Home » عصري مسائل » دماشوم دجنس معلومولولپاره الټراساونډ(ultra sound) معاینات کول جائز نه دي

دماشوم دجنس معلومولولپاره الټراساونډ(ultra sound) معاینات کول جائز نه دي

پوښتنه : محترم مفتي صاحب  نن سبا ډیري میرمني  دجنین (دمورپه نس کې ماشوم) دجنس (هلک اونجلۍ ) معلومولولپاره الټراساونډ یا سونوګرافي معاینات کوي  آیا یواځي دهمدي غرض لپاره الټراساونډ یا سونوګرافي کول جائز دي ؟ که په دې اړه مووضاحت راته وکړ

الجواب حامدا ومصلیاوبعد: د الټراساونډ یا سونوګرافي په مهال  دمیرمنوترنامه لاندي بدن بې له ضرورت نه لوڅ اومس کیږي چې  شرعا جائز نه دی

 د(ultra sound) معاینات یواځي دسخت ضرورت په مهال جائز دي او دجنین یامورپه نس کې د ماشوم جنس معلومول هیڅ شرعي ضرورت نه بلل کیږي ،همداراز تر ولادت وړاندي دماشوم دجنس معلومولوهڅه اوکوشش کول په خپله هم غوره عمل نه دی ،لور اوزوی دواړه دالله تعالی نعمت اورحمت دي ،دمسلمان شان دادی چې دالله تعالی په ورکړه راضي وي، البتة که کله دکوم طبي ضرورت له امله  الټراساونډ وکړی شي اوبیا ضمنا ډاکټر دماشوم جنس وښایي نوشرعا کوم مشکل پکې نشته ، والله تعالی اعلم وعلمه اتم واحکم

مثله  : في فتاوی دارالعلوم دیوبند رقم الفتوی۶۴۵۹۲ ،المسائل المهمة ۵/۲۳۹ کتاب الحظروالاباحة

م / محمد

About admin