Home » ځانګړي ليکني » لویه دوره یا دورة الحدیث څنګه او چیرې وکړم؟

لویه دوره یا دورة الحدیث څنګه او چیرې وکړم؟

مولوي عطاء الحق مستنیر

زموږ د مدارسو او تعلیمي بهیر یوه ستونزه د طالبانو لخوا له دورة الحدیث سره سرسري او بې پروا چلند دی،چې زیاترو ته خو د دورة الحدیث سبق یا کال هم عادي تعلیمي کال معلومیږي او ځیني خو حتی د فنونو له زده کړې هم ورسره سطحي چلند کوي، د فنونو د سبقانو غوندې په مواظبت سبق ته نه حاضریږي، د فنونو د کتابونو په شان د احادیثو کتابونه نه مطالعه کوي، ټول وخت په منظرو تیروي  او څومره چې د نبي علیه السلام د احادیثو اهمیت دی په هماغه کچه یي له درس او تدریس سره جدي چلند نه کوي.

یوه بله ستونزه دا ده چې ځیني طالبان د فنونو په وخت نهایي کوښښ کوي چې ښه مدرسه او ښه استاد پیدا کړي، لوږه ، تنده او هرډول تکلیف برداشتوي، مګر د ښه سبق تلاش کوي، اما د دورې په کال پرته له استخارې او مشورې، پرته له تدبر او تعمق چې چیرته یي دوره شروع کړه بس باک یي نه بولي نه خو د سبق په کیفیت پسې ګرځي او نه  د شیخ او سند په دیني اعتبار پسې چې دا د حدیثو په روایت کې ډیر مهم دي، ځکه چې د حدیثو په روایت کې چې څوک تر کومه حده په لږو واسطو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ور قریب وي روایت یي همدومره زیات د اعتبار او برکاتو حامل وي.

احادیث الرسول صلی الله علیه وسلم د اسلام له سترو اساساتو او تشریعي منابعو څخه شمیرل کیږي چې له کتاب الله وروسته ورته دوهم مقام حاصل دی، زموږ په اوسني دیني تعلیمي سیستم کې له وړې او لویې دوره مخکې ډیر لږ طالبان د حدیثو کتابونه  لکه ریاض الصالحین،یا زاد الطالبین وایي. ډیر شمیر طالبان د دورو تر مرحلې له دې مهم علم څخه محروم پاته کیږي. نو ځکه خو ضروري ده چې طالبان د وړې او لویې دورې کلونه کوم عادي کلونه ونه بولي، بلکې تر ټولو زیات اهمیت ورکړي،پوره اماده ګي ورته ولري، د دورې د ځای،مدرسې، استاد او هرڅه په انتخاب کې له خپلو استادانو او علماء کرامو سره ښه مشوره وکړي،او خپله هم باید استخاره وکړي،ځکه د دورې کال د طالب د شخصیت جوړیدلواو تربیي تر ټولو مهم کال دی، ځکه تر دې وړاندې د فنونو په مرحله کې طالب معقولات ، صرف، نحو، معاني، لغت او نور علوم ویلي وي چې زیاتره آلي علوم دي، د انسان د شخصیت له ودې، اخلاقو، مثبتو صفاتو د احیاء او د باطني امراضو له منځه وړلواو تزکیې سره ډیر کار نلري، بلکې یوازې په خپلو ټاکلو موضوعاتو باندې فني بحث کوي.

خو چې کله طالب دورة الحدیث کوي، نو دلته ورته نبوي ژوند بیانیږي، د زهد، اخلاص، تقوی دغه راز د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو د عملي ژوند تصویر یي تر مخ تیریږي د  تفسیر او حدیثو څخه الهي او نبوي ارشادات اوري  او په لومړي ځل طالب له اغیزناکو اخلاقي درسونو سره مخ کیږي. نو ځکه په طالب ژور اغیز کوي چې له امله یي د دورة الحدیث طلاب همیشه د نورو عامو طلابو په نسبت د ښه شخصیت، اخلاقو، تقوی او دیانت خاوندان وي.

نو ددې لپاره چې طالب د خپل علم ثمره ښه ترلاسه کړي، خپل شخصیت په ښه توګه د دیني ، قرآني او نبوي علم په زیور سمبال کړي، په ځان کې په ښه شکل د اخلاص، تقوی، دیانت، صبر، زهد،حلم  او داسې نور نیک صفات پیدا کړي او ځان د دوو کلونو په جریان کې په عملي شکل تربیه کړي، نو باید د دورة الحدیث له کلونو ډیره ډیره استفاده وکړي او په ډیر جدیت ورته وګوري.

د تعلم په مهال د طالب په شخصیت جوړیدلو کې چې کوم شیان ډیر اثر لري، هغه  ویل کیدونکی کتاب، استاد،د مدرسې څرنګوالی او تعلیمي ماحول، د اطاق انډیوالان او د مدرسې د غذا منبع چې آیا له حلالو روپو څخه رانیول کیږي او که په غلطه طریقه پیدا کیږي.

د دورة الحدیث د کال کتابونه خو د صحیح البخاري او مسلم شریف غوندې کتابونه دي چې اصح الکتب بعد کتاب الله ورته ویل کیږي ورپسې مهم ددې کتابونو استاد دی، د تعلیم او معارف پوهان وایي چې په تدریسي سیستم کې محور یا تر ټول اغیزناک عامل استاد دی،یعني که هر څومره ښه کتاب وي، هرڅومره ښه مدرسه وي او هر څومره ښه شاګردان وي، خو تعلیمي سلسله به په هغه شکل روانه وي څرنګه چې د استاد کیفیت وي، یعني تر ټولو مهم عامل استاد دی چې د تدریس لوری ټاکي او په شاګردانو اثر غورځوي. نو ځکه د استاد په انتخاب کې تر هر څه زیات دقت په کار دی.

یو ښه استاد یا شیخ الحدیث هغه دی،چې د مسلمانانو تر منځ او په علمي حلقو کې په نیک نامۍ مشهور وي، ځکه له احادیثو دا خبره معلومه ده څوک چې د عامه مسلمانانو تر منځ محبوب وي هغه په اصل کې الله تعالی ته محبوب او مقبول وي،نو لومړی شرط دادی چې زموږ دحدیثو استاد بایدد عامه مسلمانانو په رایه او نظر کې  یو ښه، متشرع او متدین عالم وي،د اخلاص، تقوا، دیانت، حیاء،زهد،خیرخواهۍ، عفو او الله تعالی ته د تقرب صفات په کې موجود وي.د مسلمانانو تر منځ باید منفور نه وي او نه هم په بیلابیلو تورونو تورن وي.

د یوه عالم لپاره د ارزونې تر ټولو ښه معیار او محک د عامه مسلمانانو یا د اهل السنت و الجماعه د سواد اعظم سره په فکري او عملي برخه کې توافق دی، کوم عالم چې د اکثرو علماء کرامو او عامو مسلمانانو له  فکر او نظر څخه منحرف وي، خپل ځاني تفردات لري او په عجیبو او غریبو فتواګانو او بي باکیو مشهور وي هیڅکله د خیر او برکت وړ نه شي بلل کیدای.

استاد د شاګرد لپاره داسې مثال لري لکه لمر د سپوږمۍ لپاره، که لمر تازه او ځلیدونکي وي نوسپوږمۍ هم ترې پوره رڼا اخلي او ځلیدونکې به وي، مګر که لمر تندر نیولی او خپله د تیارو په جامه کې پټ وي نو سپوږمۍ ته به څه رڼا ورکړی شي؟ خفته را خفته کی کند بیدار .

نو که غواړو له ځان څخه ښه د رښتیا مسلمان، متدین عالم او متشرع فاضل جوړ کړو، باید لومړی د متدین او متشرع شیخ الحدیث لټون وکړو،تر څو له هغه څخه رنګ واخلو،د هغه له سپیڅلي درسي ماحول څخه د تقوی او دیانت برکات حاصل کړو، د هغه د ښایسته اخلاقو په هنداره کې ځان وګورو او بیا هماغسې ځان په ښایسته اخلاقو باندې مزین کړو.

علماء فرمایي چې هیڅ انسان کمال ته نه دی رسیدلی مګر یو څه وخت به یي ضرور د یوه کامل انسان په څنګ کې تیر کړي وي. حافظ شیرازي صاحب فرمایي:

شبان وادی ایمن گهی رسد بمراد

که چند سال بجان خدمت شعیب کند

مطلب دا چي د وادی ایمن شپون یعنی حضرت موسی علیه السلام له هغه وروسته پیغمبري ته ورسید کله یي چې لس کاله د یو پیغمبر حضرت شعیب علیه السلام په څنګ کې تیر او له هغه یي فیوضات حاصل کړل.

نو که موږ غواړو  د دورة الحدیث له کال څخه پوره استفاده وکړو، باید د یوه بزرګ، تقوادار  او داسې شیخ الحدیث لمن ونیسو او شاګردي یي وکړو چې د الله تعالی دوست وي، نه د مدرسې رنګ او رونق مهم دی او نه د یو چا د علم او فصاحت اوازه مهمه ده، تر ټولو مهم د استاد دیانت دی،باید داسې استاد انتخاب کړو چې سبا په هسکه غاړه هر ځای وویل شو چې زه لله الحمد د فلان شیخ الحدیث د شاګردۍ ویاړ لرم، نه داسې شاذ او نادر استاد چې سبا یي د نوم په اخیستلو شرمیږو او په شاګردۍ یې پښیمانه یو .

پخوانیو طالبانو به د یوه بزرګ استاد د شاګردۍ لپاره اوږده سفرونه کول، له افغانستان څخه به خلک هند ته تلل چې د مولانا حسین احمد مدني رحمه الله سره دوره وکړي او د تلمذ له شرف نه یې برخمن شي،سره له دې چې په افغانستان کې ډیرې مدرسې وې، مګر د لویې دورې لپاره به  ډیرو طالبانو یا د مولانا غورغشتوي صاحب درس ته ځان رساوه او یا به یي د مولانا عبدالحق صاحب،مولانا مفتی فرید صاحب،مولانا محمد یوسف بنوري صاحب، مولانا احمدعلي لاهوري صاحب، مولانا سرفراز خان صفدر صاحب،شیخ الحدیث بهرمند صاحب او داسې نورو شیوخو عظامو رحمهم الله تر درسي حلقو به یي ځانونه رسول دغه راز د هیواد دننه به طالبانو د لوګر میرعبدالستار صاحب او د غزني د لاغرو اخندزاده شیخ الحدیث مولانا عبدالمنان صاحب تر مدرسو ځان رساوو او دورې به یي ورسره کولې تر څو یي له علمي فیوضاتو برخمن شي. چې بالاخره به همداسې کیدل چې له فراغت وروسته به په دې شاګردانو کې د خپلو شیوخو مثبت خصلتونه او ښایسته عادات په سترګو لیدل کیدل او شاګرد به په علمي او عملي دواړو لحاظونو د استاد نمونه او یادګار و.

بله تر ټولو مهمه خبره داده چې د لویې دورې تر ټولو اساسي هدف د صحاح سته وو د زرګونو احادیثو اوریدل او له خپل شیخ نه روایت دي، تر څو شاګرد وکولای شي خپل د حدیثو د روایت سند له رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره وصل کړي او بیا که وغواړي د یوه حدیث د بیان  په وخت مخاطبینو ته ووایي چې دا حدیث خپله ماته له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه په دې متصل سند رارسیدلی چې ما له خپل استاد نه اوریدلی، هغه له خپل استاد همداسې مرتبه په مرتبه تر پیغمبر علیه السلام پورې.

نو دې ته په پام سره زموږ د حدیثو استاد په حقیقت کې زموږ د حدیثو د روایت د سلسلې لومړنی راوي دی، او د حدیثو په اسناد کې د راویانو ضبط او عدالت ته کتل کیږي، تر کومه حده چې زموږ رواة عادل او تقوادار وي هغومره به زموږ اسناد او روایت قوي وي او که خدای مکړه زموږ په روایت کې مجروح او مطعون راویان را شاملیږي نو ورسره به زموږ د حدیثو ټول سند او د روایت اعتبار له ضعف سره مخامخ کیږي.

له همدې امله خو د قوي راویانو یا په بله اصطلاح د حدیثو د معتبرو استادانو د پیدا کولو لپاره پخوانیو امامانو اوږده اوږده سفرونه کړي او کلونه کلونه خوارۍ یې په ځان تیرې کړي دي،تر څو له یو معتبر، عادل،ضابط، متدین او صادق راوي څخه حدیث واوري . که موږ د مثال په ډول د حدیثو او معتبرو استادانو په طلب کې د څو پخوانیو عالمانو سفرونه وګورو نو په دې برخه کې به د هغوی جدیت او تلاش ته حیران پاته شو.

امام بخاري رحمه الله د احادیثو تر ټول مشهور عالم د ماوراء النهر یا اوسني ازبکستان له بخارا څخه روان شوی،د ایران نیشاپور ته تللی له هغه ځایه یي د علم الحدیث له حصول وروسته د طبرستان او ری په لاره د عراق بغداد ته ځان رسولی،د علم په لټه له بغداد څخه بصرې ته تللی،له بصرې نه د شام دمشق ته تللی، له شام څخه د فلسطین القدس ته تللی، له فلسطین څخه د مصر فسطاط ته تللی او له فسطاط نه د سعودي عرب مدینې منورې ته تللی او له هغه  ځای بیرته ماوراء النهر ته راغلی او په سمرقند کې وفات شوی دی.د احادیثو او معتبرو رواتو او استادانو په طلب  ټولو ائمة الحدیث همداسې اوږده اوږده سفرونه کړي خو تر ټولو اوږده مزلونه د موطا أحمد مؤلف امام احمد ابن حنبل رحمه الله کړي دي. نوموړی د عراق په بغداد کې زیږیدلی له هغه  ځایه د عراق کوفې ور پسې بصرې ته  له هغه ځایه د ایران مرو ته تللی  له مرو نه د ایران ری  ښار او بیا بغداد ته راګرځیدلی، په بل سفر مدینې منورې  له  هغه ځایه مکې مکرمې ته  ورپسې یمن ته ، له یمن نه د سعودي تبوک مقام ته له تبوک نه د شام دمشق او بیا ترکیې  او دیار بکر ته تللی له ترکیې د اوسني لبنان او فلسطین په لاره د مصر اسکندریې ته له هغه ځایه برقه ښار او بیا د لیبیا طرابلس ته ، له طرابلس نه قیروان ښار او له هغه ځایه د المغرب تر ټولو لرې ښار طنجة ته تللی او بیا د لیبیا په لار د مصر فسطاط او له هغه ځایه بیرته بغداد ته راغلی دی.

په علم الرجال کې دا خبره زموږ مخ ته راځي چې امام بخاري صاحب خو حتی دومره محتاط و چې له هغه راوي نه یي هم حدیث نه اوریده چې له حیوان سره یي دوکه کوله، او تشه لمن یي ورته ښوروله چې ګواکې اوربشې په کې دي، زموږ لپاره خپل د حدیثو استاد کټ مټ همداسې یا تر دې زیات اهمیت ځکه لري چې موږ ته د ټولو احادیثو روایت دده په واسطه رارسیږي.

زموږ د دورة الحدیث له دې مقصد څخه ډیر طالبان غافل وي، هغوی دا فکر کوي چې په دورة الحدیث کې به د احادیثو معنی، ترجمه او یا اختلاف المذاهب  زده کیږي، نه هیڅکله داسې نه ده. بلکې د دورة الحدیث لوی او اصلي مقصد د حدیثو د روایت  د سند اتصال او استماع ده، تر څو فارغیدونکی عالم په خپله حدیث په خپل سند د عنعنې په طریقه روایت کړای شي، له همدې امله شیوخ کرام په پیل کې د ټولو حدیثو خپل سند له خپل استاد سره وصلوي تر رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې یي رسوي او بیا وایي ( وبه حدثنا) یعني د همدې مذکور سند په اساس موږ ته خپل استاد دا حدیث بیان کړ.

نو دې ته په پام سره کله چې د کال په وروستیو میاشتو کې د احادیثو یوازې تلاوت کیږي طالبان یي باید عادي او غیرضروري ونه بولي، نه باید خوب وکړي او نه هم سوچونه او غیر حاضري، بلکې په ډیر جدیت او دقت یي واوري تر څو یي د ټولو احادیثو د روایت سند مکمل شي او احادیث له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه ورته په متصل سند ورسیږي.

.

About admin