Home » بېلا بېلي لیکني » استئذان یا داجازت غوښتنې اداب او مسائل(۲ برخه)

استئذان یا داجازت غوښتنې اداب او مسائل(۲ برخه)

داجازې غوښتنې لپاره  دروازه ټکول:

له مخکني روایت څخه  داهم ثابته شوه چې  داستئذان داطریقه هم جائز ده چې دروازه باندي دستک ورکړي یعني دروازه وټکوي، خوپه دې شرط چې له دروازې ټکولو سره خپل نوم څرګندکړي او وایې چې فلاني سره مي کاردی ،یاچې کله له دننه څخه  ترې پوښتنه وشي باید خپل پوره نوم ورته وښایې.

خو دروازه هم باید په دومره زور سره ونه ټکول شي چې له امله یې  په کورکې دننه شخص وبیریږي،بلکه په  درمیانه توګه دي یې وټکوي ترڅو دننه  اواز ورسیږي

کوموخلکو چې به  درسول الله  -صلی الله علیه وسلم –  دروازه ټکوله  نو هغوی به  په نوکانوسره  دروازه ټکوله  چې له امله یې  رسول الله صلی الله علیه وسلم ته  تکلیف پېښ نه شي ( الجامع لأحکام القرآن للقرطبی، سورة النور:27، 217/12 ، دارالفکر)

نن سبا خو لمړی داکثره خلکو داستیذان طرف ته  هیڅ توجه نه وي ، چې صراحتا دواجبو په پرېښودلوګناه یې په غاړه کیږي،اوکوم څوک چې اجازت غواړي  اوپه مسنونه توګه له دباندي څخه سلام وکړي اوبیاخپل نوم واخلي اجازه غواړي ، نوپه دې زمانه کې په دې ډول اجازه غوښتني سره ځیني مشکلات هم مخې ته راځي ،ځکه عموما مخاطب چې ورڅخه اجازه غوښتله کیږي هغه له دروازې څخه لیري وي  ترهغه پوري دسلام اواز او اجازت غوښتني الفاظ په مشکل سره رسیږي،ځکه نو په دې پوهیدل په کاردي چې اصل واجب دادی چې له اجازې پرته  کورته  یا اوطاق ته  دننه نه شي ، داجازت غوښتنې طریقي  دزمان اومکان په  بدلیدلوسره بدلیدی شي، په دې کې ددروازې ټکول خوپه حدیث سره ثابت دي خو د دروازي سره لګیدلی زنګ هم دواجب استئذان لپاره کافي دي .

څو ځله باید اجازه وغوښتله شي ؟

که کوم څوک له چاڅخه اجازه وغواړي  او دروازه وټکوي اویاهم  زنګ ووهي خو له دننه څخه جواب نه راځي نو تردومره پوري دي صبروکړي چې یوانسان له خوراک ، قضاء حاجت اویوبل کارڅخه فارغ کیدی شي، بیادي دوهم ځل  اجازه وغواړي  که بیاهم جواب رانه شي نو بیادي هم همدومره اندازه  انتظاروکړي ، له انتظار وروسته دي درېیم ځل بیاهم اجازه وغواړي که داځل هم جواب رانغی  نو په خپله مخه دي لاړشي دبیا اجازت غوښتني هڅه دي نه کوي . (الدر مع الرد، کتاب الحظر والا باحة،فصل فی البیع،5/293،رشیدیه)

ځکه کیدای شي له کوم چاچې اجازت غواړي هغه ته دي کوم عذر ورپېښ شوی وي، چې له امله یې جواب نه درکوي ،ځکه نوهغه په مجبوره کولوسره باید ازار نه کړی شي۔(الجامع لاحکام القرآن ،سورة النور :27،12/215، دارالفکر)

له حضرت ابوموسی اشعري –رضی الله تعالی عنه – څخه روایت دی چې یوځل رسول الله – صلی الله علیه وسلم – وفرمایل: اذا استأذن احدکم ثلاثا فلم یؤذن له فلیرجع(الجامع الصحیح للبخاری،کتاب الاستیذان، باب التسلیم والاستیذان ثلاثا، رقم الحدیث:2645)
یعني کله چې  له تاسونه څوک له چا درې ځله اجازه وغواړي  اوجواب ورنه کړی شي نوپخپله مخه دي ځي

ځکه نو په اجازت غوښتلو کې ۳ځله اجازه غوښتل سنت دي په  دې دي زیاتوب نه کوي ، البتة که اجازت غوښتونکي ته معلومه شي چې  زما داجازت غوښتنه به هغه نه وي اوریدلي نو بیا تردې ځله دزیات اجازت غوښتلو اجازت هم شته (الجامع لأحکام القرآن للقرطبی، سورةالنور:27،12/215، دارالفکر)

له دستک پرته په  دروازه باندي انتظارکول

له  دروزاې ټکولوپرته که څوک دیوه دیني عالم یابزرګ له دروازې سره انتظاروکړي ترڅو هغه دخپل فرصت په مهال دباندي تشریف راوړي  اوملاقات یې وشي ، داپه دې کې داخل نه دی ،بلکه عین ادب دی ، خپله قرآن کریم کې خلکوته داهدایت شوی چې کله رسول الله ـ صلی الله علیه وسلم – په کورکې وي نوهغه ته  په ورناري کولو سره   اجازت غوښتنه  دادب خلاف دی ،بلکه خلکوته په کار دي چې ترهغه انتظاروکړي ترڅو رسول الله دخپل  ضرورت مطابق دباندي  تشریف راوړي  بیادي ملاقات وکړي،  لکه دقرآن کریم په دې مبارک آیت کې : ولوأنهم صبروا  حتی تخرج الیهم لکان خیراً لهم ( سورة الحجرات آیت ۵)

یعني که هغوی صبرکړی وی تردې چې ته ورته راووزي نودابه  دهغوی لپاره ښه ؤ .
حضرت ابن عباس – رضی الله تعالی عنه – فرمایې چې :مابه کله دیوه انصاري صحابي په دروازه باندي ترغرمي پوري  انتظار یوست، تردې چې کله به هغه دباندي تشریف راوړ نو بیابه مي دکوم حدیث په اړه تحقیق ترې وکړ، اوکه مااجازت ورنه غوښتی وای نو هغوی به خامخا اجازت راکړی ؤ،مګرمابه دا د ادب خلاف  بلله ،ځکه مي دانتظارتکلیف په ځان تېرول. (روح المعانی،سورةالنور:27،18/452،داراحیاء التراث العربی)

تراجازت اخستلو وړاندي کور، اوطاق، اودفترته ورکتل نه دي په کار:

که څوک  دچاسره ملاقات لپاره دهغه کور، اوطاق یادفترته  ورشي نو داجازې ترلاسه کولو وړاندي دي کور، اطاق یادفترته دننه  نه ګوري ، په حدیث کې ددې کارسخت مخالفت راغلی:

له حضرت عبدالله بن بسر- رضی الله تعالی عنه – څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به دچا دکور دروازې ته مخامخ نه دریده ،بلکه ددروازې راسته یاچپه لوري ته  به  ودرید، او السلام علیکم  به  یې وفرمایل، هغه مهال په دروازو باندي پردې نه وي (سنن أبی داوٴد،کتاب الأدب، باب کم مرة یسلم الرجل؟رقم الحدیث:5186)

همداراز له حضرت سهل بن سعد- رضی الله تعالی عنه- څخه روایت دی چې : یوسړي  د دروازې له سوري څخه  درسول الله – صلی الله علیه وسلم – کورته  وکتل ، په داسي مهال چې هغه – صلی الله علیه وسلم – دږمونځي په شان یوشیئ په لاس کې ؤ چې سرمبارک یې ورباندي ګرول، نورسول الله – صلی الله علیه وسلم – ورته وفرمایل: که ماته معلومه شوي وای چې ته ماته ګوري نو په  دې لرګي به مي سترګي درایستلي وای ، اجازه خو دهمدي کتلو له امله ده ،۔(الجامع مع الصحیح للبخاری، کتاب الاستیذان، باب الاستیذان من أجل البصر، رقم الحدیث:2641)

له دې څخه څرګنده شوه چې کله دننه اجازت غواړي نو دخپل نظرحفاظت کوئ  چې له خلاصي دروازې یا دروازې له کونجونو دننه څه ونه وینئ

که چاته هروخت  دراتلو اجازه ورکړه شوي وي :

خوکه چاته دهروخت ملاقات کولو اجازت ورکړل شوی وي هغه له اجازې اخستو پرته  هم ورتلای شي.

که کوم استاذ شاګرته ، یاپیر خپل مرید ته ، یایوچاخپل ملګري ته اجازه ورکړي وي چې ته په فلاني وخت کې ماته راتلی شئ،نوپه هغه صورت کې دبیا اجازې غوښتلو ضرورت نشته ، ځکه  حضرت عبدالله بن مسعود – رضی الله تعالی عنه – داخبره داسي بیان کړي چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم  ماته وفرمایل:ستاسو لپاره موږ ته دراتلو بس همدا اجازت دی چې زماغږ ستاسو ترغوږشي اوپوه شئ چې زه دننه یم نو پرده پورته کوه اوراځئ،خوکه منع دي کړم هغه بله خبره ده ،۔ (الجامع الصحیح لمسلم،کتاب السلام، باب جواز جعل الاذن رفع حجاب،رقم الحدیث:5666)

که څوک دملاقات لپاره راشي نوباید له عذرپرته ملاقات پري نه ږدي

لکه څرنګه چې کوم څوک دملاقات لپاره راځي دهغه لپاره اداب شته ، همداسي هغه چاته هم په کار دي چې څوک دملاقات لپاره ورته راځي چې هغه ځان ته راوغواړي اویاهم دباندي  ورووزي اوپه ورین تندي ورسره یوځای شي ترخپل وس دهغه اکرام وکړي اوداسي نور.
هغه چاته چې قاصد ورلیږل شوي وي دهغه لپاره داستیذان حکم:

که څوک چاته قاصد ولیږي اورا ویې غواړي،نوکه هغه له قاصد سره یوځای راشي نو هغه ته داجازت غوښتلو ضرورت نشته،دقاصد ورلیږل خپله اجازت دی ،(الدرمع الرد،کتاب الحظروالاباحة،فصل فی البیع،5/293،رشیديه)

هوخوکه  له قاصد سره یوځای رانه شي بلکه لږ وروسته  راشي نوبیااجازه غوښتل ورته ضروري دي.

دسنن ابوداودپه یوه روایت کې راغلي چې: رسول الله –صلی الله علیه وسلم – اذا دعی فجاء مع الرسول فان ذالک له اذن“۔(سنن أبی داوٴد،کتاب الأدب، باب فی الرجل یدعی أیکون ذلک اذنہ؟رقم الحدیث:5190(

یعني څوک چې  راوغوښتل شي اوهغه له قاصد سره یوځای راشي نوهمدا دهغه لپاره اجازت دی

په عامه ځایونوکې داجازت غوښتنې حکم:

که څوک داسي ځای ته لاړشي چې هلته هرچاته دراتلو اجازت وي ، مثلا خانقاه، مدرسه ،هسپتال، اونور دعامه ښېګڼي مرکزونه ،نو هلته هرڅوک له اجازې پرته ورتلی شي ، البتة په مدرسه ، یاخانقاه کې چې کوم اطاقونه دمنتظمینو، یانورو خلګو ، طالبانو داستوګني لپاره خاص کړی شوي دي هغوی ته له  اجازې پرته داخلیدل صحیح نه دي .
۔

خپل کورته د ننوتلو اداب:

پورته ذکرشوي احکام خو دهغه چالپاره دي چې کله انسان دبل چا کور، اطاق ته  ورځي ،خوکه انسان خپل کورته  ننوزي نودهغه حکم دادی چې په کورکې یې یواځي خپله میرمن اوسي نو داجازې غوښتلو ضرورت نشته ،بلکه چې کله کورته دننه شي نو خپلي میرمني ته دي سلام واچوي ( الجامع لأحکام القرآن للقرطبی ،سورة النور:27،12/219،دارالفکر (

اوکه په کورکې یې له میرمني سره سره ، مور،خور اونور اوسي نوچې کله کورته داخلیږي نو یادي دپښو ترپی کوي(یعني پښي دي په زمکه په زوره ووهي) یادي وټوخي  یادي په زوره یوڅه ووایې چې له امله یې په کورکې میشت کسان په راتګ خبرشي. (الجامع لأحکام القرآن للقرطبی،12/219،دارالفکر(
یوسړي له رسول الله  – صلی الله علیه وسلم ـ څخه وپوښتل: ایازه چې خپلي مورته ورځم هم اجازه به غواړم؟ رسول الله – صلی الله علیه وسلم – ورته وفرمایل: هو! اجازت غواړه!هغه سړي ورته وویل : ای دالله رسوله !زه له مورسره په یوه کورکې اوسم ؟رسول الله –صلی الله علیه وسلم- ورته وفرمایل: بیاهم له اجازې پرته کورته مه داخلیږه،هغه سړي بیاوویل چې : ای دالله رسوله ! زه خوهروخت دهغې په خدمت کې حاضریږم؟رسول الله – صلی الله علیه وسلم –ایا ستا داخبره خوښه ده چې خپله مورپه  لوڅ(بربنډ)حالت کې وویني؟ هغه وویل چې :نه! رسول الله – صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: دهمدې لپاره نو اجازت په کار دی (الموطا للامام مالک،کتاب الجامع ،باب فی الاستیذان ،ص725،نور محمد)
یعني کیدای شي چې هغوی دیوه ضرورت  له امله جامي ایستلي وي اوانسان ناڅاپه داخل شي  اوسترګي یې ورباندي ولګیږي،ځکه نوکه په کورکې مور،خور،لوڼي  وریندار اوبل څوک  اوسي نو تر ننوتلو وړاندي باید وټوخي یاغږوکړي چې په کورکې میشت خلک یې په راتګ خبرشي . ۔(الجامع لأحکام القرآن للقرطبی،سورة النور:27،13/219،دارالفکر)
د تليفون اړوند یوڅومهمې خبري:

چاته تلفون کول هم ګویا له هغه سره ملاقات کول دي ،نوځکه خو دتلیفون کولو لپاره هم داستئذان یااجازت غوښتني همدغه احکام دي .

نوچاته په داسي مهال چې عادة دهغه دخوب ،ارام،یانوروضروریاتویاهم په لمانځه کې مشغول وي  نوله سخت ضرورت پرته ورته تلفون  کول جائزنه دي،ځکه چې له  دې څخه هم هغه ته تکلیف رسیږي لکه څرنګه چې دیوچاکورته دهغه له اجازې پرته په ننوتلو رسیږي.

له کوم چاسره چې په تلفون ډيري خبري کوئ ،نوپکاردی چې له هغه څخه په دې اړه وپوښتل شي چې په کوم وخت کې تاسوته په تکلیف کولو کې تکلیف نه وي اوبیادي دهغه وخت پابندي کوي.

که څوک په تلفون باندي اوږدي خبري کوي  نولمړی باید خپل مخاطب ته ووایې چې:که وخت لرئ زه به خپله خبره درته واوروم،ځکه اکثره داسي کیدی شي چې دتلیفون په زنګ وهلوسره سړی طبعامجبوریږي چې تلفون اوچت کړي اومعلومه کړي چې څوک دی څه ویل غواړي، له همدي امله که هغه په هرډول ضروري کاربوخت وي هغه پریږدي اوتلیفون پورته کوي،نوکه څوک خبره اوږده کړي نوسخت تکلیف ورته پیښیږي .

پای…..

 ژباړه : م/محمد

About admin