Home » جـــــهاد » زندان اودمسلمانانو مسؤلیت :

زندان اودمسلمانانو مسؤلیت :

م \اعظم صدیقي

له نن نه تقریبادرې کاله وړاندي له جیل نه یوه بندي ملګري راته دامصرۍ میسج کړه :
بندي خانې هلکان زاړه کړه ! نجونو په غاړه کړ ئ دصبرتعویذونه! .
ماپښین ؤمطالعه مې کوله خودي مصرۍ دومره وژړولم چې نورراسره دمطالعې توان پاته نشومصرۍ مې راته دکتاب پروقایه ولیکله،اوکتاب مي کت کړو!
نه پوهیږم چې دڅومره درد،او مایوسۍ په حالت کي به يې لیکلې وي زه خو یې دادی درې کاله وروسته هم په لیدلواښکې نشم تم کولای ؟
هورښتیاکیدای شي چیرته آینه کې به یې کتلې وي ،اولیدلې به یې وي چې دږیرې دواړه اړخونه ېې سپین شوي ؤپه داسي حال کې چې دایي دځوانۍ هغه تاندموسم ؤ.
اوممکن عبدالحنان چې لومړی زوی یې وو،اودده له بندنه وروسته پیداشوی ؤهغه به ورته په تلیفون کې ویلې وي چې : لالاته ولې له تلیفونه نه راووزي د کلي ټول هلکان له خپلوپلروسره داخترمیلې ته لاړل په کلي کي تنهازه پاته یم! ] عبدالحنان نه به چې چاپوښتنه وکړه چې پلاردي چرته دی نوده به ویل چې هغه په تلیفون کې ده نه راوزي .
اویاکیداشي دبوډاپلارهغه زړه راښکونکی حالت به یې سترګوته دریدلی وي
چې راسره مي دبندي ملاقات ته بوتلوخوکله یې چې پرخپل بندي زوي سترګې ولیګیدې دومره یې ځان له واکه ووت چې هیڅ یې دده ،اوبندي ترمنځ لګیدلې ښيښې ته پام نشو،اودګران زوی دپه غیږکی نیولوپه تکل یې ورسره خوراکلک ټکروکړچې ددي حالت په لیدلوسره ټولوبندیانو او ملاقاتیانوبي دریغه وژړل .
زندان هغه دچاخبره څه دخواښې کورندی بلکه زندان دغمونو،دردونو،اوفراق کوردی څوشپې مي پکې تیري کړي چې ترمرګه به مي هیري نشي ،اودهغه تنګ سترګې ،اوتورمخي پارسوان دڅپیړې کړس خومي لااوس هم په دماغ کي ګرزي چې په ماته ګوډه پښتوبه يې راته ویل [ملاصاب سوعسکرحلال کلې دي …. که دیرکافرملادی ]اوله دي سره به یې یوه خوندوره څپیړه راخلاصه کړه چې ترډیره به راباندي سرګرزیدو.
خبره دعامومسلمانانوتربي غورۍ رایاده شوه هغه مهال مي ددي بندي په اړه له یوچاسره خبره روانه کړیوه،أودي موافقې ته ورسیدوچې په فلان تاریخ بندي په لاس درکوم ،اویولک څلویښت زره کلدارې غواړم
چې ناڅاپه راته دبندي له لوري تلیفون راغی ،اوراته یې کړه : ……صیب سړي ته جواب ورکړه ځکه چې پیسې رانه پلان صیب بیرته وکرزولې ،اوویل یې چې زمادموټرروفۍ کمې شوي ] له هغه وروسته مي له څوشتمنوکسانوسره اړیکه ونیوه،اودموضوع له جریانه مي خبرکړوخوهیچامي هم په مشکل غوږونه ګراوو.هغه ؤچې بندي موددووکلونولپاره نورهم دزندان توروتارکوته پریښود،اودصبر،اوزغم دتوصیې په کولوموسره خداي پاماني وکړه اودوه کاله پس موهم دهغو روفوپه ورکولوسره راخوشی کړ .
حال داچې دبندیانوازادول پرټولومسلمانانوفرض دي هغه که دجنګ له لارې وي ،یادتبادلې ،اویادپیسودورکړي .په هرصورت چې ممکن وي دبندي خلاصون به کوي .موسوعة الفقهیة په[۴ج] مخ [۲۱۵]کي لیکي چې که دبندیانودخلاصون نورې طریقې امکان ونه لري نولمړی لازمه ده چې له بیت المال څخه دبندي دخلاصون لپاره پیسې مصرف شي ،اوکه بیت المال نوي نوپرټولومسلمانانوواجب ده چې بندي دروفوپه بدل کې راخلاص کړي .ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دبندي په خلاصولوسره ټول مسلمانانوته امرکړی[ والاستنقاذاذالم یتسرعن طریق القتال فانه یصح ان یکون عن طریق الفدآء بتادل الاسری ……کمایصح أن یکون بالمال أیضا؛لقول رسول الله صلی الله علیه وسلم :أطعمواالجائع ،وعودواالمریض ،وفکواالعانی [ای الاسیر] ……والحنفیة علی وجوب ذالک فی بیت المال فان لم یکن فعلی جمیع المؤمنین
أن یفدوه .
علامه قرطبي دخپل تفسیرپه ۸/۵۷مخ کې په ډیرټنګارسره داخبره کوي چې دبندیانوخلاصول پرټولومسلمانوفرض ده آن تردي چې هیچاته هم یودرهم پاته نشي ،اوورسره دخپلې زمانې له واکمنو،اوشتمنونه دالله تعالی دربارته شکایت وړاندي کوي چې قدت ،اوداموالوخزانې یي په لاس کې دي خوبیاهم دکفاروجیلونه له مسلمانانوډک دي .] اوداسلام دوهم خلیفة حضرت عمررضی الله تعالی عنه به ویل :لأن أستنقذرجلامن المسلمین من أیدی الکفار أ حب الی من جزیرة العرب .
ژباړه :دکفارله لاسونه نه دیومسلمان بندی ازادول راته له دعربوله جزیرې هم غوره ده .
نه پوهیږم چې مسلمانان داسلام له دي حکمه ناخبردي ؟اوکه دمال محبت یې په زړه کي دومره ځاي نیولی چې داسلام پراحکامویې سترګې پټې کړي دي ؟
هرڅه وي خویوه ورځ به ضرورداسي راځي چې دیالیتني لم أتخذالمال خلیلاناري به وهي چې هیځ به ورته په دردونخوري .
مازیګر:سه شنبه :۲۶ ربیع الثانی :۱۴۳۸

About admin