِيحَةٌ ، عَلَى التَّحْقِيقِ فِي الْمَذْهَبِ ، وَيُسَمُّونَ الأَجِيرَ : مَأْمُورًا ، وَنَائِبًا ، وَقَالُوا لَهُ نَفَقَةُ الْمِثْلِ فِي مَالِ الأَصِيلِ ، لأَنَّهُ حَبَسَ نَفْسَهُ لِمَنْفَعَةِ الأَصِيلِ فَوَجَبَتْ نَفَقَتُهُ فِي مَالِهِ (4) .

لنډه ژباړه :په المسلک  المستقط ،ردالمحتارالمغني او الفروع کې لیکلې :چې داحنافواوپه مشهورقول دامام احمد کې استئجاربالحج  عن الغیر نا روا دی ،اوشوافع یې په جواز قایل دي ،همدې قول باندې مالکیان هم تمسک کوي ،که چیرته یې په استئجار بالحج  عن الغیرسره عقد وکړ، دامام ابوحنیفه رح په نزد دا عقد باطل دی ،خو دمذهب تحقیقي مسئله داده، چې حج له اصیل څخه  صحیح دی ،اودوئ دې صورت کې دې اجیر ته مامور او دنایب نوم اخلي او وایې چې دې نایب ته داصیل له مال څخه  نفقه المثل اخستل صحیح ځکه ده، چې ده خپل نفس داصیل دمنفعت  لپاره محبوس کړی و،نو نفقه یې دده په مال کې واجب ده

والله اعلم بالصواب

 

لیکوال : مفتي شاهدحقاني

About admin