Home » درس الحديث » دحج یوسترفضیلت !

دحج یوسترفضیلت !

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ حَجَّ فَلَمْ يَرْفُثْ وَلَمْ يَفْسُقْ غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ (تحفة الاحوذي )

ژباړه  : حضرت ابوهریرة رضی الله تعالی عنه فرمایې : چې دخدای رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې حج وکړي او(دحج په مهال ) له جماع څخه ځان وساتي او فسق هم ونه کړي نومخکې کړي ګناهونه به ټول ورته معاف شي،

تشریح : یعني که په تاسوکې څوک حج کوي نوهغه دي ډیر احتیاط کوي نه دي دجماع خبري کوي اونه دي خپله داحرام په حالت کې جماع کوي اونه دي بل کوم دفسق کارکوي ،لکه جنګ جګړي ، ښکنځل اوپوچ ویل اوهسي عبث دي خپل وخت نه تیروي ، دایوډیرمبارک وخت دی چې که انسان دلته ښه په عجزسره دغه عبادت اداء کړي نو لوی خدای جل جلاله به ټول ګناهونه وروبخښي ،ځکه په یوداسي حالت کې حاجي صاحب قرارلري چې دخالق اومخلوق راز هم ورته ویلی شو نو په دي حالت کې چې  څوک له داسي بدواوبیکارواعمالو په ترسره کولو څخه نه راګرزي ،نوپه حقیقت کې ددي انسان په جهل اوګمراهي دلالت کوي.

About admin