Home » جـــــهاد » جهاد که تروریزم؟!

جهاد که تروریزم؟!

لیکوال:  ابن مبارک احمدزی

له بده مرغه له ۱۹۲۴ زیږدیز کال نه چې اسلامي خلافت ړنګ شوی را واخله بیا تر ننه پورې ټوله اسلامي نړۍ نه یوازې دا چې په فزیکي او سیاسي لحاظ د صلیبي ټلوالې تر بریدونو لاندې ده،بلکې په فکري او فرهنګي برخو کې هم د اسلامي امت د ځوانانو فکرونه تر دې حده تخریب کړای شول چې اوس یې ترمیم او رغونه ډېر وخت غواړي.

یوه معاصره ستونزه چې اوس موږ او تاسو ورسره لاس او ګرېوان یو هغه د معاصرو سیاسي ګړنو (اصطلاحاتو) کارونه او استعمال دی، ان تر دې چې ډېر پوه او رسېدلي ځوانانو مو هم په دغو اصطلاحاتو باور او عقیده نه لري،او تر خپله  وسه پورې ترې ځان ګوښه کوي.

نن موږ خپلو منحرفو وروڼو او همدا رنګه د دموکراسۍ بچیانو ته وایو چې: تاسو باید  په دې سر خلاص کړئ چې اسلام يوازې يوه مذهبي عقيده او د څو عباداتوټولګه نه ده ،بلکې اسلام يو ټولنيز نظام هم دى چې غواړي د نړۍ ټول مغرور او د فساد   نظامونه له ریښې  نه راوباسي او پر ځاى يې داسلام  بنسټيز نظام چې د بشريت دفلاح او بري ضامن دى جاري او نافذ کړي.

په اسلام کې سیاسي دعوت هم یوه محدوده جغرافیا پورې اړوند نه وي،بلکې نړۍ ته د حق غږ د رسولو جوګه دی،اسلام د تخريب او تعمير او د اصلاح او انقلاب په دغه پروسه کې کومه ډله او يا ځانګړى ملت نه بلکې انساني او بشري ټولنې ته دعوت ورکوي. په همدې توګه اسلام هغو ټولیو، ظالمو او خاينو ډلو ټپلو ته که پادشاهان او ولس مشران هم دي خپل پيغام ور رسوي چې راځئ! د خپلو روا حقه حقوقو او غوښتنو  په چوکاټ کې ژوند وکړئ چې الله جلت عظمتۀ تاسو ته ټاکلي دي، که چېرې تاسو د عدل او حق نظام ومانه په امن او سلامتيا کې به ژوند تر سره کړئ.

دلته له هيڅ انسان سره دښمني نه پالل کېږي. دلته هېڅ ګومه ترپګني او شخصي عداوت ته اجازه نه شته، دلته که چيري دښمني ده له ظلم او تيري او له فساد او بداخلاقي سره ده،دلته له هغه چاسره په دښمنۍ لاس  پوري کيږي چې له خپل طبيعي حق څخه تيرى کوي . هغه څوک چې دغه دعوت ومني که  هرې طبقې ، نسل ملت او هيواد پورې  مربوط وي له برابرو حقوقو او حيثيت سره داسلامي ټولګي غړی ګڼل کيږي په دې ترتيب يو نړيوال انقلابي ټولګى رامينځ ته کيږي چې قران عظيم الشان يې (حزب الله) بولي او دويم نوم يې اسلامي جماعت (اسلامي امت)  ايښودل شوی.

دغه صابر ټولی په دې مکلف شوی او ځکه  رامينځته شوى چې خپل هدف ته د رسيدلو لپاره جهاد پيل کړي ،ددې ټولګي دجوړيدو مقصد دا دى چې دغير اسلامي او طاغوتي نظام واکمني ته د پاى ټکى کښيږدي او پرځاى يې د معتدلو او برابرو اصولو  سره برابر حکومت ټينګ  او نافذ کړي. چې په قران کريم کې يې په (کلمة الله ) سره تعبير شوى.

که چېرې دغه ټولګى داسلامي حکومت دمينځته راوستلو لپاره په هلو ځلو او کوښښونو لاس پورې نه کړي له شکه پرته دتاسيس هدف يې بابيزه او عبث ګرځي او د دوی دعوه باطله ده، داځکه چې دغه ټولګى دبل يو هدف او مقصد په خاطر نه دى رامينځته شوى او له دغه جهاد او هلو ځلو پر ته بله لار په مخ کې نه لري .قران کريم ددې اُمت دتاسيس اوجوړښت هدف داسې بيانوي:

«کنتم خيرامة اُخرجت للناس تاءمرون بالمعروف وتنهون عن المنکر وتوء منون باالله».

ژباړه : تاسې دامت هغه غوره ډله یاست چې دخلکو د ښېګڼې لپاره را ایستل  شوي ياست ځکه چې دنيکۍ په لور بلنه ورکوي او د بدۍ  مخه نیسي او په الله ايمان لري.

د غرب زامنو ته یې وايو: دغه جماعت يوازې واعظان اود مذْهبي چارو د تبليغ مبشرين نه دي بلکې دالله د سرښندونکو لښکرو ټولګى دى هلته چې قرآن عظيم الشان يې د مينځته راتلو هدف داسې روښانه کوي.

( لتکونوا شهداء على الناس )

ژباړه: تر څو تاسو په ټول بشريت شاهدان واست.

د اسلام د لارویانو پر غاړه یوه مهمه فریضه پرته ده، او  د دوی رسالت د ظلم، زياتي ، فتنو، فساد، بداخلاقۍ، تيري او خيانت د ټولو ډولونو له مينځه وړل او په همدې توګه د (ارباباً من دون الله ) يعنې له الله عزوجل نه پرته دباطلو اربابانو (کفري واکداران او جعلي قیادتونه) د اقتدار او واکمنۍ تخت نسکورول او د بديو پرځاى د نيکيو استقرار او تينګول دي.

قرآن عظيم الشان دغه مطلب داسې بيانوي.

(وقاتلو هم حتى لاتکون فتنة ويکون الدين کله لله)

ژباړه: او تر هغه  پورې ورسره وجنګيږئ چې فتنه له مينځه ولاړه شي او يوازې دالله دين واکمن شي.

په بل ځاى کې ېې داسې فرمايلي

(الا تفعلوه تکن فتنة فى الارض وفساد کبير)

ژباړه : که تاسې داسې ونه کړل نو په ځمکه کې به لوى فساد او فتنه راپورته شي.

په بل ځاى کې بیا راغلي دي.

(هوالذى ارسل رسوله باالهدى ودين الحق ليظهرۀ على الدين کله ولوکره المشرکون).

ژباړه : الله هغه ذات دى چې خپل استازى يې له ښوونې او حق دين سره استولی دی تر څو يې په ټولو دينونو برلاسی کړي که څه هم مشرکان  ورباندې خوشحال نه وي.

له همدې امله ددې ټولګي لپاره دسياسي قدرت او دحکومت دچارو دواګو د لاسته راوړلو نه پرته بله چاره نه ليدل کيږي داځکه چې د تمدن فاسد نظام د فاسد حکومت پر اساساتو ولاړ وي او د تمدن صالح نظام ترهغه پورې ټينګيدى نه شي تر څو د مفسدو اوورانکارو لاس دحکومت له چارو څخه غوڅ او نيکان او مصلح وګړي دچارو واک په لاس کې  ونيسي.

دنړۍ اوسنى وضعيت داسلامي ټولګي له مفکورې او هدفونو سره ضديت لري که چېرې دحکومت نظام د بلې مفکورې او ايديالوژۍ په محور وڅرخيږي هغه ټولګى چې خپله عقيده او مفکوره ريښتينې ګڼي د نورو مفکورو او نظرياتو دحکومت په سيوري کې دخپلې عقيدې او مفکوري سره يوځاى ژوند نه شي ترسره کولى.

د مثال په توګه که چېرته يو څوک دسوسيالستي مفکورې څښتن وي او وغواړي چې په انګليستان او فرانسه کې د سوسيالستي اصولو او قوانينو په رڼآ کې ژوندسرته ورسوي په هيڅ صورت کې به دغه هدف ته ونه رسيږي داځکه چې د پانګواله نظام (کاپيټاليزم) اصول او د ژوند قوانين له حکومتي ځواک سره پرده واکمن دي او هغه يې له اغيزې څخه نه شي خلاصيدلى.

په همدې توګه که چېرته يو مسلمان هم د يو غير اسلامي نظام تر سيوري لاندې ژوند ترسره کړي او غوښتنه يې داوي چې د ژوندانه  ټول اړخونه يې د اسلامي اصولو په رڼا کې ښايسته شې داکار هيڅکله امکان نه لري. داځکه هغه قوانين چې دى يې باطل ګڼي، هغه ټکسونه او ماليات چې دى يې حرام او ناروا بولي، هغه معاملات چې ورته په جواز قايل نه دی، په همدې ډول د ژوند هغه تګلاره چې ده ته فساد ښکاري او بد يې  ترسترګو کيږي، هغه روزنیز  او تعلیمي اصلاحات چې دده له نظره مهلک او تباه کونکي  دي، داټول پر ده او د ده په کورنۍ داسې سيور ی غور ځوي چې په هيڅ صورت ورڅخه خلاصيدلى نه شي.

په پاى کې دې نتيجې ته رسيږو: هغه څوک چې له خپلې ډلې سره پريوې عقيدې باور لري دخپلې عقيدې له طبيعي غوښتنو سره سم مکلفيت لري تر څو د خپلې عقيدې د مخالفې  ايديالوژۍ له حکومت سره په مخالفت لاس پورې کړي او دخپلې مفکورې پربنسټ دحکومت نظام پرپښو ودروي . داځکه چې که چېرې دده د عقيدې اوفکر مخالف حکومت دچارو واګي په لاس کې ولري په دې صورت کې نه شي کولى دخپلې عقيدې پر اصولو او قوانينو عمل وکړي. البته که چېرې په دغه لار کې هلې ځلې نه کوي او له غفلت څخه کاراخلي  څرګنده ده چې هغه په حقيقت کې له خپلې عقيدې او مسلک څخه انحراف کړى.

قرآن عظيم الشان فرمايې: (عفاالله عنک لم اذنت لهم حتى يتيبن لک الذين صدقوا وتعلم الکاذبين ط لايستاذنک الذين يومنون بالله واالیوم الاخر ان يجاهدوا باموالهم وانفسهم والله عليم باالمتقېن. «التوبه ۴۵»

ژباړه: اى پيغمبره! الله درته بښنه وکړه ولې دې هغوۍ ته اجازه ورکوله ترڅو درته ريښتيني او درواغجن په ډاګه شوي وى. هغه کسان چې په الله او داخرت په ورځ ايمان لري هيڅکله به له تا نه اجازه ونه غواړي چې هغوۍ دې په خپلو سرونو او مالونو له جهادکولو څخه معاف کړى شي او الله ته پرهيزګاران ښه معلوم دي  اجازه يوازې هغه کسان غواړي چې په الله او داخرت په ورځ ايمان نه لري.

په دغه ايت مبارکه کې قرآن عظيم الشان په صراحت سره فتوى ورکوي چې له يو جماعت  سره د ريښتينولۍ او وفا دارۍ معيار په شخصي اعتقاد کې دا دى چې دخپلې عقيدې او مفکورې دحاکميت او واکمنۍ په خاطر په خپل ځان او مال سره په جهاد لاس پورې کړ ې البته که چېرې دمخالفې ايدیالوژۍ حکومت ته په ښه نظروګورئ نو  داکار ددې خبرې دليل دى چې تاسې په خپله عقيده کې درواغجن ياست.

نتيجه به داشي چې په پاى کې به ستاسې تش په نامه عقيده هم له مينځه ولاړه شي. په لومړي سر کې که چېرې ستاسې د عقيدې او فکر مخالف حکومت په ناخوښه توګه ومني اوملا تړ يې وکړى بيا به ورو ورو ورسره روږدی شي تر دې پورې چې دغه کراهت او دزړه ناخوښي به ورسره په مينې واوړي په پاى کې به کار دې نتيجې ته ورسيږي چې تاسې به پخپله دمخالف نظام د ملاتړ په خاطر هلې ځلې کوئ او دخدمت مصدر به يې وګرځئ، ستاسې ځاني او مالي سرښندنې به ددې په خاطر ترسره کيږي تر څو داسلامي عقيدې پرځاى غير اسلامي عقيده پر ټولنې حاکمه شي.

ستاسو ټول ځواک او استعداد به د اسلامي تګلارې په کمزوري کولو په لګښت رسيږي هرکله چې دغه پړاؤ ته ورسيږئ ستاسو او دکافرانو ترمينځ به داسلام دمنافقانه دعوې  نه پرته بل څه امتياز نه وي.

رسول اکرم صلى الله عليه وسلم په خپله مبارک وینا کې دغه نتيجه په صراحت سره بيانوي:

(والذى نفسى بيده لتامرن بالمعروف ولتنهون عن المنکر ولتاخذن يدالمسى ولتاطرنه على الحق اطراً او ليضربن الله قلوب بعضکم على بعضٍ اوليلعنکم کما لعنهم)

ژباړه: په هغه ذات قسم دی  چې زما روح دهغه په لاس کې ده تاسو به ارو مرو په ښو کارونو امر او له بدو چارو څخه به خلک منعه کوئ او ارو مرو به د بدکاره انسان لاس له بدو کارونو نيسې . او ارو مرو به يې پر حق راڅرخوئ او که داسې ونه کړئ نو ارو مرو به ستاسې دځينو زړونه په ځينو نورو سره ووهي يعنې له بدو خلکو به ستاسې زړونه متاثر کړي او ارو مرو به تاسې په لعنت او غضب اخته کړي. لکه چې بدکاران يې پرې اخته کړې ؤ .

نو بنا د پورته پوښتنې لنډ ځواب هم دا دی چې: هو! طالبان د خپل مشروع هدف د ترلاسه کولو له پاره بله لاره نه لري،دوی اړ دي چې سیاسي حاکمیت په لاس کې ولري او بیا دې د خپلو حقه غوښتنو د نفاذ پروسه پیل کړي.

About admin