Home » عصري مسائل » دانټرنیټ اوتلفون په وسیله سوداکول
عصري نړۍ

دانټرنیټ اوتلفون په وسیله سوداکول

پوښتنه  :له یوتن  سره  دنیټ  اوټلیفون  په واسطه دټرالر باموټرسودا (بیع اوشراء) کوم  ،هغه دموټرتصویرونه راښکاره کړي ،په سودا سره جوړشو ،موږ یوڅه اندازه  روفۍ  ورحواله کړو،اونوري په قسطونو باندي وي ،څوورځې  وروسته موږ ته مال ورسیږي نوزماپوښتنه داده :چې  دغه ایجاب اوقبول صحیح دې ؟ یعني  دغه سودا اوس شرعاصحیح  ده ؟ المستفتي  احمد حافظ .

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: په شریعت  کې  دخریداوفروخت  [پېراوپلور ] لپاره چې  کوم ایجاب اوقبول کیږي  دهغوئ لپاره اتحادالمجلس  ضروري  دی یعني  په  یوه مجلس کې به بیع یاشراء خلاصیږي  ،خواتحادالمجلس  عام  دی  که حقیقة وي لکه داچې  بائع  اومشتري  سره یوځای  وي  ،اوکه  حکما وي لکه  دبل کس  یاخط په  واسطه سره ،یالکه  په دې عصرکې چې  د تلفون  ،فاکس  اوانټرنیټ په واسطه  سره  وي  .

همداراز  په قسطونو سره هم خریداوفروخت  [پېراوپلور]جائز  دی  ،لهذا په مذکوره صورت  کې  داډول  سودا صحیح  ده چې  له نورو خرابیوپاکه وي  .

في  فقه  البیوع  ۱\۳۹وکذلک  یجوز  ان  یعقد البیع  بالکتابة  والرسالة  …..   ویقاس  علیه  التلکس ،والفاکس  حیث  یجوز  الایجاب  والقبول بهما بشرط  ان  یکونا امینین  من التزویر .

وجاء  في  قرار  ۴۵\۳\۶لمجمع  الفقه الاسلامي  : اذا تم  التعاقد بین  الغائبین  لایجمعهما مکان  واحدولایری  احدهما الآخر معاینة ولایسمع  کلامه  وکانت  وسیلة  الاتصال  بینهما الکتابة  اوالرسالة  اوالسفارة  [الرسول ]،وینطبق  ذلک  علی  البرق  والتلکس  والفاکس  وشاشاة الحاسوب  الآلي  [الکمبيوتر]ففي  هذه  الحالة ینعقدالعقد عندوصول  الایجاب  الی الموجه  وقبوله الخ  .

کتبه : مفتي  محمدالطاهرابوسیف عفی عنه 

About admin