Home » ځانګړي ليکني » دفقهي تخصصاتو اړتیا اوضرورت (۲ برخه)

دفقهي تخصصاتو اړتیا اوضرورت (۲ برخه)

…  = په تېرپسي:

په تخصصاتوکې بیاپه معاصره فقه کې دتخصص سخته اړتیا اوضرورت  !

خوداچې  زموږ  سېمه  لا هماغسې  له فقهي  تعمق  څخه  خالي ده نوځکه يوه معاصره مسئله دعلماو څخه ډيروخت همداسی  بي  جوابه پاتې کېږي . اوپوښتونکی يې  مایوسه ستنيږي .داهم سمه خبره ده چې دنورو سیموعلماو دامسائل حل کړي؛مګر دپېښو نوښت،دعرفونو اختلاف،داصطلاحاتودمعرفت کمښت ،دلسانیاتو سره نه شناخت اودځینو سره مذهبي اوفکري اختلاف دهغوئ دپوره تقلیداواتباع په لاره کې موانع دي .

دلته ددې ستونزي حل ته لا ره لټول خورا لمړیتوب ته ورګرزي ،داخبره مې دډیرو فقیه اوخبيرو علماو سره شریکه کړي ،چې ترمايې  ددوئ تلوسه ډيره کړي ،وروستۍ مشوره داڅرګنديږي چې دفقهي دعمومي تخصصاتو څخه وروسته دهمدې تخصص داداراتو اوڅانګو جوړول همدومره مهم  دي  څرنګه چې موعلماء دفقه لورې ته متوجه کول اړین دي .

په اسلامی نړۍ کې اوس په دې اړه ادارې فعال کار کوي،نتیجه يې  زموږ په وړاندي ده ،مګر دې کارته به زموږ په دیارکې مټې رانغښتل ستونزي  ولري،مګر محال اوتروس وتلي  حالت کي  نه دي .بس دالهي مرستې به عقیده دعزم  په تعقیب ټينګ عملي ګام غوا ړي .

یوه مشوره اووضاحت  :

په اسلامي هیوادونوکي دفقهي تخصصات بیلابیلې مرحلې  لري ، یعني یوه کلنه مرحله ، دوه کلنه  مرحله  ،درې  کلنه مرحله،څلورکلنه مرحله . داهم یوحقیقت دی چې په  دې  تخصصاتوکې  چې  څومره ډيروخت  ووزي هغومره  ډيره  ګټه لري  .مګر څرنګه چې زموږ دوطن  حالات  اضطراري  دي  ،اوپه دارالهجرت  کې  هم په همدغه حالت  کې قرار دی ،نوځکه باید په دغه تخصصاتوکې زموږ دعلماو دستونزو په نظرکې  نیولو سره  دعمومي فقهي تخصصاتو مرحله  دوه کلنه شي  ، خوله دې نوښت سره:چې لمړی کال دفقهې تخصص وي خو په دریمه فتره کې يې دقضاء  عملې  درسونه وي ،اوپه دوهم  کال کې به  په معاصره فقه کې  تخصص وي چې  په دریمه فتره کې به يې  دتخصص في  الحدیث  عملې  درسونه وي  . ترڅوپه دې  سره وکړای شي چې  یوفاضل  مو په دوه کلنه دوره کې  یواځې  دیوه فقیه مفتي نه  بلکه  هغه ته دقضاء  ، افتاء  ،دمعاصرې  فقه  علم  اومهارت   اودحدیثو دمتخصص حیثیت  هم حاصل  شي  ، (وماذلک  علی  الله بعزیز  ).

داهم بایدواضحه کړو چې دلمړي  کال تخصص هم  په خپل کورکې  درې  برخې باید ولري  ،لمړۍ  فترة  ،دوهمه  فتره ،دریمه  فتره . اوهره  فتره درې  میاشتنی  ظرفیت  ولري  ،چې درسمې  درسونو اومصروفیتونو  وقت  يې  دسهار  له اتوبجو څخه دما ښام  ترپنځو یاشپږوبجو پورې رسیږي .

دتخصص في  الفقه  المعاصر یوبل هدف 

دنوموړي تخصص في  الفقه  المعاصر له مقاصدو څخه داهم دی چې : داسي  باصلاحیته فقهاء اومتخصصین  رامینځ  ته شي چې دمعاصري  فقهې  په ټولو نویو مسائلو ترخپله وسه پوري علم راولي ،داسلامي  اقتصاد اواسلامي  مالياتي ادارو دمعاصرومسائلودحل ترڅنګ  دعباداتو اونورومعاملاتو دمتجدده  صورتونو په اړه پوره معلومات ترلاسه کړي  ،داستفتاودحل صلاحیت ولري .دمجامع فقیه اودنړۍ  دنورو اکابرو علماو دتصنیفاتو ،اوتحقیقاتو څخه  داستفادي جوګه شي . دخپل  مذهب  دقواعد اواصولو سره  په خصوص  اودنورو مذاهبودفقهي  قوانیو سره په عموم  پوره اشناشي .همداراز  دغیري  سودي  بینکنګ ،ټريډ ،فنانس ،تکافل  اونورو نظامونو په  مروجو مسائل خبرشي چې  ورسره  باید ددوۍ عملی اوتعلیمي سرګرمي په څو مهمو څېزونو مترکز وي  : لکه  دمعاصرمسائلو تحقیق،اودشویوڅیړنواوتحقیقاتو تطبیق ،اودهغوئ تخریج  اوتعلیق  .

چې  دهمدې  موخې  لپاره  دنصاب  څو موادو ته اشاره کوو :

ددې  تخصص په هکله داصولو اوکړنلاري ځانګړي  تقریري درسونه

المعایېرالشرعیة

القرارات  الفقهیة

فقه  البیوع

بحوث  مجمع  الفقه الاسلامي

الفقه المعاصر

جدیدفقهي  مباحث

معایشي  مسائل

دروس  التدریبات  .

دمجلة  الاحکام دمعاملاتو برخه

داصول  الفقه  الاسلامي زحیلي   څخه  منتخب  موضوعات

بدایة  المجتهد

اوداسي نور  داوړانديني  موادوکې  ځيني  ددرس  اوځيني دمطالعي  اوځيني  بیا له فقه المقارن  څخه  ترتخریج  پوري  اړه ارتباط لري  .

 ضروري ده چې په تخصص في  الفقه المعاصر کې به هم  لکه دوړانديني  فقهي  تخصص  لپاره  د(۱۰۰)معاصرو استفتاو لیکل  اود(۱۰۰) معاصرومسائلو تخریج  ضروري وي  .اوپه پای کې  به په ځانګړو معاصرو فقهي مسائلو باندي مقالې لیکل  هم  حتمې  وي  .

یوه بله مشوره

څرنګه  چې تخصص في  الفقه  المعاصر  یافقه  المعاملات  کې له لوړعلمي  استعدادونوڅخه  کاراخستل کیږي  نوځکه  به  په دغه برخه کې یواځې  هغوفاضلانو ته  دالتحاق  حق  ورکول کېږي  چې  دلمړي کال  دتخصص في  الفقه  څخه  په امتیازي درجه  فراغت موندلی  وي .

الله ناصرنا وعلیه التکلان .

ابویاسر عفی  عنه

About admin