Home » حج » ایا میرمنو او ضعیفانوته دشپې له مخي شیطانان ویشتل جائز دي؟

ایا میرمنو او ضعیفانوته دشپې له مخي شیطانان ویشتل جائز دي؟

پوښتنه : ایا کمزوري حاجي اویا میرمنوته  ته جائز دی چې جمرات ( شیطانان ) دشپې له مخې  وولی اوکه جائز نه دي ؟ دلته دسعودي خلک وایې چې هروخت شیطانان ویشتلی شئ که شپه وي اوکه  ورځ  ایا داخبره صحیح ده

جواب : ځوانانو او طاقت لرونکو کسانوته  دشپې له مخي  جمرات ( شیطانان ) ویشتل مکروه دي  البتة دکمزورو خلکو او میرمنو لپاره  دعذر له امله  دشپې له مخي جمرات ویشتل نه یواځي جائز بلکه مستحب دي ، (جامع الفتاوی۵/۳۵۴  بحواله  آپ کي مسائل۴/۱۴۳)

مفتي /محمد

About admin