Home » درس الحديث » همداوخت دجهاد دی !

همداوخت دجهاد دی !

عن سلمة بن نفيل الكندي، … إذ أتاه رجل، فقال: يا رسول الله! أذال الناس الخيل، ووضعوا السلاح، وزعموا أن الحرب قد وضعت أوزارها.

فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «كذبوا، بل الآن جاء القتال، لا تزال فرقة من أمتي يقاتلون على أمر الله يزيغ الله لهم قلوب أقوام وينصرهم عليهم حتى تقوم الساعة أو حتى يأتي أمر الله، الخيل معقود في نواصيها الخير إلى يوم القيامة …. الاربعین  في فضل  الجهاد والمجاهدین  ص\۴۴ حدیث رقم ۱۴

سلمه بن  نفیل  کندي وايې : چې  زه رسول الله  (صلی الله علیه وسلم)  سره ناست وم  چې  یوتن  راغی اوويې  ویل : دالله رسوله ! خلګو خواسونه  ایله کړو،سلاح  يې کېښوده  اوفکرکوي چې  نور دکافرانو سره جګړه اوجهاد نشته  ، رسول  الله صلی الله  علیه وسلم  وفرمایل :دورغ  وايې  بلکه  اوس  دجهاد وخت  راغلی ،زمادامت  نه به تل یوه ډله وي  چې  دالله تعالی  په دین  به  جنګیږي  الله تعالی  به دوی  ته  دخلګو زړونه  ورمائل کړي  اوپه هغوئ  به  يې بریمن کړي  …. بیارسول الله صلی  الله علیه وسلم  وفرمایل  : دجهادداسونو په تندیو کې  ترقیامته خیرنغښتی  دی .

تشریح  : په دې حدیث  کې  یوه عجیبه  واقعې ته  اشاره  ده ، اوهغه  داچې  ځيني  خلګو له جهاد نه  لاس  واخست ،جهادې سوارلۍ  يې پري  ښودي  .سلاح  يې کېښوده اوداخبري  يې پیل  کړي  چې  نور دجګړي  وخت  نه دی  نورجهادنشته  رسول  الله  صلی الله علیه وسلم  ته چې  ددې خلګو خبرې  ورسیدي  نو سخت  په غصه  شو اوويې  فرمایل  :دغه  خلګ  دورغ  وايې  دجهادوخت  خواوس  دی  يعني  چې  اوس  مجاهدينو قوت  وموند اودجهاد وسائل  يې  لاس  ته راوړو،یاداچې  اوس  کافران   اومنافقان دمومنانو په خلاف یوموټی کېږي   اوبیارسول  الله  (صلی  الله علیه وسلم) وفرمایل  :چې  زماپه امت  کې  به تل یوه داسي  ډله وي   چې  دالله تعالی  درضاء  لپاره به له کافرانو سره جنګيږي  (په بل روایت کې دی) اودهیڅ ملامت کونکي  دملامتي  پروابه نه لري  . اوبالاخرة  به  الله تعالی دوئ  ته  دهغوخلګو زړونه ورکاږه کړي چې ددوئ  په مقابل کې  ولاړ  دي  اوالله تعالی به يې  په دښمن برلاسي  کړي .

About admin