Home » درس الحديث » هغه چې دالله تعالی په وړاندي ښه مرتبه لري
تصميمات-مساجد-5

هغه چې دالله تعالی په وړاندي ښه مرتبه لري

 

عَنْ مُجَاهِدٍ قَالَ: «قَالَتْ أُمُّ مُبَشِّرٍ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَيُّ النَّاسِ خَيْرٌ مَنْزِلَةً عِنْدَ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ؟ قَالَ:» رَجُلٌ عَلَى مَتْنِ فَرَسِهِ يُخِيفُ الْعَدُوَّ، وَيُخِيفُونَهُ «. ثُمَّ أَشَارَ بِيَدِهِ نَحْوَ الْحِجَازِ، فَقَالَ:» وَرَجُلٌ يُقِيمُ الصَّلَاةَ، وَيُعْطِي حَقَّ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ فِي مَالِهِ “

امام  مجاهد  رح  وايې :ام  مبشر  رضي  الله تعالي عنها له  رسول  الله  صلی الله علیه  وسلم  څخه  وپوښتل  :کوم خلګ  دالله عزوجل  په  وړاندي  ترنورو په  ښه  مرتبه کې  دي ؟رسول  الله صلی  الله علیه  وسلم ورته  وفرمایل  :هغه  تن چې  دآس  په  ملا باندي وي [دالله  تعالی دښمن ]کافروېروي  اوهغه دی  ویروی.بیارسول  الله صلی الله علیه وسلم  دحجاز لورې  ته اشاره وکړه  اوويې  ویل  اوهغه تن چې ښه لمونځ  کوي اوله خپل  مال څخه  دالله تعالی حق  ورکوي .

تشریح  :دالله تعالی په وړاندي  په دینااوآخرت کې  دسترې  مرتبي  څښتن  هغه مجاهددی  چې دجهادپه سوارلۍ جهاد ته روان  وي  یادجهادپه ډګرکې  وي  غواړي چې دالله تعالی دښمنان[ یرغلګراودهغوئ مزدوران] وويروي او هغه غواړي دی [ مجاهد اومسلمان] وویروي .

About admin