Home » درس القرآن » دیهودو اونصاراوسره دجهاد الهي حکم
t_550084e3985b6

دیهودو اونصاراوسره دجهاد الهي حکم

قال الله تعالى: قَاتِلُوا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلَا يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَلَا يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حَتَّى يُعْطُوا الْجِزْيَةَ عَنْ يَدٍ وَهُمْ صَاغِرُونَ (29)[التوبة: 29].

ژباړه :  له هغوکسانو سره وجنګیږئ!چې  نه په الله تعالی  اونه هم په ورځ  داخرة  ایمان  لري ،اونه هغه شیان حرام ګڼي چې  الله تعالی اودهغه رسول  [صلی الله علیه وسلم] حرام کړي دي، اونه په حق دين باندي دي ،له دې یهودو اونصاراو سره ترهغو[ وجنګيږئ]  چې جزیه په خپل لاس درکړي، په داسي  حال کې چې ذلیل  هم  وي .

لنډتفسیر :الله تعالی په دې تفسیر کې  مسلمانانو ته دیهودواونصاراوسره دجنګ  امر کوي اوورته فرمايې :چې ترهغوبه ورسره جنګیږئ چې ترڅوجزيې درکولو ته تیارشي  ،اوهغه هم په داسې حال کې چې  په خپل لاس  به تاسو ته جزیه اداء کوي  چې خورا ذلیل هم وي .

الله تعالی مسلمانانو ته ددې جګړې  دسپېڅلتیا یادونه هم کوي ،چې ستاسو دغه جګړه دهغه چاسره کوئ چې هغه نه په الله تعالی اونه په ورځ دآخرة ایمان لري،اونه هم هغه شیان حرام ګڼي چې الله تعالی حرام کړي .

About admin