Home » بېلا بېلي لیکني » دتګ  اوراتګ اداب

دتګ  اوراتګ اداب

علامه ابن عقیل  (رح)  لیکې :

که له کوم تن سره په لاره روان يې نودهغه مقام ته ګوره،که هغه ترتاسو په عمرکې مشروي یاعالم وي  نوته يې ښې طرف ته ځه،لکه لمانځه کې داقتداء په مهال .[یعني هغه مهال چې امام سره یومقتدي وي نوهغه وخت خومقتدي ښې لوري ته کېږي اوامام چپ  لوري ته ]

اوعلامه ابن  مفلح (رح)وايې:چې که ډيرخلګ له امام یاعالم سره روان وي،نوامام اوعالم دي بیاتردوئ وړاندي ځې اوخلق دي ورپسي وي .اوکه له یوه بل اړخه يې تګ وکړي نو هم باک نه لري .

یحی بن یعمر اوحمید بن عبدالرحمن (رحمهمالله تعالی ) به له ابن  عمر (رضی الله تعالی عنه )سره همداسې  تله ،یعني یوبه يې یوه اوبل يې بل لوري ته و.

علامه شامي (رح) لیکلي دي :چې  ځوان  عالم که له کوم سپینږيري امي سره روان وي نو ځان په دغه امي مخته کوي .

علامه شامي (رح ) وړاندي لیکې : چې علامه رملي (رح) په خپله فتاوی کې لیکلې دي :چې  دجاهل مخته کیدل  په عالم باندي ناروااوحرام  دي .

ځکه چې الله تعالی  فرمايې: {يرفع الله الذين آمنوا منكم والذين أوتوا العلم درجات }

حتی  قاضي ته رواده :چې دغه جاهل سړي  ته تعزیرورکړي  

…………………………………….

۱=  الموسوعة  ۳۷\۳۴۴

۲= ردالمحتار ۵\۴۸۱

About admin