Home » قرباني [اضحیة] » دبل چا قرباني حلالولو او په قرباني کې دوکالت اړوند څومسائل

دبل چا قرباني حلالولو او په قرباني کې دوکالت اړوند څومسائل

پوښتنه :  دؤ(۲) کسانوقرباني ځان ځان ته رانيولي خودذبح په مهال يوه دبل قرباني ذبح کړه په غلطيا سره داجائز ده اوکنه ؟

الجواب:مذکوره قرباني جائز اود دواړو غاړي خلاصي دي ، خوهريو به خپله قرباني له ذبح بعد وړي

(۱) لمـا في الدرمختار مع الرد محتار ۵۴۴ /الی ۵۴۵ /۹ / ولوغلط اثنان وذبح کل شاة صاحبه يعني عن نفسه علي ما دل عليه قوله غلطاولم يغلطا فيکون کل واحد وکيلا عن الاخر دلالة اه ،

(۲) وفي البزازية علي ها مش الهندية ۲۹۰ / ۶ / غلط وذبح کل اضحية الاخر يجعل کا الذبح باالاذن دلالة ،

(۳) ومثـــله   في الهـــدايــــة ۴ /۴۴۹ /رشيديه ،، والله أعلم بالصواب

پوښتنه :  که يوسړي دقرباني پو سه له بل څخه رانيسي دقرباني په نيت يې ذبح کړي بعد له ذبح دريم سړي دعوه وکړه چې داپسه زما ده ،ايادقرباني کونکي شخص قرباني جائز ده اوکنه ؟،

جواب– ،دمذکوره شخص قرباني هلته صحيح کيږي چې دپسه اصلي مالک ؤ ذابح ته اجازه ورکړي که اجازه ورنکړي بيا صحيح نده

(۱) لما في الهندية /۳۰۳ ۵/ وکذا لواشتري شاة فضحي بها ثم استحقهارجل فان اجاز البيع جاز وان استردهالم يجز کذافی الشرح الطحاوي والله اعلم باالصواب،)

پوښتنه که يوشخص دقرباني په نيت حيوان واخلي دقرباني په ورځ دمالک په ځائ بل شخص دمالک لپاره ذبح کړي بغير داجازي دمالک داقرباني جائزده ؟

الجواب- مذکوره قرباني جائز ده ولوکه يې دمالک له اجازي پرته ذبح کړي وي اوپه ذبح کونکي شخص ضمان هم نشته،خوداهلته چه دمالک لپاره يي ذبح کړی ، أوکه يې دځان لپاره ذبح کړي بیا دمالک لپاره نده مالک دي بله قربانی وکړي أوپه ذابح ضمان هم په واجبیږی ،

(۱) لمافی الهندیة ۳۰۲ /۵ /ولوذبح أضحية غيره عن المالک بغيرأمره صريحا يقع عن المالک ولا ضمان علی الذابح أستحسانا ۱۲

(۲)وفي الدرالمختارمع الردمحتار ۵۴۶ /۹ /ولو شراها بنية الاضحية فذبحها غيره بلااذنه فان اخذها مذبوحة ولم يضمنه اجزاته وان ضمنه لا تجزئه وهذا اذاذبحها عن نفسه واما اذا ذبحها عن مالکها فلا ضمان عليه ،

(۳)وايضا في الشامي قال واذا ذبح اضحية الغير نا ويا مالکها بغير امره جاز ولاضــمان ، اه ،

خو علامه شامي رح)همدلته داسي وايې چې مذکوره تفصيل هلته ده چې خاوند دقرباني دقرباني حیوان ته تعين ورکړی وي اوکه يې دقرباني حيوان معين کړي نوي بيایې قربانی جائز او صحيح نده ،

(۱)لمــا في صــفحة المذکورة، واستــفـيد منـه انـه لوکانـت غيـر معينة لا تجــــزئه ، واللـه اعلم بالصواب

پوښتنه :  زيد خپل پوسه دعمرلپاره قرباني کوي ايا دغه قرباني صحيح ده پرته دعمر له أجازی اوکه دعمر اجازي ته ضرورت شته اودعمرغاړی په همدی قربانی خلا صیږی اوکنه ؟ ؟

الجواب :  مذکوره قرباني جائز نده که دعمر اجازه وي اوکنه وي اونه هم دعمرغاړی له واجبی قربانی ورباندی خلاصیږی ،،

(۱) لمـا في القاضيخان علي الهنـديــة ،/۳/۳۵۲/ رجل ضحي شاة نفسه عن غيره لا يجوز سواءکان با مره لانه لاوجه لتصحيح الاضحية عن الامر بدون ملک الامروالملک للامر لايثبت الا باالقبض لا عن الامر ولانا ئبه ،،

(۲) ومثــــله فی الهنـديــة ۳۰۲ /۵ /باب التـضحيـة بشاة الغيـرأه ،

ذکر فی فتـاوی أبی الليث رحمه الله اذا ضحی بشاة نفسه عن غيره بأمرذلک الغير أوبغير أمره لاتجوز لانه لايمکن تجويز التضحية عن الغير الاباثبات الملک لذلک الغير فی الشاة ولن يثبت له الملک فی الشاة الاباالقبض ولم يوجد قبض الأمر ههنالابنفسه ولا بنا ئبه ۱۲

(۳) ومثـــله فی البحـــر الرائــــق /۸/۳۶۶/ والله أعلم باالصواب ،،                        

پوښتنه : که مسکين قرباني رانيسي دغه د قرباني حيوان مړ شي خوپه نس کي يې بچي وي ژوندي پاته شي دغه بچي باندي به څه کوي ؟

جواب، دغه دقرباني بچي به ژوندي صدقه کوي،

(۱) لمـافي االهنــديـة ۳۰۷ / ۵ /رشيديه ،اشتري المعسر شاة وماتت في ايام النحر وخــرج منــها جنين تصــدق بالولــداستــحسانا،

خو په زادالفقیه /۷۷۸/کتاب الاضحیةکی لیکی، که دغه بچی ضائع شی اویايي ذبح کړی ويي آوؤيې خورې تصدق دقیمة ورباندی واجب ده ،

(۲) قال فان ضاع منه اوذبحه فأکل يصدق بقيمته أه،والله أعلم باالصواب  

پوښتنه :  که يوسړي له بل څخه دقرباني حيوان غصب کړي بيا ورباندي قرباني وکړي داجائز ه اوکنه ؟

الجواب که غا صب ؤمالک ته دحيوان قيمت مخکي تر ذبح ورکړي قرباني يې درست اوصحيح ده ، اوکه يې قيمت بعد له ذبح ورکړي بيا صحيح نده که غني وي بله قرباني په واجب ده !!

(۱)لما في الدرمختار ۵۴۷ / ۹ /لوضحي بشاة الغصب ان ضمنه قيمتهاحية کما اذا باعها وکذا لو اتلفهاضمن لصاحبهاقيمتها هدايه، لظهورانه ملکهاباالضمان من وقت الغصب ،

(۲) وقال الشامي رح في صفحةالمذکورة ،قال في البدائع غصب شاة فضحي بها عن نفسه لاتجزئه لعدم الملک ولاعن صاحبها لعدم الاذن ثم ان اخذهاصاحبها مذبوحة وضمنه النقصان فکذلک لاتجوز عنهماوعلي کل ان يضحي باخري وان ضمنه قيمتهاحية تجزئه عن الذابح الخ ،۱۲

(۳) وفي الهندية /۳۰۳ /۵ / لوغصب من رجل شاة فضحي بها لايجوز وصاحبها باالخيار ان شاء اخذها ناقصة وضمنه النقصان وان شاء ضمن قيمتهاحية فتصير الشاة ملکا للغاصب من وقت الغصب فـتـجوز الاضحــية استحسانا ،

(۳)ومثــله في البــزازيــة علی هامـش ا لهنـديــة /۲۹۱ /۶ .-

پوښتنه : که زيدؤ عمرو   ته وويل چې ته زما وکيل يې زمالپاره قرباني وکړه ،عمرو بيابکر وکيل کړ،بکربيابل سړي وکيل هغه بيابل سړي وکيل کړ د داخري وکيل قرباني واخستله اوسي قرباني دزيد وکړه داقربانی جائزده اوکنه ؟

الجواب: دزيدقرباني هلته جائز چې زيد ورته دقرباني اجازه ورکړي والا فلا ،،،،،،

(۱) لما في الخانية علي ها مش الهندية ۳۵۵ /۳ /رشيديه ،رجل وکل غيره بشراء اضحية فوکل الوکيل غيره ثم فثم، فاشتري الاخير يکون موقوفاعلي اجازةالاول ان اجاز جاز والافلا،،

پوښتنه :  که درو کسان دري پسونه پدي ډول واخستل يوځان ته په(۳۰ ) روفي واخستل اوبل په (۲۰) روفي او بل په (۱۰)روفي خو دغه دري واړه پسونه يې سره يو ځايې کړو اودغه دري واړه سره په ظاهرصورة کي مساوي او برابر ؤو کله چې وخت دذبح شو اوس يې تميز نشي سره کولايې اوس به څه کوي ؟

الجواب: دري واړه به يوبل ته اجازه ورکوي چې ته زما قرباني ذبح کړه، اود(۳۰) والا به نوري (۲۰) روفي صدقه کوي ځکه ددي احتمال شته چې ده دي د(۱۰ )والا ذبح کړي وي اود(۲۰) والا دي (۱۰) روفي صدقه کړي و خو د(۱۰) والا دي هيڅ نه صدقه کوي اوهر يودي خپله ذبح کړي قرباني يوسي سره له اجازي ،اوکه له وهلت (اول واره) په خپل مابین کې یوبل سره وکیل کړی بیا په یوه هم شي نشته ، ټول خلاص دي!

(۱)لما في زادالفقيه /۷۸۰ /وان کان ثلاثة نفراشتري کل واحد منهم شاة فا ضحية احدهم بعشرة دراهم والاخر بعشرين والاخر بثلاثين فاختلط حتي لايعرف کل واحد منهم شاته بعينهاواصلحو علي ان يأخذ کل واحد منهم شاة يضحي بها أجزأتهم ذلک ويتصدق صاحب الثلاثين بعشرين درهم وصاحب العشرين بعشرة درهم ولايتصدق صاحب العشرة بشئ ولکن أذن کل منهم ان يذبحها عنه أجزأته ولاشئ عليه ۱۲

(۲)وفي الهندية ۳۰۵ /۵ / أشتری کل واحد منهم شاة للاضحيةأحدهم بعشرة والاخر بعشرين والاخربثلاثين وقيمة کل واحدة مثل ثمنها فأختلط حتی لايعرف واحد منهم شاته بعينها وأصطلحوعلی أن يأخذ کل واحد منهم شاةالی أخره

لیکوال : م/ابوزبیر

About admin