Home » درس القرآن » دحج فریضې ته دخلګو ورتلل !

دحج فریضې ته دخلګو ورتلل !

 

قال الله تعالی :   وَأَذِّن فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِن كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ* لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُم مِّن بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ .الحج ۲۷

ژباړه  : [الله تعالی ابراهیم علیه السلام ته امر وکړ چې ] اعلان وکړه په خلقوکې دحج داداء کولو دپاره چې راشي حاجیان تاته [دغه بیتي ته ]پلي او په هر ډنګر اوښ چې راځې له هرو ستغو ژورو لارو ، ،ددي دپاره چې حاضرشي دغه خلق خپلو دنیوي اواخروي ګټو ته ،اوچې یادکړي دالله نوم په هغوڅومعلوموورځوکې    دلوی اختر  په ذبح دهر هغه حیوان چې ورکړی دی الله دوئ ته له بې ژبو چارپایانونه ،

تفسیر: کله چې کعبه ودانه شوه نو حضرت ابراهیم علیه السلام په یوه هسک غره باندي ودرید اوداسي اواز یې وکړ چې ،ای خلقو لوی خدای جل جلاله په تاسو حج فرض کړی دی ! حج  ته راشئ ،لوی خدای جل جلاله دغه اواز په هرځای کې هرروح ته ورسول ،اودهرچالپاره چې حج په تقدیرکې لیکل شوی و دهغه روح دغه غږ ته په لبیک سره جواب ورکړ ، اوداهم دهغه شوق پټي سکروټي دي چې په زرهاؤ پیاده کسان هم دحج دسفرتکالیف ګالي اودبیت الله په لیدلو خپلي سترګې رڼوي، اوډیر زیات خلق خوداسي هم دي چې له ډیر ه لیري لیري څخه دحج سفرونه کوي ،چې دډیر سفرله کبله یې سوارلۍ یومخ ډنګري شي، چې په حقیقت کې دادهغه دعااثردی چې حضرت ابراهیم علیه السلام کړي وه چې فاجعل أفئدة من الناس تهوی الیهم

اولکه څرنګه چې معلومه ده چې دحج سفراصلي مقصدخو ددنیوي اواخروي ګټو حاصلو ل دي مثلادحج اوعمري اونوروعباداتو په ذریعه دالله تعالی خوښي حاصلول اودروحاني ترقیاتو لوړو مقاماتو ته رسیدل ،لیکن ددغې لوئي اجتماع په ضمن کې ډیرزیات سیاسي تمدني اواقتصادي ګټي هم حاصليدای شي ، اوپه دغه مبارکوورځو دحج له ارکانو راپه دي خوا بیاترټو لو غوره عبادت دادی چې دیوه حیوان په حلالیدلو سره دلو ی خدای جل جلاله نوم یادکړل شي،

About admin