Home » قرباني [اضحیة] » دقربانی فضیلت أو فوائد

دقربانی فضیلت أو فوائد

دالله تعالی یو عبادت هم داسی نسته چې الله تعالی په مخلوق فرض یا واجب کړی او په هغه کی دبندګانو ددنیا اوأخرت منافع اوفائدی نغښتی نوی قربانی هم یومهم اوپه یوخاص وخت کی یوخاص عبادت دی چې په عظیمومنا فعواوفوائدو مشتمل دی ،
لمړی ، دا چې په قربانی کولو کی امتثال دالله تعالی ددی أمر ده (فصل لربک وأنحر )

اوهم ددی قول درسوالله صلی الله علیه وسلم ، من وجد سعة فلم یضحی فلایقربن مصلانا ، فوزاوسعادت  ددارینوتردغو دواړو امتثالوبیله کوم شک اوشبهه نه موقوف ده ، دویم، داچې لکه څرنګه چې له مذکوره روایاتواوهم له أینده رویاتوپه څرګند ډول معلومیږی چې الله تعالی په قربانی کولو ډیر زیات ګنا هونه بنده ته معاف وی ، دریم ،داچې قربانی کول دالله تعالی دنعمتونو شکر ده او قربانی کول الله تعالی سبب دفراخی اووسعت د زرق دبنده ګرزوی الله تعالی فرمايي (لئن شکرتم لازیدنکم )الایة ،قربانی کول ډیری نوری فائدی او ګټی لری ملاعلی قاری په مرقات کی  حدیث نقل کوی فرمايي چې  رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه عائشه رضی الله عنها سوال وکول  ورته وايي یارسول الله ،زه څه نه لرم دقربانی لپاره قرض وکړم رسو ل الله صلی اله علیه وأله وسلم ورته فرمايي هو، داقرض الله تعالی أداء کوی ،–    موږ دلته په مذکوره أدله ؤدوجوب  اکتفاء کوؤځکه چې طوالت رانشی ،علامه جمیل أحمد تهانوی رح) په خپل کتاب (دلائل وجوب قربانی )کی دوجوب په أرتباط ډیرزیات  دلائل ذکرکړی وأن شئت فارجع الیه  ،دقربانی فضیلت ولوکه له مذکوره نصوص څخه څرګنده معلومیږی ، خوغواړم چې  څونورأحادیث مبارکه دفضلیت په أړه ذکرکړم ، عن عائشة رضي الله تعالی عنها،قال ، قال رسول الله صلي الله عليه وسلم ماعمل ابن ادم يوم النحر عملا احب الی الله من اراقة الدم انها لتأتي يوم القيمة بقرونها واظلافها واشعارهاوان الدم ليقع من الله عزوجل بمکان قبل ان يقع علي الارض فطيبو ا بها نفسا،رواه ابن ماجه  والترمذي،مشکوة /۱ /۱۴۱ / الترغيب/۱ /۲۸۱

ترجمه ، له عائشة رضی الله تعالی عنها  نه  رواية ده وايي رسول الله صلي الله عليه وسلم   وفرمائل نده يوعمل له اعمال دابن ادم په ورځ داختر محبوب ؤ الله تعالی ته تر تويه ولو اوبهولو دوينودقرباني او دغه قرباني به په ورځ دقيامة سره له اظلاف اوويښتانوراشي اودغه وينه دالله تعالی په نزدهغه مهال لاقبوله اودرجی داجابت ته رسیږی چې په ځمکه لا توئي شوي نوی  اوځمکی ته رسيدلي نوي ، تاسو خوشحال کړي ور باندي خپل نفسونه ،،

عن زيد بن أرقم رضي الله عنه)قال قال أصحاب رسول الله صلي الله عليه وسلم يا رسول الله ماهذه الاضاحي قال سنة أبيکم أبراهيم عليه السلام قالو فمالنافيها يارسول الله قال بکل شعرة حسنة قالو فا الصوف يا رسول الله قال بکل شعرة من الصوف حسنة ، رواه أحمد وأبن ماجه ،مشکوة /۱ /۱۴۱ /

ترجمه ،زيد بن أرقم رضي) روايت کوي فرمايې چې أصحاب درسو ل الله عرض وکړو يا رسول الله دغه قرباني دڅه لپاره دي رسول الله ورته وويل چې داستاسود پلارأبراهيم عليه السلام سنت ده، صحابه کرامو بيا عرض وکړويا رسول الله  زموږ لپاره څه پکښي شته رسول الله وفرمايل ستاسو لپاره په هرويښته دقربانی يوه يوه نيکي ده بيايې عرض وکړو چې په وړيوکي څنګه ده رسو الله ورته وفرمايل چې دوړيو په هرويښته هم يوه يوه نيکي ده ،،

وروي عن سالم بن ابي الجعد ان النبي صلي الله عليه وسلم، قال لفا طمة رض)قومي الی اضحيتک فان الله تعالی يرفع عنک ذنوبک عند اول دفعة من دمها يعني اول قطرة قال عمران بن الحصين اخاصة لک يا رسول الله ولاهلک اولعامة المسلمين ، قال بل لعامة المسلمين ، وايضا في الفقه الاسلامي /۲۷۳۴ /۴ /لقول النبي صلي الله عليه وسلم  لفاطمة رض، قو مي الی اضحتيک فاشهديهافانه يغفر لک عند اول قطرة من دمها کل ذنب عملتيه ، روي من حديث عمران بن حصين  عندالحاکم والبيهقي والطبراني

ترجمه ، له سالم بن جعدان ( رض) نه رواية ده وايي چې رسول الله صلي  الله عليه وسلم ، وويل ؤ فاطمة رض، ته ولاړه شه ودريږه خپلي قرباني ته ځکه چې الله تعالی ګناهونه درعفوه کوي په اول څاڅکي دوينه باندي سالم عرض وکو يا رسول الله دا ستا اوستا داهل لپاره خاص ده اوکه دټولومسلمانولپاره هم ده رسول الله (ص) وويل دټولو مسلمانو لپاره هم ده ،،،،

عن عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه،في حديث طويل ، قال والثالث يوم النحر فاذاکان يوم النحر وقرب العبدقربانه فاول قطرة من القربان تکون کفارة لکل ذنب عمله العبد،رواه المشکوة/۲ /  ترجمه ، له عبد الله بن مسعود ،رض،په يو دراز حديث کي داالفاظ نقل شوي دي ،دريم ورځ دقرباني ده کله چې دقرباني ورځ شي او بنده خپلي قرباني  ته نزدي شي اول څاڅکي دقرباني دا کفاره دټولو ګناهونه ده،

وفی البدائع الصنائع /۵//۷۱//وأما الذی یجب علی الغنی دون الفقیر فما یجب من غیر نذر ولا شرأء للاضحیة بل شکرأ لنعمة الحیات وأحیاء لمیراث الخلیل علیه  الصلاة والسلام  وعطیة علی الصراط ومغفرة للذنوب ومکفیرا للخطایاعلی ما نطقت بذلک الاحا دیث الخ

About admin