Home » درس القرآن » مؤمنان به هيڅ کله هم دکافرانوملګرتیانه کوي

مؤمنان به هيڅ کله هم دکافرانوملګرتیانه کوي

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَنْ تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُبِينًا (144) } سورة النسآء

ژباړه : ای مومنانو! تاسي دمومنانوپه ځای له کافرانوسره دوستي اوملګرتیا  مه کوﺉ ایا تاسي غواړی چې دځان په خلاف الله جل جلاله  ته څرګند سند ورکړﺉ  .

لنډتفسیر :یعني له مسلمانانو څخه جلا کېدل او له کافرانو سره دوستي کول او یوځای کېدل ،  دنفاق یوڅرګند دلیل دی، ځکه دا ډول چلند دمنافقینودی ، نو مسلمانان له دي کړوڅخه په کلکه منعه شوی  او د الله جل جلاله  له لوري به په دې ډول چلند کوونکو ښکاره حجت وي چې تاسي هم منافقان یاست ، او د منافقانو بندیخانه ددوزخ لاندنی برخه ټاکلې شوېده ، هیڅوک له دوی سره د سپارښت یا بله داسي مرسته نشي کولای چې د الله جل جلاله  له  مقرر شوي عذاب څخه یې خلاص کړي ، نو له دا ډول کړو وړو څخه لیري ګرځېدل نیکمرغي   اودایمان یوه نښه ده . هغه کسان چې ځانونه مؤمنان اومسلمانان ګڼي بایددکافرانودوستي کله هم ونه کړي ،اوبیاپه ځانګړي توګه هغه مهال چې کله همدغه کافرانو دمسلمانانوخلاف مټي رابډوهلي وي  ،اوپه یوه اسلامي ملک یې تجاوزکړی وي .  زموږپه اسلامي شریعت کې دداسي کسانوحکم هم دحربیانواومنافقانودی چې دخپلومسلمانووروڼوخلاف یې دکافرانولاس نیولی وي ، اوهمداسي به په دنیااوآخرت کې ذلیل کیږي .

لکه په بل آیة کې چې لوی خدای جل جلاله فرمایې :

{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (51) }   المآئدة

ژباړه : ای مومنانو یهودیان او عیسی یان خپل دوستان اوملګري  مه نیسئ ،دوی په خپلو منځوکې ځینې دځینې نورو دوستان دي ، اوکه تاسي له دوی سره دملګرتیا او دوستي خیال وي نو بیا تاسي هم ددوی په ډله کې شمېرل کیږﺉ، په دې کې شک نشته چې الله جل جلاله  ظالمان له خپلې لارښوونې څخه بې برخي کوي  .

 مفتي ابوحمزه

 

About admin