Home » قرباني [اضحیة] » دقرباني مختصر تاريخ

دقرباني مختصر تاريخ

قرباني په عرف کي ديو حيوان ذبح لدي کبله کول چې تقرب اونزديکت دالله عز وجل ، انسان ته حاصل شي ، قرباني له هغه وخته راشروع شوي کوم وخت چې ادم عليه السلام دينا ته تشريف راوړي اودينا أبادشوي ،تر ټولو اولني قرباني په دنياکي دحضرت أدم علي نبينا وعليه السلام ،د دوو زامنو چې يو هابيل ، او بل قابيل ، ؤکړي ، الله عز وجل ، فرمايي( اذقرباقربانا) يعني کله چې دوي دواړو يوه يوه قرباني پيش کړه )

علامه ابن کثير رحمه الله دابن عباس رضي)رواية ددي أيت کريمه په تفسير کي نقل وي ، وايي ، هابيل يومين ډهي ،کو کهالیا ، اور قابيل ،یعنی  دخپلي زمکي حاصلات څخه يي څه راوا خستل اود قرباني لپاره يي پيش کړو حسب معمول له اسمان څخه اور نازل شو دهابيل قرباني يي وسوځله،اودقابيل قرباني پاته شوه ،دمخکي انبياء عليهم السلام په زمانه کي  دقرباني دقبليدو يا نه قبليدو علامه دا وه چې له اسمان به اور نازليدل  چې کوم قرباني به اور وسوه ، هغه به قبوله وه او کوم قرباني چې به اور و نه سوه هغه به قبوله نه وه ، قال الله تبارک وتعالی ،  ،(بقربان تأکله النار ) سورة أل عمران ،  يعني هغه قرباني چې اوريي ؤخوري  ) په أل عمران کي داقصه مفصل ذکر شوي، په هغه زمانه کي چې به کوم مال مجاهدينو له کفارو په غنيمت ونيول هغه ته به هم له اسمان اور نارليدو او هغه بيي سوه زول اودغه به دجهاد دقبليدونشان او علامه وه، مجاهدينو تيه خوراک جائز نؤو،

خو په امت محمدي علي صاحبها الف الف تصلية ، باندي د الله عز وجل يو خصوصي انعام ده چې دقرباني غوشي او دغنيمت مال بلکي ټول صدقات واجبه او نفلي  ورته حلال ګرزول شوی ، حديث شريف کي دالله پيغمبر صلي الله عليه وسلم دهغه خصوصي فضائلو او انعاماتو له جملی څخه چې الله رب العزت  دته اعطاء کړي ،دغه أنعام  ذکر کړي ، فرمايي (احلت لي الغنائم )  يعني ماته غنيمتونه حلال ګرزيدلي ،

  دحيوان قرباني دحضرت أدم عليه السلام په زمانه کي عبا دت اود  تقرب الهي علامه وه، دقرباني يوه خاص طريقه ،وه هغه داچې له اسمان به اور نازليدل او هغه بيې سوځول دا سوځول دقرباني دقبليدو نشان ؤ او ترزماني درسول الله دټولوسابقو أنبياء عليهم السلام په دور کي جاري ؤ ، قرباني يوأهم عبادت او له شعا ئر و داسلام څخه ده ، دجاهليت په زمانه هم د يو عبا دت په حيث خلقو ګڼله اودمذهبي رسم په طور يې لمانځله  خو دبتانو اويا دمسيح په نامه ،کله چې سوره کوثر نازل سوالله تعالی خپل محبوب پيغمبر ته حکم وکو لکه ځنګه  لمونځ کول له الله تعالی پرته بل چا ته نده روا همدغه ډول قرباني کول له الله تعالی ما سوي  دبل چاپه نامه  نده روا، رسول الله (ص ) له هجرة بعد په مدينه منوره کي پوره لس (۱۰)  کال زندګي کړي په لسو سره کلونو کي ئي  په پا بندي سره قرباني کړي ، (مأخذازرسائل مونالا رفعت قاسمي ) ج(۳ ) ص(۱۳ )

About admin