Home » حج » داحرام په حالت کې دماسک استعمال

داحرام په حالت کې دماسک استعمال

پوښتنه : محترم مفتي صاحب:ایاموږکولی شو داحرام په حالت کې ماسک استعمال کړو؟

الجواب:حامداومصلیاوبعد: داحرام په حالت کې دمحرم لپاره په مخ باندي ماسک یابل څه اغوستل صحیح نه دي ،خوکه له دې سره سره بیاهم څوک ماسک استعمال کړي نوکه پوره یوه ورځ یاشپه ماسک استعمال کړي نو دم (یعني دپسه ذبح کول) ورباندي لازم دي اوکه تریوه ورځ کم یې استعمال کړي نوبیابه ۲کلوغنم یادهغوی قیمت صدقه کوي.

لما فی ’’ حاشیۃ الطحطاوی علی مراقی الفلاح ۷۴۱،۷۴۲، کتاب الحج ، باب الجنایات، مکتبۃ شیخ الهند دیوبند ‘‘ : (الجنایۃ) هي علی قسمین: جنایۃ علی الإحرام وجنایۃ علی الحرم ۔۔۔۔۔۔ وجنایۃ المحرم علی أقسام : منها ما یوجب دماً، ومنها ما یوجب صدقۃ هی نصف صاع من بر، ومنها ما یوجب دون ذلک، ومنها ما یوجب القیمۃ وهی جزاء الصید۔۔۔۔۔۔ فالتی توجب دماً هی ما لو طیب محرم بالغ عضواً، أو خضب رأسه بحناء، أو ادهن بزیت ونحوه، أو لبس مخیطاً، أو ستر رأسه یوماً کاملاً۔۔۔۔۔۔۔ والتی توجب الصدقۃ بنصف صاع من بر أو قیمته هی ما لو طیب أقل من عضو أو لبس مخیطاً، أو غطی رأسه أقل من یوم ۔

وفی’’الدر المختار مع الشامیۃ۳/۴۳۹، مطلب فیما یحرم بالإحرام ‘‘: وستر الوجه کله أو بعضه ۔درمختار۔ قال العلامۃ ابن عابدین: قوله: (کله أو بعضه) لکن فی تغطیۃ کل الوجه أو الرأس یوماً أو لیلۃ دم ، والربع منهما کالکل ، وفی الأقل من یوم أو من الربع صدقۃ کما فی اللباب ۔

و فی’’ اللباب فی شرح الکتاب ۱۸۱؍۱۸۲، کتاب الحج، باب الجنایات ‘‘ : وإن لبس ثوباً مخیطاً أو غطی رأسه یوماً کاملاً فعلیه دم، وإن کان أقل من ذلک فعلیه صدقۃ ۔

والله تعالی اعلم

کتبه:م/ محمد

About admin