Home » بېلا بېلي لیکني » د ذوالحجة دلمړۍ لسیزي فضائل

د ذوالحجة دلمړۍ لسیزي فضائل

که له یوه پلوه متعال خدای جل جلاله دي امت  ته دنورو امتونو په پرتله مختصره اوکوتاه،زندګي ورکړي خو له بل پلوه يې ورسره بی ساري او عظیم احسانونه کړي چې په نورو امتونوکي هغه ډير کم ترسترګو کیږی ، ددی سترو او لويو احسانونو له جملی نه یو داده چې

الله تبارک وتعالی ددي اخېرني امت لپاره داسي خاص اوځانګړي مواقع اووختونه ټاکلي او پيدا کړي چې په هغو کي په ډير کم بدني اویامالی عباداتو،متعال خدای (جل جلاله) خپل بنده ته بې شميره اجرونه أو ثوابونه ور کوي او سبب دعفوي دزیاتو ګناهونو یې ګرزوي، دالله جل جلاله) دقرب او سبب دوصول د  لازياتونعمتونو اوهم سبب دخاتمي په ايمان ګرزوي ، اوپه دی سربيره  ددنيا اواخرت نوري ګڼې منافع اوګټي په کښی  نغښتي اوپرتي دي ،له همدي جملي نه يو هم دذي الحجة لمړۍ لسیزه ده ، چې الله رب العزت خپلو بنده ګانوته په خپل مقدس کتاب قرأن کريم کي اوهم دخپل محبوب پيغمبرحضرت محمد صلي الله عليه و اله وسلم په خوله مبارک ښودلي دي ،اوديته يې هڅه ولي چې دغه مبارکي شپي  دالله تعالی په عبادت په پوره خلوص اوتوجه  دزړه سره ژوندي وساتي ، ترڅو مستحق اومصدر دزيات اجر اوثواب وګرزي ، فقهاؤدمذهب هم ددغو شپو عبادت مستحب بللی،کما ذکرفی کتب الفقه غيرمرة،فتاوی محمودیه۲/۳۳۵

وفي الحديث ،عن ابن عباس رضی الله عنه )قال رسول الله صلی الله علیه وسلم ، ما من ایام العمل الصالح فیهن احب الی الله من هذه الایام العشرة ، رواه البخاری ،

ترجمه ،رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل ،څومره چې نیک اعمال الله تعالی ته پدی لسو ورځو کی  محبوب دې  په نورو ورځو کی ورته دومره محبوب ندې ، مولانا رفعت قاسمی ددې حدیث په تشریح کی لیکی ، لکه ځنګه چي  دهفتی په اوو(۷) ورځو کی جمعه ، دکال په دولسو(۱۲) میاشتوکی روژه د روژي په درو (۳)عشرو کی اخېره  عشره یو خاص فضیلت لری همدا شان  الله تعالی دذي الحجة لومړی لس(۱۰) ورځي هم دفضل او رحمت خاص اوځانګړی ورځې ټا کلې دي حج يی هم په همدی ورځو کی مقرر کړی دی بهرحال دادالله تعالی درحمت یوه ځانګړی عشره ده په دی ورځو کی الله جل جلاله )  ته دبنده هرنیک عمل زیات محبوب  اود الله په نزد ستر اوعظیم ارزښت لری ،،رسایل مولانا  رفعت ج۳-ص۱۱- بحواله معارف الحدیث ج۳- ص۴۱۷—

و روي عن معاذ بن جبل( رضی الله عنه ) قال،قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم  )قال من أحيأ الليالي الخمس وجبت له الجنة ليلة التروية  وليلة العرفة وليلة النحروليلةالفطروليلة النصف من الشعبان ،رواه الاصفهاني الترغيب والترهيب۲۸۰ / ۱

  ترجمه ، له معاذ بن جبل رضی الله عنه څخه روایت ده فرمایې چې رسول الله صلی الله وسلم وفرمائل، کوم څوک چې ژوندی کړې دغه پنځه(۵) شپی په عبادت سره دهغه لپاره به جنت واجب شی )له  هغو پنځو شپو څخه یوه هم دترویي (یعنی د أتم شپه ده ،دویم، دعرفات شپه ده ،اودریم، دلویې أختر شپه ده ،او څلرم، دکوچنی أختر شپه ده ،اوپنځمه ،پنځلسم (۱۵ ) دشعبان یعنی  دبرات پنځلسمه شپه ده ،  ،،،

وايضا فی الحدیث ، عن ابی امامة رضی الله عنه )عن النبی صلی الله علیه وسلم ، من قام لیلتی العیدین  محتسبا لم یمت  قلبه یوم  تموت القلوب ، رواه ابن ماجه  ، الترغیب والتر هیب ج ۱-ص ۲۸۰

ابی امامة رض) روایت کوی فرمايې رسول الله صلی الله علیه وسلم ، وفرمایل ، څوک چي داخترونو دواړې شپې داجر اوثواب په امید اوهیله په عبادت ژوندی کړي دهغه زړه به په هغه ورځ ونه مرې په کومه ورځ چې دخلګو زړونه (له ويری اوهیبت دقیامت ) مرې،

علماء فرمایي دقیامت ورځ هغه له هیبته او ويری ډکه ورځ ده چې خلګ به دزیاتې ويری له امله مرګ ته تر ژوند ترجیح ورکوی خو کوم څوک چې  ددي ورځو په مبارکو شپو کي  خپل زړه دالله تعالی په ذکر او عبادت ژوندی  وساتي دقیامت په ورځ  به ورته له مذکوره خوف اوويری  آمن  اوسکون ور  په برخه  شې  ،،اللهم ثبت اقدامنا، علی الصراط  یوم   تز ل الا قدام   ،وبيض وجوهنا یوم تسود الوجوه ،،امین،

هغه نصوص أودلائل چې په فضيلت دلمړي  عشري  دذي الحجي کی وارد شوي په دوه قسم دي لمړی، هغه نصوص اودلائل دي  چې په فضيلت دټولي عشري د ذي الحجې کی وارد شوي ،

دويم هغه نصوص أو(دلائل)دی چې په فضيلت د بعضو مخصوص ورځودعشري کی  وارد شوي ،له هغه نصوص او دلائلو چې دټولي عشري په فضيلت وارد شوي ،یو هم  دا قول دالله تبارک وتعالی ده ،والفجر وليال عشر،الاية (۱)سورة الفجر، پاره (۳۰) مفسرعلامه ابن جرير الطبري رحمه الله)پخپل تفسير( الطبري)/۳۰ /۱۶۸ /کې ليکي داهل التاويل په دغوليال عشروکې اختلاف ده دبعضو په نزدله دغو  ليال عشرو څخه دغه لس (۱۰) ورځې يعني  دذي الحجې لمړۍ لسیزه مراد دي ،

فرمايې :قال ثنا ابن بشارثنا ابن ابي عدي وعبد الوهاب  ومحمدبن جعفرعن عوف عن زرارة عن ابن عباس رضي الله عنه ، قال هي ليال عشر الاول من ذي الحجة ،

اوهمدا ډول له عبد الله بن زبير، رضي الله عنه ،څخه رواية کوي ، قال حدثني يونس اخبرنا ابن وهب اخبرني عمر بن قيس عن محمد بن المرتفع عن عبدالله بن زبير ، وليال عشر اول ذي الحجة الی يوم النحر ،

همداډول مفسرحضرت مولانا قاضي ثناءالله پاني پتي رحمه الله، په تفسير مظهري /۷ /۴۰۰ / ط رشیدیه ،کي ليکي له ليال عشرو څخه لومړی عشره  دذي الحجة مراد دي ،

قال روي عن ابن عباس رضي الله عنه ، انها العشر الاول من ذي الحجة ، وهوقول قتادة ومجاهد والضحاک والسدي والکلبي عن ابي هريرة رضي الله عنه قال قال رسوالله صلي الله عليه وسلم ، ما من ايام احب الی الله ان يتعبد فيها من عشر ذي الحجة يعدل صيام کل يوم منهابصيام سنة وقيام کل ليلة منهابقيام ليلة القدر ، رواه تر مذي في باب صوم باب /۵۱ / وابن ماجه في الصيام ،باب /۹ / ۱۲

ترجمه ، له ابي هريرة رضي الله عنه څخه رواية ده فرمايې چې رسوالله صلي الله عليه وسلم و فرمائل،  نده يوه ورځ له ورځوچې په هغه کي عبادت کول  ؤ الله تعالی ته ډير خوښ اومحبوب وي تر ايام دذي الحجي ، دهري ورځي  دروژي ثواب يې دکال د روژو له ثواب سره برابرده اودهري شپي عبادت کول يې د ليلة القدر دشپي له عبادت سره برابراو مساوي ده،رواه ترمذي وابن ماجه ،!

  مفسرعلامه ابن کثير رحمه الله هم په خپل تفسيرابن کثير/۶ /۴۴۹ / کي ليکي له( ليال عشر) وڅخه عشر ه دذي الحجي مراد دي ،

قال وليالی العشر المراد بهاعشر ذي الحجة کا قاله ابن عباس وابن زبير ، ومجاهد ، وغيرواحد من السلف والخلف وقد ثبت في صحيح البخاري عن ابن عباس مرفوعا، ما من ايام العمل الصالح احب الی الله فيهن العمل من هذه الايام يعني عشر ذي الحجة  قالو ولا الجهاد في سبيل الله قال ولاالجهاد في سبيل الله الارجلا خرج بنفسه وماله ثم لم يرجع من ذلک بشئ، اخرجه البخاري والتر مذي وابن ماجه واحمد ،

 ترجمه :له ابن عباس رضي الله عنه ، اوابن زبير ، اومجاهد،اوله نورو متقدمينو اومتأخرينو علماء څخه رواية کړ شوي ده اوپه بخاري شريف کي له ابن عباس رض)په مرفوع حديث رواية شوي ده ، چې رسول الله صلي الله عليه وسلم و فرمائل، نشته يوه ورځ له ورځو چې په هغه کي نيک عمل ؤ الله تعالی ته زيات  محبوب وي، تر دغه ورځو دذي الحجي يعني تر عشرو دذي الحجي ، صحابه ؤ عرض وکول يا رسوالله تر جهاد فی سبیل الله  هم افضل ده رسول الله ، وويل تر جهاد في سبيل الله هم افضل ده ما سوي له هغه سړي چې دالله په لاره کي ووزي پخپل نفس اومال سره او هيڅ هم بيرته واپس اوستون نکړي ، رواه البخاري ، /۹۶۹ /وابو داود۲۴۳۸ /والترمذي ۷۵۷/

او حضرت مولانامفتي محمد شفيع، رحمه الله ، هم په خپل تفسير معارف القرأن کي ۱۴۹ /۳۰ / پښتو)کي ليکي ، دويم شي په کوم  چې قسم دي دغه ليال عشره يعني لس شپي  دي دحضرت ابن عباس رض، اوقتادة ،مجاهد ،سدي ،کلبي ،ضحاک،امامانو دتفسير په نزد دذي الحجي اولني لس شپي مراددي، اوابوالزبيردحضرت جابررض،نه روايةکړي ده چې په خپله نبي کريم صلي الله عليه وسلم د(والفجر وليال عشر)، په تفسير کي فرما ئلي دي چې ددي نه مرادشپي دذي الحجي دي حضرت ابن عباس رض)فرمايي چې دالس  شپي هغه دي کومي چې دحضرت  موسي عليه السلام په قصه کي راغلي دي ،،( واتممناهابعشر )ځکه چې دا لس شپي  دکال په ورځوکي افضلي دي ، امام قرطبي فرمايي چې دحضرت جابررض،په ذکرشوي أيت سره دورځو غوره والی دعشره دذي الحجي معلوم شو ددي نه معلوميږي چې دحضرت موسي عليه السلام دپاره هم دالس شپي دذي الحجة مقررکړ شوي وي ، !!!

مفسرين علماء وايي په کوم شي چې الله عز وجل قسم کوي اصل دهغه شي تعظيم ته اشاره وي  دلته هم الله عز وجل په ليال عشرو دذي الحجة او هم په ورځ دعرفه او په ورځ دنحريعني داخترپه ورځ  قسم کړی پدي کي ددغو درو سرو تعظيم اوعظمت  ته اشاره ده لکه علامه ابن کثير رحمه الله په ۴۵۰ /۶ / کي ليکي ،

 قال الامام احمد حدثنا عياش بن عقبه حدثني خير بن نعيم عن ا بي زبير عن جابر رضي الله تعالی عنهم عن النبي صلي الله عليه وسلم ، قال ان العشر عشر الاضحي والوتر يوم عرفة والشفع يوم النحر ،

ترجمه ،له جابر رض)رواية فرمایې رسول الله صلي الله عليه وسلم ، وفرمائل ، عشره،، عشره داختر دي اووتر يوم عرفه ده ، اووالشفع يوم النحر ده،

اوامام منذري رحمه الله هم پخپل کتاب الترغيب والترهيب /۱ /۲۹۹ / باب فضلت يوم عرفة،کي پدي ارتباط  حديث نقل کړي ،

وعن الاوزاعي رضي الله عنه ، قال بلغني ان العمل في الیوم من ايام العشر کقدرغزوة في سبيل الله يصام نهارهاويحرس ليلها الا ان يختص امرؤبشهادة قال الاوزاعي حدثني بهذالحديث رجل من بني مخزوم عن النبي صلي الله عليه وسلم، رواه البيئهقي ،

ترجمه، له امام اوزاعي رحمه الله څخه رواية فرمايي ما ته داخبره رسيدلي چې  نيک عمل په عشرو دذي الحجة کي ددي د ثواب اندازه دونه ده لکه سړي چې دالله په لاره کي غزاء کړي، دورځي له مخه روژه نيسي او دشپي له پلوه پيره داري کوي ، ما سوي له هغه سړي چې په شهادت خاص کړشي اوشهيدشي،،،

وايضا في التر غيب والترهيب ۱/۲۹۹ /عن سعيد ابن جبير ، عن ابن عباس رضي الله عنهماقال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم ، ما من ايام افضل عندالله ولاالعمل فيهن احب الی الله عز وجل ،من هذه الايام يعني العشر فا کثر وا فيهن من التهليل والتکبير وذکرالله وان صيام يوم منها يعدل بصيام سنة والعمل فيهن يضاعف بسبعمأةضعف ،

ترجمه، سعيد بن جبير له ابن عباس رض، هغه له رسوالله صلي الله عليه وسلم څخه رواية کوي فرمايي ، نده يوه ورځ له ورځوبهتره اونده يوعمل له اعمالوخوښ اومحبوب  په نزد دالله تعالی باندي تر دغه عشره ؤ دذي الحجي تاسو تسبيح اوتکبيرواياست اوذکردالله تعالی پدغه،ورځوکي زيات کوي ، اوديوي ورځي روژه ددغو ورځو، په ثواب کي ديوکال له روژو نيولو سره دبل وخت  برابرده اوپه همدی ورځوکې  دیو نيک عمل کولوپه بدله کې  دنورو ورځوپه پرتله  په اوه(۷۰۰)سوه درجي زیادة ثواب خداوند متعال) ورکوي، ،دعشرو دذي الحجي دفضېلت  په ارتباط ډير زيات احاديث مبارکه موجود دي خو دلة په مذکوره احاديثو مبارکو اکتفاء کؤوځکه که ټول ذکر کؤو زيات طوالت ته رسيږي  ،

اوهغه نصوص أو دلائل چې دبعضوځانګړو او مخصوص ورځودعشري دذي الحجة په فضيلت کی وارد شوي دي یوهم داقول درسول الله صلی الله علیه وسلم ده ،قال صيام يوم عرفة آه) خو أولاباید داووایم چې لدغو مخصوص ورځو څخه يوه هم دعرفات ورځ ده چې دذي الحجي د(۹)ورځ ده/ دعرفی دورځي په فضېلت  کي هم ډير زيات احاديث مبارکه وارد شوي دهغو له جملي نه ، څورواية ذکرکوو،صاحب دمشکوة داحديث له ابي قتادة رض، څخه رواية کړي ده حديث  دراز ده خو موږ مختصرا دحديث اخيري الفاظ نقل کوو،

قال صيام يوم عرفة احتسب علي الله ان يکفر السنة التي قبله والسنة التي بعده وصيام عاشوراء احتسب علي الله ان يکفر السنة قبله ،رواه مسلم، مشکوة ۱ / ۱۹۵ / باب صيا م التطوع ،

ترجمه ، ابي قتادة رض، وايي چې رسول الله ص، و فرمائل دعرفات دورځي روژه نيول زه اميد لرم چې الله تعالی به دغه روژه  دتير شوی کال اواينده کال دګناهوکفاره کړي، اودعاشورا دورځي روژه نيول  زه اميد لرم چې الله تعالی به دا کفاره کړي دتيرشوي کال دګناهونو،

وعن عائشة رضي الله عنها،قالت ان رسول الله صلي الله عليه وسلم ،قال مامن يوم اکثر من ان يعتق الله فيه عبدا من يوم عرفة وانه ليدنو ثم يباهي الملئکة فيقول ما اراد هؤلاء ، رواه مسلم ،

ترجمه ،له عائشة صديقي رض، رواية ده چې رسوالله صلي الله عليه وسلم ، وفرمائل نده يوه ورځ له ورځو چې الله تعالی اذاد وي له عذاب ډير بندګان ماسوي دعرفات له ورځي او الله تعالی خپلو بندګانو ته نزدي کيږي اوباندي فخر کوي ملئکه ؤته وايې ؤګوري زما بندګان څه أراده لري په خپل عمل سره،

وفي الترغيب والترهيب /۲۶۰ /۱ ط  سعیدیه،

عن ابي قتادة رضي الله قال سئل رسول الله صلي الله عليه وسلم ، عن صوم يوم عرفة قال يکفر السنة الماضية والباقية  رواه مسلم في الصيام حديث (۱۹۶ /۱۹۷ /وابو داودفي الصوم باب ۵۳ /۶۲ /والترمذي في الصوم با ب /۴۶ /۴۷ /والنسائی وابن ماجه ،

ترجمه ، ابي قتادة رضی الله عنه ،فرمايي چې له  رسول الله صلي عليه وسلم څخه سوال ؤ شوله روژي نیولو دعرفي دورځي ، رسول الله يې په جواب کي وويل دا کفاره ده دتير شوي کال اوراتلونکي کال دګناهونو،،

وايضافي ۲۶۱ / ۱/الترغيب،ط،سعيديه : عن سهل بن سعد رضي الله عنه ، قال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم ، من صام يوم عرفة غفرله ذنب سنتين متتابعين ، رواه ابويعلي ، ورجاله رجال الصحيح ،

ترجمه ،له سهل بن سعد رض،رواية وايي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمائل کوم څوک چې دعرفي دورځي روژه ونيسي دغه شخص ته به ددؤ(۲) متصلو(پرله پوری )کلونوګناهونه ،ورعفوه کړشي ،،

وفي رد المحتار /۲ /۱۹۳ /وجزم الشارح البخاري العسقلاني رحمه الله ، بان عشر ذي الحجة افضل من العشرالاخير من رمضان ، ،وقدصح عن رسول الله صلي الله عليه وسلم انه قال افضل ايام يوم عرفة اذا وافق يوم الجمعة وهو افضل من سبعين حجة وفي الخبر افضل ايام الدنيا ايام العشر لاجتماع امهات العبادات فيه وهي الايام التي اقسم الله بها بقوله والعشر وليال ، فهي افضل الايام العشر الاخير من رمضان علي ما اقتضاه هذا الخبر،

ترجمه ، شارح دبخاري علامه ابن حجر ،رح، وايي عشره دذي الحجة افضلي دي تر عشره اخير و درمضان ، او له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه په صحح نقل ثابت شوي چې وايي افضل دورځو ددنیا، ورځ دعرفي ده چې موافق شي له ورځي دجمعي سره اوپدغه ورځ حج کول تر(۷۰)حجونو بهتر ه ده

 لیکوال : م ابو زبیر

About admin