Home » درس الحديث » په اسلام کې دعبادت ترټولو غوره طریقه
108585ddddddd24__n

په اسلام کې دعبادت ترټولو غوره طریقه

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِنَّ لِكُلِّ أُمَّةٍ رَهْبَانِيَّةً، وَرَهْبَانِيَّةُ هَذِهِ الْأُمَّةِ الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ»

الجهاد لابن مبارك  ص\۳۵ حدیث رقم  ۱۶

له انس  بن مالک  رضی  الله تعالی  عنه څخه روایت دی چې  رسول  الله صلی الله علیه  وسلم  وفرمایل : هرامت  لپاره رهبانیت و [یعني دعبادت یوه غوره طریقه ]خوددې امت  رهبانیت  دالله تعالی په لاره کې جهاد دی .

تشریح : رهبانیت  زموږ په سپېځلې  دېن اسلام کې اعتکاف ته ورته  یوعمل دی  ،چې  پخوا عیسایانو ددیانت  اوتقوی  دغه طریقه پیل  کړي  وه، هغوئ به په غرو رغو یاهم په ښارواوکلیوکې له خلقونه ځان ګوښه ساتل ،اوله هیچاسره به يې تلعلقات  نه لرل ،داطریقه  دهغوئ په دین کې نه وه ، هغوئ له ځانه جوړه کړه ،اوبیاپه دوئ کې  ډیره مشهوره شوه،اودعبادت ښه طریقه بلل کیده ،په نورو امتونوکې هم دغوره عبادت  ورته طریقې وي .

رسول  الله صلی الله علیه  وسلم خپل امت  ته اعلان  کوي چې په اسلام کې دغه عمل نشته ،بلکه که څوک غواړي چې الله تعالی ته ځان نږدې  کړي ،یاغواړي  ترټولوستر نیک اعمال ترسره کړي  نوجهاد دې کوي ،په اسلام کې ترایمان لاندي بیاترجهاد لوی عمل نشته ،په بل تعبیر ترعقیدې  وروسته په اعمالو کې ترټولو زیات اجرلرونکی  عمل  دالله تعالی په لاره کې جهاد دی .

 

About admin