Home » جـــــهاد » دمجاهد اخلاق اوکرداردشریعت په ړناکې
اشداء علی الکفار

دمجاهد اخلاق اوکرداردشریعت په ړناکې

(ع ـ رحماني)

په دنیا کې دژوند تېرولو لپاره اسلام خپلو پېروانو ته ځانګړي آداب ښودلي چې ددې آدابوپه رڼا کې ژوند کول ددنیا اوآخرت دکامیابۍ زریعه جوړیدای شي که  اسلامي تاریخ ته نظر وکړو نواوبه ګورو چې مسلمانان په هر وخت او هر ډګر کښې هغه وخت لوړ مقام ته رسېدلي او په خپل دښمن برلاسه شوي چې کله یې اسلامي احکامو اوآدابوته پوره پاملرنه کړي اوپه خپل ژوند کې یې عملي کړي . له دې امله په هردور کې ددین دښمنانو دډول ډول امکاناتو په کارولو سره هڅه کړې ترڅو مسلمانان له خپل دین اسلامي احکامو اوآدابو څخه لرې وساتي . په اوس وخت کې هغه څوک چې اسلام اواسلامي احکامو څخه دسر په قیمت دفاع کوي داسلام دلارې مجاهدین دي دنړۍ کفري طاقتو نه نه یواځې داچې ددوی په وړاندې له نظامي قوت څخه کاراخلي بلکې ددوی دبدنامو لپاره یې په تبلیغاتي ډکر کې هم ډېر کار کړی اولاهم نه دې ستړې شوي. مجاهدین یې دترهګر، بنسټپال ، ترورست، دآبادۍ اوپرمختګ دښمن….اوداسې نومونو سره نړیوالوته ورپېژندلی. خولله الحمد څومره چې دمجاهدینو په وړاندې دکفري نړۍ کرکه اونفرت زیاتیږي له دې نه په څوچنده زیات مجاهدین  داسلامي امت په زړونو کې ځای پیداکوي.

اسلام دنورو آدابو ترڅنګ په نیکو اخلاقو ډېر ټینګار کړی ده ځکه اخلاق هغه سرمایه ده چې په دې سره مسلمان کولای شي په دنیاکې دځان لپاره زیات دوستان پیداکړي اودخلکوپه وړاندې دعزت اواحترام خاوند شي.  په اسلام کې دعامومسلمانوپه پرتله مجاهد ځانګړی مقام لري په قران اوحدیثو کې دمجاهد زیات فضائل بیان شوي علماوو پرې مستقل کتابونه لیکلي . خودلته مونږ یواځې دمجاهد اخلاق اوکردار اوپه ټولنه یې اثر ستاسوته په وړاندې ګدو .

ښایسته اخلاق اوکردار نه یواځې داچې یونېک عمل او دثواب کارده بلکې دټولنې په اصلاح کې مهم رول لري. درسول الله (صلی الله علیه وسلم ) دنېکو اخلاقو له امله زیات کافران داسلام په مبارک دین مشرف شوي دي.

ښایسته اخلاق هغه وسله ده چې دوينې له تودیدو  پرته دهېوادونو ترڅنګ دانسانانو زړونه فتحه کوي. له همدې امله  مجاهد ته پکار ده چې  دنیت اوعباداتو داصلاح ترڅنګ خپل کردارد اواخلاقو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

مجاهدباید داخلاقوترڅنګ په عباداتوکښې هم ترنورومخکې وي . پنځه وخته لمونځ په جمعه اداء کړي دتلاوت اومسنونه اذکارو اهتمام وکړي دپلار اومورحقونه وپېژنې اوپه اداء کولو کې یې سستي ونه کړي اوددوی په وړاندې  له مهربانۍ اواحترام څخه ډک چلند وکړي . په کشرانوشفقت اودمشرانو احترام  وکړي . دهمسایه حقوق په نظر کې ولري دهغه د سر ، مال ، اوناموس څخه په کلکه ساتنه وکړي دمریضانو پوښتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي ځکه په احادیثوکې دمریض دپوښتنې ډېرثوابونه ذکرشوي .

 اوهمدارنګه دمسلمانانو په وړاندې له کرکې، نفرت ، حسد ، کېنې اوغیبت څخه په کلکه ځان وژغوري ځکه حسد اوغیبت هغه ناوړه ګناهونه  دي چې دنیکو اعمالوثواب ضایع کوي. مینه اومحبت له منځه وړي . علماء فرمایې : لکه څرنګه چې دنیکو اعمالو کول مهم دي همدارنګه دنیکواعمالو ساتل هم ضروري ده نودی باید ترهرڅه زیات همدې خبرې ته پاملرنه وکړي ځکه ده په خپل ژوند کې هرډول نعمتونه، راحتونه اوخوندونه شاته غورځولي اوله اسلام څخه په دفاع کې یې په خپل ځان هرډول ستونزې اوکړاوونه زغملي هسې نه چې خدای مکړه په آخرت کې یې له ثواب څخه بې برخې شي . دمجاهدمجلس باید دنوروخلکو لپاره پند اوعبرت وي دمجاهد داخلاقو په لیدولوسره باید دخلکو له جهاد اومجاهد سره مینه اومحبت زیات شي له ځوانانوسره دجهاد جذبه پیداشي اوله پلرونوسره یې دااحساس پیداشي چې خپل ځامن له مجاهدینوسره ملګري کړي . دمجاهد سنګر اومرکزباید دمدرسې بڼه ولري عام مسلمانان باید هلته دجهاد په اړه ډېرڅه زده کړي. نه داسې چې دمجاهد له مجلس څخه خلک کرکه اونفرت وکړي . دمجاهد اخلاق باید ترخپلو ملګرو پورې خاص نه وي بلکې هرمسلمان اومجاهد ته دخپل ملګري اوورروپه سترګه اوګوري دخپلې دلګۍ دملګرو اونورومجاهدینوپه وړاندې  باید یوډول چلند اختیار کړي اوله ټولو سره  له ښو اخلاقو کارواخلي .  داسلام سترلارښود جناب رسول الله (صلی الله علیه وسلم)  نړۍ ته دښو اخلاقو  نمونه پریښي چې ډېرو مستشرقینو لیکولانو هم دهغه  په ښایسته اخلاقو اعتراف کړی اودايې لیکلي چې دنړۍ په تاریخ کې دمحمد (صلی الله علیه وسلم)  څخه لوړ دښواخلاقو خاوند بل څوک نه دی تیر شوی. په قرانکریم کې هم دهغه دنیکو اخلاقو ستاینه شوې  الله رب العزت  فرمایې : ( انک لعلی خلق عظیم )  بیشکه ته دلویو اخلاقو خاوند یې اوبل ځای کې ورته امرکوي اوفرمایې(ادع الی سبیل ربک بالحکمة والموعظة الحسنة :  الایة  )  یعنی  په حکمت اوښایسته نصیحت  سره خلکوته ددین په لور بلنه ورکړه . اوهمدارنګه د صحابه کراموداخلاقو  په اړه الله رب العزت فرمایې ( والذین امنوا معه اشداء علی الکفار رحماءبینهم : الایة )  یعنی هغه کسان چې د هغه ملګرې دي  دکفارو په وړاندې  سخت دریځه دي خوپه خپل منځ کښې پریوبل ډېرمهربانه دي . په اوسنې وخت کې اسلامي امت ترنورو زیات دمجاهدینو کرداراواخلاق څاري اوله دوی څخه دملت په وړاندې دښواخلاقو آرزولري  ځکه دوی پورې یې دراتلونکي ژوند ټولې هیلې اوامېدونه تړلي دي  دوی دوحشي یهودیانو وحشتونه اوظلمونه په خپلو سترګو ولیدل ددوي دمظلومت آواز دځمکې په سر هیچاوانه ورېده هغه څوک چې ځانونه داسلامي هېوادنو مشران بولي هغوي هم داسلامي امت په وژلو اوبې عزته کولو کې دیهودو ترڅنګ ودریدل نوځکه ورڅخه اسلامي امت ناهیلی شو دوی پورې تړلی امیدونه یې په سیند لاهوشول  . په ځانګړي ډول زمونږ دردیدلي هېوادوال چې په خپل ژوند کې دکورنیو اوبهرنیو وحشیانو له خوا دظلم وحشت اوبربریت څخه ډکې نه هېریدونکې خاطرې  له ځان سره لري دمجاهدینو نېکواخلاقو اوله مهربانۍ څخه ډک چلند ته تګي اوسترګې په لاردي .

 نوداسلامي امارت مجاهدینو ته پکاردي چې  دعام اولس په وړاندې خپله تګلاره په نبوي منهج براره کړي په خپل کردار اواخلاقو کښې  دخپلواسلافو په لار روان شي  هغه څوک چې وسله په لاس خپلو مظلوموهېوادوالوسره دمهربانۍ څخه ډک چلند کوي اوپه ورین تندي ورسره مخ کېږي دکونډویتیمانو اوسپین سرو دحال پوشتنه کوي له سپینږو اوبوډاګانوسره مرسته کوي له عاموکلیوالو سره دآبادۍ اونوروخیریه کارونوکې ونډه اخلي دایقیني ده چې الله تعالی به داسې مجاهدین په ځمکه څه چې دانسانانو په زړونو واکمنان جوړکړي  زمونږ په موجوده روان جهاد کې هم ددې ډیرې بېلګې ترسترګو کېږي . په هغو ځایونو کې چې مجاهدین له اولس سره ښه چلند اوغوره اخلاق لري دنوروځایونو په پرتله له اولسې ملاتړ څخه ډېر برخمن دي ورځ تربلې مجاهدین په هر ډګر کې پرمختګونه کوي دآبادۍ اوپرمختګ کارونه په کې په چټکی سره روان دي. تعلیمي ادارې دمجاهدینو ترڅارنې لاندې په آرامه فظاء کې خپل فعالیت ترسره کوي .   که اسلامي تاریخ ته ځیر شو نو  معلومه به شي چې دنړۍ په کچه په ډېروهیوادونو هغه خلک تر ډېرو واکمن  پاته شوي کومو چې دخپل ملت په وړاندې له نیکو اخلاقو څخه کاراخستی. . اوهمدارنګه به اوګوروچې  داسبابو اوافرادوپه لحاظ سره دمسلمانانو  دېرې کمزورې ډلې دکافرانو په ډېرو قوي طاقتونو برلاسي شوي چې ژوندې مثال یې دطالبانو په وړاندې داوباما دناکامۍ اعتراف ده نو اوس هم باید زمونږ مجاهدین دخپلو اسلافو تاریخ تازه کړي په خپلو عباداتو، اخلاقو، اوکردارسره نړیوالو ته مجاهد وروپېژنې ترڅوخپل هدف ته هم په اسانۍ سره ورسېږي اواسلامي امت هم له روان حالت څخه وژغوري په دې ورستیو کې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دمجاهدینو بې دریغه قربانیو دنړۍ ډېر کافران دې ته اړکړي چې داسلام په اړه مطالعه وکړي چې په پایله کې مونږ ګورو هره ورځ په زیات شمېرکې کافران داسلام په مبارک دین مشرف کېږي که دالله تعالی نه نصرت نه وي نو دنننۍ کفري نړۍ وسلې امکانات اوفوجونه دطالبانو له نظامي قوت سره دپرتله کیدو قابل نه دي مجاهدین باید روان فتوحات اوبریاوې دالله تعالی نصرت اوکومک وګڼې اوپه راتلونکې کې هم له هغه څخه دنصرت دعاګانې وغواړي .

په ټوله نړۍ کښې دمجاهدینو دکامیابۍ اودسپېڅلي اسلامي نظام دنفاذ  په هیله

About admin