Home » دار الافتاء » په سفرکې په روان حالت کې سنت کول ؟؟
109195521244

په سفرکې په روان حالت کې سنت کول ؟؟

الاستفتاء رقم  [………..] محترم  مفتي  صاحب ! موږ مجاهدين له يوې  سيمې  بلې  ته ځو ،دسفرمسافه هم  پوره وي ،[یعني  اته څلویښت میله وي ] خوموږ سره خپل موټرسایکلان  اوموټر وي، نوموږ خوپه فرضو کې قصر کوو ځکه چې  موږمسافریو ،پوښتنه موداده : چې سنت  به کوواوکنه ځکه موږ  خو په خپله خوښه اوپه خپل واک ځو، نوکه په دې اړه جواب راکړئ احسان به مووي  . سیال زابل

الجواب  حامدا ومصلیا وبعد: هغه مهال چې مجاهدين په سفرروان وي هغه مهال  لکه قصرچې  واجب  دی همداراز دسنتو ترک هم افضل  دی ،اوکه مجاهدين یوځای شپه وي  یایوه دوه ورځې تېروي  نوهغه مهال بیابهتره  داده :چې  سنت  وکړي  .

وفي  الهندیة  ۱\۱۳۹ المسافر ترک السنن  والمختار انه لایاتي بها في حال الخوف  ویاتي  بها في  حال  القرار والامن .

وفي  ردالمحتار  ۲\۷۳۷  ویأتي  المسافر بالسنن  ان کان  في حال أمن  وقرار  والا بأن کان في  خوف وفرار  لايأتي  بها هوالمختار .. قیل  الا سنة  الفجر الخ 

کتبه :محمدطاهر عفی  عنه

About admin