Home » بېلا بېلي لیکني » زماګـــران اوقــدرمــن استـــاذه!

زماګـــران اوقــدرمــن استـــاذه!

                                                                لیکنه:  الهام پکتيکوي                              

محترم استاذه! تاته الله( جل جلاله )دمعلم سترمعززاومحترم لقب درکړی

ګرانــه استاذه! ته ماته دمتعال رب (جل جلاله)له لوري دهدایت ،نجات اوبریالیتوب وسیله يې ، تازه دناپوهۍ له تیارووژغورلم .

قدرمن استاذه! تاته الله (جل جلاله) دمعنویت له رڼاډیرڅه دربښلي ،له همدې  امله ستاهره خبره زمونږ ایمان تازه کوي،زمونږروح تغذیه کوي،چې په نتیجه کې يې زمونږ اودخپل رب (جل جلاله )ترمينځ داسراروپردې کمیږي.

ګـران اوقدرمن استاذه!قربان دي شمه ته دهغې زړه سوانده مورپه څیريې چې ټوله شپه ناکراره اودخپل  واړه ماشوم په ځنګولوبوخته وي،ته همداسي يې، زه به مطمئن اوتابه کرۍ شپه مطالعه کوله ،څوسهارراته دکتاب  توند  اوله اسرارو ډک متـن تشریح اوتفسیر کړ ي .

ګرانــه استاذه! ته دهغه مشفق اومدبرپلارپه شان يې چې تل دخپل محبوب اولاددراتلونکي په فکرستومانه اوناآرامه وي،څويې ورته ګران واړه اوناتجربه بچیان  هغه مقام ته ورسي چې هم په دنیا کې عزتمن اوهم يې داخرت بریالیتوب په برخه شي .

ګرانــه اوقدرمن استاده!نن چې مونږاوټول اسلامي امت دغربي دیمکراسۍ ترنظامي اوفکري یرغل لاندي راغلي یوتربل هرچاتاته په علمي تربیوي اومعنوي لحاظ ډېراحتیاج لروڅوستا له تربيې اوتجربي څخه داعدادالهام واخلواوددي مکاردښمن (صلیبي)په رښتوني اسلامي طرزالعمل مقابله وکړو اودنیاته یوځل بیاثابته شي چې الهي نظام (شریعت )له منځه نشي تلای اودانظام کولای شي چې مسلمانان يې خصوصااوانسانان يې عموما په سیوري کې دآرام ژوندساه واخلي اودژوندانه ټولې خوښۍ اوستونځې يې په  فطري ډول تېري کړي .

 قدرمنه!ستاشاګردان لکه لمرګلي دلمروړانګوپه تقلیدهرسهارستالمرین علمي مجلس ته منتظرګوري اودژوندانه ترټولوخوږي اورنګينې شيبې همداګڼي .

اویالکه ستوري دجهالت تیاره جهان ته دعلم اوپوهې دنورپلوشي راوړي .

قدرمنه استاذه! له همدې ځایه که ووایم  :چې ددنیاپه سرمي له تاسره ډېره مینه ده اوتربل هرچاراته ګران يې دروغ به نه وي؛ ځکه ستاپه امر(فتوی)اومشوره  دالله(جل جلاله)ددښمنانوهررازسیالۍ ته راوتلی یم ،نه دخپل ژوندپروالرم ،اونه له مرګه ویریږم، نه مي دزندان زولنې عزائم کمزوري کولایشي اونه مي دانقلاب تمدید (اوږدوالی)اراده بدلولای شي،بس هم ته  راته له چاسره ددوستۍ محبت اواحترام معیارټاکي  اوله هغوځینوسره چې دالله  جل جلاله) دښمنان دي اودانسانیت امن يي ګواښلی   دنه موالات ، اوقلبي پریکون سپارښتنه کوي  اوپه عین حال کې دحریت اوازادۍ په فکرکي راته له افراط اوتفریط پاک  دیومعتدل،حکیمانه ،اومشروع چلندتوصیه کوي .

هوکي ګـرانـهاستاذه!زه په دې اعتراف کوم چې ناتجربه یم اوفکري استعدادمي خام  دی ،تیروتني راڅخه ډيرې  کيږ ي، له پاک خدای جل جلاله څخه بښنه غواړم .

  قدرمنه!ماله ډیروهڅوسره ستاحق اداء کړی ندی ،ماته بښنه کوه اوتل ستاددعاپه هیله یم ،زماله تاڅخه رغیده اوچاره نشته.

 قدردانه! ته مي معنوي پلار يې ،بیاهم ستاغیږې ته ځم ،ماته دعاء کوه ،څودنفسي خواهشاتو اودبي ځایه لهولعب په شیطاني دام کې ښکیل نشم اوخپل کور،ګران هیواد،اوغیور،مظلوم، افغان قهرمان ،اولس ته په هردیني ،تعلیمي ،سیاسي ، اوجهادي ،میدان کې خدمت وکړم .

له همدي امله چې ستاسوسره مومينه  الهي ده.نوځکه ورځ تربلې زیاتیږي اودمجازي اومادي محبت بالعکس(خلاف)چې  څومره  ته سپینږیری کیږي دومره مودرسره مينه اومحبت ځوانيږي .

 دادی :یوځل بیاپه ستراحترام اودرنښت دتبرک لاس درکوم، خدای جل جلاله دي راته ډېروخت ژوندی لره ،آمین  آمین آمین

    ددارالهجرة په الجامعة العلوم الاسلامیه  کې  دربیع الثاني ۲۶

About admin