Home » درس القرآن » کفاروته دمؤمنانو په لاس دالهي عذاب ورکړه !

کفاروته دمؤمنانو په لاس دالهي عذاب ورکړه !

قال الله تعالی : قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنْصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ  قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ (14) وَيُذْهِبْ غَيْظَ قُلُوبِهِمْ وَيَتُوبُ اللَّهُ عَلَى مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ (15) التوبة

[ای مؤمنانو] له  کافرانوسره وجنګیږئ ، لوی خدای جل جلاله ستاسوپه لاس  همدغه کافرانوته عذاب ورکوي ،اوذلیل کوي یې ، الله تعالی به په دغه کافرانوباندي ستاسونصرت اوکومک وکړي ،اوپه همدي سره به دمومنانوسیني یخي کړي ،اوالله تعالی به ددي مومنانوله زړونوڅخه غصي اوپریشانئ بوزي ،اورجوع به  وکړي په هغوئ [ کافرانو ] په توبه ښکلوسره   که اراده یې وشي ،الله تعالی ښه عالم اودښه حکمت والادی .

لنډتفسیر :لوی خدای جل جلاله دجهاددمشروعیت په اړه دخپل یوحکمت بیان کوي ،هغه داچې لوی خدای دکافرانواومفسیدینوته دبي واسطي عذاب ورکولوپه ځای دخپلومخلصووفادارو بندګانوپه لاس سزا ورکوي ،په دغه ډول سزاکې دوه ستري موخي ترلاسه کیږی  چې یودکافرانوذلت اوسپکاوی دی  اوبل د مؤمنانوسرلوړي اوکامیابي ده .او الله تعالی به خپله ددغه مؤمنانومرسته کوي .

نوځکه یې مؤمنانوته عام خطاب اوامروکړچې داکافران وژنئ ورسره جنګیږئ ،الله تعالی ستاسوپه لاس دې کافرانوته عذاب ورکوي اوذلیل کوي یې ، اوالله تعالی به په کافرانوباندي ستاسونصرت وکړي ،تاسوبه ورباندي غالبه کړي اوله دی سره به لوی خدای دمومنانوزخمي زړونه ټکورکړي اودهغوئ له سینواوزړونوڅخه به غصي اوپریشانئ لیري کړي ،اوکه دالله تعالی خوښه شې نوپه دي کافرانواوفتنه ګروبه توبه وباسې الله تعالی ډیرښه عالم دی اودښه حکمت ځښتن دی .

About admin