Home » حج » په حج کې دتجارت له امله په ثواب کې کمي نه راځي

په حج کې دتجارت له امله په ثواب کې کمي نه راځي

پوښتنه   : یو سړی حج ته ځي لیکن هغه یوڅه سامان هم دتجارت په نیت ورسره وړي آیادداسي سړي حج صحیح کیږي ؟

جواب : حج له مخصوص نیت سره په خاص اوقاتو کې له مخصوص ارکانوسره دمخصوصه  مقاماتو د زیارت کولو نوم دی  چې هغه هم دي سړي پوره کړي دي ، نوځکه ددي سړي حج صحیح ده ،لیکن بیا دي هم په حج کې دتجارت نیت نه کوي

قال ابن نجیم رحمه الله تعالی : وتجریدالسفرعن التجارةاحسن  ولواتجرلاینقص ثوابه  ـ

(البحرالرائق ج ۲ / ص ۳۰۹ کتاب الحج  )

لمافی الهندیة : وتجریدالسفرعن التجارة احسن ولواتجرلاینقص ثوابه کذافی البحرالرائق ـ

الفتاوی الهندیةج ۱/ ص  ۲۲۰ کتاب المناسک . الباب الاول  ) ومثله فی احکام القران ج ۲/ ص ۳۰۹

About admin