Home » ځانګړي ليکني » دفقهي تخصصاتو وجود یواړتیا اوضرورت !

دفقهي تخصصاتو وجود یواړتیا اوضرورت !

لمړۍ خبرې  :

حامدا ومصلیا وبعد: اسلامي  فقه  یواځې  ترعباداتو اوفرعې  مسائلو پوري محدود دیوه علم اوفن  نوم نه،بلکه دادټولني  اوافرادو ټولوابعادو اواړخونوته  ورشامل یومکمل  قانون دی،چې په سلهاو کلونو داسلامي هیوادونوداساسې قانون  په حیث نافذالعمل  و ،اوهغه مهال وچې اسلامي نړۍ  دعروج ،تمدن اوارتقاء  په چت  ولاړه وه .

په دغه  پېر کې  الله  تعالی  داسې  علماء  اوفقهاء هم  راپیداکړې  چې  دژوند په هره برخه  پورې  تړلې  مسئلې يې څېړلي،په ځانګړي ډول داقتصاداومعاملاتودبرخې،دوئ دخپل عصر دنوروبیلابیلو مسائلو ترڅنګ  دمعاملاتو برخه کې  هم  دوقت  دتقاضا سره  دخپل  وقت  دمسلمانانو رهنمايې  اولارښوونه کړي  .اوخلقوته  يې  ددوئ  دتجارت  اواقتصاد ټولې  اسلامې لارې  چارې  ښوودلي  ،چې  امثله اوجزئیات  يې  په  زرهاوصفحاتوکې  ثبت  شوي .

همدغه  سې په هرپېرکې  دمعاصرو مسائلو لپاره  تحقیق  اوڅېړني  کیدلې  اوالله تعالی  دغه کار  له فقهاو څخه اخستی  دی .چې  په ترځ  کې  يې  فقه داسې  جامع  ،هراړخیز ،مرتب  اومتوازن قانون  په څېر رامینځ  ته شوی  چې  په نوره  نړۍ  کې  یې ساری نشي  وړاندي کیدلای . ددې قوانینو باریک  بېني  اوژورجوړښت دهغوئ  له امثله اوجزئیاتو څخه ښه  څرګندېږي  .

په اسلامې  نړۍ کې دهمدغه  تقلید اوفقهې  بصیرت  په رڼا کې  دمحققو علماو اوفقهاو زیاراوهڅې  دي چې دمعاصرواوپېچلو مسائلو تحقیق  اوڅېړني ته  يې  مټې  رانغښتې  اودخپل  ژوند ترهرڅه  يې  دغه عمل  ته ترجیح  ورکړي  .

تقدمه :

مګردتاسف ځای دادی چې کله دعثماني  خلافت دسقوط  سره  دمسائلو داستخراج  اوتحقیق  مراحل  په ټپه  ودریدل اودریاستي  سرپرستي  څخه  علماء محروم  شول ،دمسائلودترتیب  ،تخریج اوتطبیق چارې  معطل شوي ،چې  له دې سره  دفقهې  اوعلمې  ملکاتو سلسله  دعدم   لوري ته وخوڅېده ،اودفقهې  هغه عملي کړنلاري  اوس  له اساسې  قانون   اوعملي  کردار دتمدنونو له مراکزو څخه  دکتابونوتراوراقومحدودشول

چې  لمړۍ  نتیجه يې داشوه چې طالبانو مو په دېني  علوموکې دمقاصدوپه ځای غیرمقاصدو ته مخه کړه ،عوام  مو ددیني  اساساتو دخپلولو په ځای دخپل  مزاج  اورواج  لوري  ته مخه کړه ،دښارخلګو موغربي کلتور خپل کړ،نوبت  تردې ورسید چې دیني  اوفقهي  اصطلاحات اوامور خلګوته  اجنبي  یاهم له وخت  سره نامناسب  وګڼل شول [نعوذبالله تعالی منه ]

اودوهمه  نتیجه  داشوه چې دفقهې  ددرس  اوتدریس  مرحله  خورا ټيټ  حالت  ته راکښته شوه ،تردې  چې  دتفسیر  ،حدیث  اوفقه  سره  تعلقات  دشاذاونادرحدودو ته  ورداخل  شول .

داسلامي  امارت  دقربانیو رنګ ،

خودهجرت له برکاتو څخه اوداسلامي امارت  دخوځښت  سره  الله  تعالی  په دې  نسلونو  ستره پېرزوینه وکړه چې  ددېني علومو بېرته  احیاء  راغله  ، دقربانیو اثرشو چې  دطالبانو اوعوامو مو ددیني  علومو لورې  ته  پوره توجه  واوښته ،اوس  دادی  له وړي  دورې نیولي  بیا تردورة  الحدیث  اوفقهي  تخصصاتو پوري نورټول  اهم  دیني  علوم  په مرتب  اومنظم  ډول  لوستل  کیږي  .

 تردې  ځایه هم خبره  سمه  شوه چې ددیني  تعلیم  په مختلفو مراحلو کې  په زیاتره دیني مدرسوکې  دفقهي  دتدریس  مرحلې  وده ومونده  ، حدیث  اوتفسیر ته دخلقو مخه شوه .

مګر بیاهم تفقه  په هغه  معیارنه ده چې  دخلقو دديني او معاصروورپېښو مسائلو دجوابولواړتیاوي  پوره کړي ،ځکه  دصنعتي انقلابونو وروسته  اوس  ټول خلګ  په نویو معاملاتو کيوتلي  دي ،

آخوا   داسلامي هیوادونو زیاتره مسلمان تاجران  هڅه کوي چې خپل تجارتي  کړنلاره يې داسلامي  احکامو په چوکاټ کې  وي  نوځکه هره  ورځ زموږ  فقیه علماء  دنویو مسائلو سره مخ  وو.

دمجامع  فقهیه  اوتخصصاتو  تاسیس

په دې عصرکې  په نورواسلامي  هیوادوکې  دسترو فقیه علماو له لوري  څخه دغه  ستونزوته  دحل  لاري  موندل شوي  وي  چې په عملي  اومستقل  ډول په دې کارو پیل  شوی  و

اوداهځې  هغه مهال لاښې ګړندۍ  او پیاوړی  شوې چې په  اسلامې  نړۍ  کې  دمحققو علماوپه هڅو سره ډيری  علمې  زېرمې  په فقهي  موسوعاتوکې   اوهمدارازدمجامع  فقهیه  و څيړندویه  ادارې  رامینځ  ته شوي چې  په اجتماعي  ډول يې په معاصره فقه  کې  دغور،تحقیق اوتخریج چارې  سنبال کړي  .

تردې  ټولو بله ډيره  موثره  لاره  دتخصصاتو فقهیة وقیام اورامینځ ته کیدل  دي  .چې ورسره دیوه فاضل عالم  ټول علمي استعدادونه  ورپه کې په کارلویږي ،اوهغوئ  دمقاصدو [کتاب  الله،احادیث  الرسول (ص) اوفقه ]لوري  ته  په واقعې  معنی متوجه کوي  .

په تخصصاتوکې دافتاء،قضاء،تدریس،دعوت،امامت،تالیف،تحقیق،څېړنې ، د خلقو ددېني اوعملې ستونزو حل ،ټولني  ته  دهراړخیز خدمت ، اودنبوي  خلافت اووراثت درښتېنې وارث  اودسنتې ارزښتونو بیاقیام اونورو ډير داسې استعدادونه دي چې  ددغه  تخصصاتو په مثبتواواغیزمنو اثراتو کې  يې  مشاهده کولای  شو.

پاته لري …

مفتي ابویاسر عفی عنه

About admin