Home » بېلا بېلي لیکني » تــــصــــــوف
تصوف

تــــصــــــوف

مفتی محمدګل سعید

چې په یوقدم ترعرشه پورې رسي

مالیلی دی رفتارددرویشانو

تصوف

علم په دوه ډوله ده : (۱)  ـــ تدریسي علم (۲) ـــ لدني علم..

۱ــــ  تدریسي علم  هغه  دی چې په زده کړه  اوتعلیم  یعنې دځان په څېرانسان څخه زده کیږي . ۲ــــ  لدني علم هغه دی چې بې له ظاهري وسیلې اوواسطې دالله تعالی له لوري دعبادت  اوذکر، فکرله لارې دچاپه نصیب شي ، چې دا علم صوفیانوله دې نبوي حدیث څخه راایستلی دی : من عمل بماعلم  اورثه  الله علم مالم یعلم . دهمدې علم ذکرپه دې مبارک آیت کې  هم شوی دی : وعلمناه من لدناعلما ( سورة کهف ایة ۴۰ ) داعلم دخضرعلیه السلام په برخه ؤ ،چې موسی علیه السلام ته نه ؤ ورکړی شوی ، یعنې حضرت موسی علیه السلام ته دشریعت علم حاصل ؤ اوخضرعلیه السلام ته باطني علم چې قصه یی په قران کریم کې راغلې ده ورکړل شوی ؤ .

حضرت حسن بصری رحمه الله په تصوف کې دلومړي شخص په حیث پیژندل شوی دی ، چې ددغه علم زده کړه یی په یوروایت کې له حضرت علی رضی الله عنه  څخه اوپه بل روایت کې له حضرت حذیفه یماني رضی الله عنه څخه  کړې ده   . نوداعمالوداصلاح سره چې کومه حصه متعلق ده هغې ته شریعت وایی اودزړه داصلاح سره چې کومه طریقه  متعلق ده  هغې ته طریقت وايي

دتصوف علم تعریف :  حضرت امام غزالي رحمه الله ‍ فرمايي : دتصوف علم تقریبازرتعریفونه لري ،همداشانې ابومنصورعبدالقادربغدادي چې په ۱۰۳۷م کې وفات شوی دی اوداسلام دلویوصوفیانوڅخه ګڼل کیږي دتصوفویوزرتعریفونه کوي ،چې له هغوڅخه مونږیواځې دادوه تعریفونه  رانقل کوو : شیخ احمدزروق رحمه الله فرمایی : التصوف : علم  قصدلاصلاح القلوب وافرادهالله تعالی عماسواه . یعنې تصوف هغه علم دی چې مقصد ترینه  اصلاح دزړونو اوتنهایی دزړونوده دالله تعالی لپاره دماسوی نه ، یعنې دفنافی الله لپاره .   شیخ الاسلام قاضی زکریاالانصاری رحمه الله دتصوف په تعریف کې وایی : التصوف علم تعرف به احوال  تزکیة النفوس وتصفیة الاخلاق وتعمیرالظاهروالباطن لنیل احوال السعادة الابدیة . یعنې : تصوف هغه علم ده چې پیژندل کیږي په ده باندې احوال  دصفایی دنفس اوصفایی داخلاقواوابادول دظاهراوباطن په شریعت سره لپاره ددې چې دایمه  نیکبختي  ترلاسه شي .

  دتصوف علم موضوع  : التزکیة والتصفیة  وتعمیرالظاهروالباطن یعنې په نیکواخلاقوموصوف کیدل اودبدواخلاقونه پاکیدل اودظاهراوباطن ابادول   دي .

دتصوف علم غایة اوغرض   : نیل السعادة الابدیة،  یعنې غایه ابدي یی نیکبختي  حاصلول  دي  .

 دتصوف علم ډیرنومونه لري  چې یوڅویی داد ي  :  (۱) علم القلب (۲)  علم الاخلاق (۳)  احسان (۴) سلوک اوطریقت .  په قران کریم اواحادیثو کې ترینه زیات تعبیرپه  احسان سره شوی دی . اوزمونږ په ننۍ زمانه کې  یی دتصوف  په نوم زیات شهرت پیداکړی دی .                                                                                                                                                         په  اسلامي تصوف کې په اصل کې دوه مکتبه  موجوددي ،چې یویی دبغداداوبل یی دخراسان دی .دبغدادد مکتب پيشوایان  : شیخ عبدالقادر جیلاني  رحمه الله ،شیخ جنیدبغدادي رحمه الله ،حضرت شبلي رحمه الله  ،حارث ، محاسبي او……ؤ، چې دغوډیرتکلیفونه ولیدل اوددغه علم په ښوونه کې یی  هڅې کړي دي . دغه مکتب دهجری لومړۍ پیړۍ  په آخرکې شروع شوی دی . دخراسان په مکتب کې هم لوی لوی صوفیان شته دي ،لکه فضیل بن عیاض  رحمه الله ، ابراهیم بن ادهم رحمه الله ،احمدبن خضرویه بلخي رحمه الله ، ابویزیدبسطامي او…….  ددې مکتب درې کتابونه  زیات مهم  دي  :۱ـــــ کتاب اللمع ،دسراج طوسي تالیف ۳۷۰ه ق) ۲ــــ طبقات الصوفیه، دابوعبدالرحمن سلمی تالیف ۴۰۰ هق .۳ــــ الرسالة القشیریة دعبدالکریم بن هوازن قشیري تالیف ۴۶۰)

له ډیره وخته داهل ظاهراواهل باطن ترمنځ یو ډول اختلاف موجودؤ،علماء چې پرظاهري لار روان وو،دطریقت  اوسلوک خاوندان به یی ښه نه لیدل  اوداسې اختلافات دعلامه ابنالجوزي رحمه الله اوابن تیمیه  الحرانی رحمه الله اوابن حزم ظاهري اونوروعلماؤپه آثاروکې لیدل کیږي،چې دفقهې اواحادیثوعلماء یی پرخوادي اودوۍ له صوفیانواودطریقت اوسلوک له خاوندانوسره مخالفت ښکاره کوي .داسلام دلویومتصوفینوڅخه یوابوحامدغزالي دئ،چې  په ۵۰۵ ه کې وفات شوی دئ،په علم اوفلسفه کې زیات معلومات اونظریات لري ،لوی اسلامي مؤلف دئ،دی وايي : چې دژوندانه اوددې دنیاغایه داده چې انسان خپل ځان دتامل اوتوکل په احساس  سره وړاندې بوزي اوهرکارچې کوي په هغه کې یې  دخدای پېژندنه غرض  اوغایه  وي .

داهل شریعت اوطریقت دغه جګړې چې په قرنوقرنوجاري وې،دزرم هجري کال په حدودوکې  دحضرت مجددالف ثاني  شیخ احمدسرهندي کابلي په عالمانه  توجه حل شوې اودشریعت اوطریقت اختلاف ورک شو، وروسته ترده حضرت شاه ولی الله دهلوي رحمه الله اوحضرت شاه عبدالعزیزرحمه الله اونوروعلماؤهم دحضرت مجددرحمه الله دغه لارتعقیب کړه اودوۍ داخبره ټينګه کړه :چې  طریقت اوسلوک له کتاب اوسنته څخه یوه ذره اختلاف نه لري اویوسالک بایدله کتاب اوسنته یوویښته تجاوز ونه کړي .په دې ډول ددوۍ په سعی اوهمت تصوف ،سلوک اوطریقت بیادشریعت پرقوي اساس روان شواوانفکاک اواختلاف یې ورک شو.

له صوفیانوڅخه ځینې متقدمین  محققان  هم شریعت اوحقیقت  یوله بله  سره بېل نه ګڼي،حضرت علي هجویري رحمه الله چې یوپوخ اوثقه متصوف  دی په  خپل مایه نازکتاب کشف المحجوب  کې وايي  : حقیقت  هغه معنی ده،چې نسخ یې روانه وي اوله آدمه  تردې دمه یې حکم متساوي وي : لکه دحق معرفت  اوخلوص دنیت؛مګرشریعت هغه  معنی ده،چې نسخ اوتبدیل یې رواوي لکه احکام اواوامر،چې په هرشریعت کې ځینې نسخ  شوي او اوښتي دي ؛ نوشریعت دبنده په فعل پورې اړه لري اوحقیقت  خدای تعالی مقررکړی اودده حفظ اوعصمت دی؛نودشریعت  اقامت بې حقیقته محال دی اودحقیقت اقامت  هم بې  شریعته  محال دی،شریعت  بې حقیقته هم ریاده اوحقیقت  بې شریعته  هم نفاق دی ؛نوشریعت  له مکاسبوڅخه  دی اوحقیقت له مواهبوڅخه  . که څه هم په لومړي سرکې دطریقت اوشریعت په منځ کې توپیرنه ښکاره کیږي ،اومتصوفین هم په قران ، حدیث اوتفاسیرواستدلال کوي ،خوکله چې څه غوراوتعمق پکې وشي ،تصوف یوه بیله  ځانګړې فلسفه  تعقیبوي چې ماوراء طبیعي ته هم رسیږي  اوپه دغه برخه کې دعالمانواوپیرانوپه منځ کې دنظراختلاف پیداکیږي اوپه دواړو خواووکې داسلام لوی شخصیتونه  شته ،لکه په صوفیانوکې حضرت فریدالدین عطاررحمه الله چې په ۶۲۰ ه مړدی ،اندلیسي شیخ اکبرحضرت محی الدین ابن عربی رحمه الله چې په ۶۳۸ ه مړدی، مولیناجلال الدین رومي چې په ۸۹۸ ه کې مړدی . په ملایانوکې شیخ الاسلام حضرت ابن تیمیه حراني رحمه الله چې په ۷۲۸ ذه کال مړدی،حضرت علامه حافظ ابن حجرعسقلانی چې په ۸۵۲ ه مړدی،ابراهیم البقاعي چې په ۸۵۸ ه مړدی،شامل دي .همداشانې نورصوفیان اوعالمان هم زیات شته،چې یودبله په طریقت  اوشریعت کې دنظراختلاف سره لري ،حتی پرلوی صوفي محی الدین ابن عربی رحمه الله باندې  ابراهیم البقاعي دومره شدیدتنقیدنیسي چې دهغه لاره غندي همداشانې دحسن بن منصورحلاج چې په ۳۰۹ ه مړدی د(اناالحق)  ویل او دملایانوله خوا یی سنګساریدل دملایانواوصوفیانوداختلاف نظراودیادې لاري اوفلسفې دبیلتون څرګندمثال ګڼل کیږي .حضرت مجددشیخ احمدسرهندي رحمه الله  چې  ددغه اختلاف دورکولولپاره یی زیاتې هلې ځلې کړي  اوګردعمریی  تکلیفونه کښلي  دي . یوه ورځ  یی په مراقبه کې په خپلومقاماتوکې عروج کړی ؤ ، تردې چې دحضرت صدیق اکبررضی الله عنه مقام ته بلکې تردې هم پورته تللی  ؤ اواهل الله دهمیش لپاره  دانبیاووعلیهم السلام اوصحابه وورضی الله عنهم  مقاماتوته عروج کوي . نوداخبره یی کړې وه چې زه دصدیق اکبررضی الله عنه مقام ته ورسیدم اوله هغه څخه هم تیرشوم . روافضوداخبره اوریدلې وه ، نوجهانګیربادشاه  یی ورباندې خبرکړهغه  حضرت مجددصاحب خپل حضورته وباله اوورته یی وویل چې ته څرنګه ځان ترحضرت صدیق اکبررضی الله عنه بهتربولې ؟حضرت مجددصاحب ورته  په ځواب کې وویل چې : زه داهل السنت والجماعت  له ډلې څخه یم اواهل السنت والجماعت داوایی چې : که څوک حضرت علی رضی الله عنه هم ترحضرت صدیق اکبررضی الله عنه بهتروبولي هغه داهل السنت والجماعت له ډلې څخه نه ده . نوزه به څنګه ځان ترهغه رضی الله عنه بهتربولم ؟ اوبله داچې زه صوفی یم اوصوفیاء کرام وایی چې څوک له خبیث سپي څخه ځان بهتروبولي هغه دتصوف له اهل  څخه نه دی ، نوزه به بیاڅنګه ځان له حضرت صدیق اکبررضی الله عنه  څخه بهتربولم ؟وګورۍ په صوفیاء کراموکې څومره عاجزي ده ؟چې له یوه پلیت سپي څخه  هم ځان بهترنه ګڼي ،خوجهانګیربادشاه سره له  دې هم  حضرت مجددصاحب  قدس سره  دوه کاله بندي کړاوده مبارک په بندي خانه کې هم خپلونیکواعمالوته دوام ورکاوه . تردې پورې چې په بندي خانه کې یي ډیرخلک خپل مریدان اوخلیفه ګان جوړکړل  اوویل یی چې زه له جهانګیربادشاه نه ډیرخوشاله یم ، ځکه که چېرته ده زه نه وای بندي کړای نومادا خدمت نه شوای کولای ،نوددې حدیث شریف مطابق چې : من کان لله کان الله له  او: من تواضع للله رفعه الله په پای کې ددې تکلیفونونتیجه داشوه چې په خپله جهانګیربادشاه دحضرت مجددصاحب  مبارک مریداوزوی یی اورنګزیب  دحضرت امام معصوم صاحب رحمه الله خلیفه شو اودکورنۍ ټول غړي یی دطریقت تابع شول  .

علامه  قشیري رحمه الله چې دصوفیانویولوی امام دی  په الرسالة القشیریة  ۴۳صفحه کې شریعت (امربالتزام العبودیة) اوحقیقت (مشاهدة الربوبیة ) بولي اووايي : که شریعت په حقیقت  سره مؤیدنه وي،غیرمقبول دی اوهرحقیقت چې په شریعت مقیدنه وي، هغه هم ښه  نه دی،له دې جهته نوپخواني ټول دتصوف لوی لوی  امامان  په شریعت پورې داسې تمسک لري،چې  جزیات يی هم نه پریږدي . په شریعت باندې ټینګ صوفیان  په اسلامي فقه کې پراحسن اوافضل عمل کوي اوله رخصت  نه عزیمت  دځان لپاره دپیروي  وړګڼي ،یواځې دفرائضواداکول اوله محارموڅخه اجتناب کول کافي نه ګڼي ، له لا یعني شیانوڅخه  هم  ډډه کوي ،په ډیرلږڅه قناعت کوي ،دنفس اوهوامتابعت پریږدي ، له غفلته ځان ژغوري اوزړه له ماسوادالله نه پاک ساتي .

تصوف  داسلافوپه نظرکې

۱ــــ حضرت امام مالک بن انس رحمه الله فرمايي :من تفقه ولم یتصوف فقدتفسق ومن تصوف ولم یتفقه فقدتزندق  ومن جمع بینهمافقدتحقق . یعنې څوک که یواځې ظاهري علم کوي اوتصوف نه کوي(ځکه په تصوف سره اصلاح دنیت راځي داحسان اواخلاص پیداکولومعناده) نوبیاداشخص فاسق ده ،اوڅوک چې یواځې صوفیتوب کوي اودظاهري شریعت لحاظ ورسره نه وي داکارکله کله سړی کفرته ورنژدې کوي.دظاهري شریعت معلومات ورته نه وي،په حلالودحرامواوپه حرامودحلالوفتوی ورکوي .اوڅوک چې داوړه (علم ظاهراوعلم باطن) سره یوځای کړي نوداشخص به حقیقت ته رسیږي .

  چاچې دفقهې علم حاصل کړمګرتصوف یی حاصل نه کړهغه فسق وکړ،چاچې دتصوف علم حاصل کړمګردفقهې علم یی حاصل نه کړهغه زندیق شو،چاچې دغه دواړه علمونه جمع کړل نوهغه محقق شو.

۲ــــ شیخ الاسلام زکریاانصاری رحمه الله لیکي : الشریعة ظاهرالحقیقة والحقیقة باطن الشریعة وهمامتلازمان لایتم احدهماالابالاخر.یعنې شریعت دحقیقت ظاهردی اوحقیقت دشریعت باطن دی دواړه لازم اوملزوم دي دیونه بغیردبل تکمیل نه کیږي .

۳ـــ علامه زین العابدین شامي رحمه الله فرمايي : الطریقة والشریعة متلازمان یعنې طریقت اوشریعت دواړه لازم اوملزوم دي .

۴ـــ  شیخ ابوطالب مکي رحمه الله قوة القلوب کې لیکي : هماعلمان اصلیان لایستغنی احدهماعن الاخربمنزلة الاسلام والایمان مرتبط کل منهمابالاخرکالجسم والقلب لاینفک احدمن صاحبه . ترجمه :دادواړه علمونه اصلي دي یوبل نه مستغني نه دي په منزله داسلام اوایمان هریوبل سره تړلي دي لکه وجوداوزړه چې دوۍ کې یوله بل نه شي جداکیدای .

دتصوف دڅلوروطریقوثبوت

که څه هم دعارفانوپه قول : الطرق الی الله تعالی بعددانفاس خلائق  المخلوقات دئ ،خوبیاهم دصوفیانودهرې طریقې لارښوونکوزیارایستلی دئ چې خاص اصول اوضوابط ددغه مقصدلپاره برابرکړي  اودخپلې طریقې لارښونکي وي ، چې الله تعالی ته یی رسوي . زمونږ له مشایخوڅخه دطریقت دا څلورسلسلې رانقل شوي دي : (۱)ـــ  قادریه،چې  شیخ عبدالقادرجیلاني رحمه الله ته منسوبه ده .  (۲)ـــــ نقشبندیه ،چې خواجه  بهاء الدین نقشبندرحمه الله ته منسوبه ده . (۳) ــــ  سهروردیه، چې خواجه شهاب الدین سهروردي  رحمه الله ته منسوبه ده .  (۴) ـــ چشتیه ،چې خواجه معین الدین چشتي رحمه الله ته منسوبه ده  . له دغوسلسلوڅخه انکارښه خبره نه ده ځکه چې  داسلسلې دتواترحدته رسیدلي دي  اودمشایخومعمول ګرځیدلې دي اوهغوۍ په خپلوخپلوکتابونوکې  باقاعده  ذکرکړي  دي   .  نوددې څلوروطریقوپه وسیله په انسان کې لاندیني کمالات راځي : ۱ــــ  ولایت  صغری . ۲ــــ  ولایت کبری . ۳ـــــ ولایت علیا .

ولایت  صغری : داهل الله وو ولایت دی اوولایت کبری دانبیاوو ولایت دی  اوولایت علیا دملاء اعلی وو (ملایکه وو ) ولایت  دی . اوددې ولایت دحصول طریقه داده  چې کله دانسان په اجزاووکې په ذکردالله تعالی سره دعالم امرتصفیه راشي اوفناء اوبقاته ورسیږي نونتیجه یی ولایت صغری ده ، کومه چې داولیاؤ ولایت دی .

تاریخ فرشته  لیکي  : چې ددین  داولیاوومرتبې څلوردي :صغری، کبری ، وسطی اوعظمی . ددغوڅلوروڅخه دهریوې مرتبې لپاره ابتدایت ،وسطی ،اونهایت شته اوهغه لویان چې په دې مرتبه کې راځي په عالم کې هيڅکله تر (۲۵۶) کم  نه وي اوتل دمحتاجینوپه کارسازي اودګنهګارانوپه شفاعت کولومصروف وي . دصوفیانولویان ددغې  ډلې څخه درې سوه کسه ابطال  اوڅلورویشت کسه ابدال بولي ،اوه کسه سیاح اوپنځه کسه اوتاد،درې نفره اقطاب اویونفرقطب الاقطاب بولي اوکله چې ددوۍ څخه یومړشي دده ماذون دهغه ځای نیسي یعنې ترفیع کوي،دمثال په توګه له اقطابوڅخه دقطب الاقطاب په ځای  اوداوتادوڅخه داقطابوپرځای راځي ،چې کرارکراردغسې ترعوامواومومنانوپورې رسیږي ،ددغه جملې څخه نهه کسه ارشادپیژني اوپنځه  اوتاده ،درې قطبه اویوقطب الاقطاب دی  .

صوفیان په دین کې درې درجې اومرتبې مني .اسلام ،ایمان  اواحسان

۱ــــ دلااله الااللله محمدرسول الله شهادت اداکول ،لمونځ کول ، روژه نیول ،زکات ورکول  اودبیت الله شریف حج کول دمسلماني ظاهري شکل دی چې داسلام اساسي ارکان تشکیلوي  .

۲ ــــــــ ایمان چې ددین روح ګڼل کیږي هغه په خدای ،ملایکو ،   ټولوپيغمبرانو ،کتابونو ،دقیامت په ورځ اودخدای له لوري دخیراوشرپرقدرباورلرل دي .

۳ ــــ  احسان چې ددین حقیقت یی ګڼي  دادی : چې سړی په اقوالواوافعالوکې له خدای سره تعلق ولري اوپه هرڅه اوهرحال کې یی حاضراوناظروګڼي چې مراقبة الله ورته وایي  .

په دغه باب کې ددوۍ سندهغه حدیث شریف دی چې امام مسلم یی له سیدناحضرت عمرفاروق رضی الله عنه څخه روایت کړی اوهغه دادی :  بینمانحن جلوس عندرسول الله صلی الله علیه وسلم ذات یوم اذطلع علینارجل شدیدبیاض الثیاب شدیدسوادالشعرلایری علیه اثرالسفرولایعرفه عنااحدحتی جلس الی النبی صلی الله علیه وسلم فاسندرکبتیه الی رکبتیه  ووضع کفیه علی فخذیه وقال یامحمداخبرنی عن الاسلام فقال رسول الله : الاسلام ان تشهدان لااله الاالله وتقیم الصلوة وتؤتی الزکاة وتصوم رمضان وتحج البیت ان استطعت الیه سبیلا .

قال صدقت : فعجبنا له یسئاله  ویصدقه  قال فاخبرنی عن الایمان ؟قال ان تؤمن باالله وملائکته وکتبه ورسله والیوم الاخروتومن بالقدرخیره وشره قال صدقت ! قال فاخبرنی عن الاحسان ؟

قال ان تعبدالله کانک تراه فان لم تکن تراه فانه یراک .

قال فاخبرنی عن الساعة ؟

قال ماالمسؤل عنهاباعلم من السائل

قال اخبرنی عن امارتها؟

قال ان تلدالامة ربتهاوان تری الحفاة العراة العالة رعاة الشاة یتطاولون فی البنیان ثم انطلق ،فلبث ملیا ثم قال  یاعمر! أتدری من   السائل ؟

 قلت الله ورسوله اعلم قال انه جبریل آتاکم یعلمکم  دینکم .

له دې حدیث شریف څخه دصوفیانواستدلال دادی چې جبریل علیه السلام ددین تعلیم ،داسلام ،ایمان اواحسان په بیانولومونږته راکړی اودغه درې درجې یامرتبې یی راپه ګوته کړي دي :څوک چې داحسان مقام ته رسیدلی وي هغه به ارومرو مومن اومسلم هم وي ،هغه چې  مؤمن وي مسلم به هم وي مګرهرمسلم مؤمن نشي کیدی ، اونه هرمؤمن ته داحسان په درجه کې قائلیدلی شو . دایمان اواسلام توپیرپه قران کریم کې هم په واضح ډول سره وینولکه په سورت حجرات کې  رب العالمین ارشادفرمایی :  قالت الاعراب آمناقل لم تؤمنواولکن قولواسلمناولمایدخل الایمان فی قلوبکم. ژباړه : دابانډچیان وایی چې مونږه ایمان راوړو،تاسووفرمایی چې تاسوخوایمان نه دی راوړی لیکن داسې وایی چې  تابعدار شواو تراوسه پورې ایمان ستاسوپه زړونوکې  داخل شوی نه دی .

ددین له دغودریودرجوڅخه صوفیانودرې شیان استخراج کړي دي (۱) ــــ  شریعت ،(۲) ـــــ  طریقت ، (۳) ــــ  اوحقیقت .

شریعت دظواهروداصلاح لپاره ، طریقت دضمائرو داصلاح لپاره اوحقیققت دسرائرو  داصلاح لپاره ده . لومړنی اصلاح په توبه ، تقوی اواستقامت سره لاس ته راځي  .دویمه اصلاح : اخلاص ،صدق اوطمانیت غواړي  اودسرائرو اودارواحوداصلاح لپاره مراقبه ،مشاهده اومعرفت  په کاردی .

قاضی ابوبکرابن العربی  رحمه الله وایی : کتاب الله  اونبوی احادیث دخلکودفهم مطابق یوظاهری مفهوم لري چې لسانی عرف پرې دلالت کوي اوله دې علاوه نورمفاهیم  دهغوکسانولپاره دي  چې باطني  پوهه یی په برخه وي   . نوموړي لیکلي دي : اذ لکل کلمة  ظهروبطن ، وحدومطلع ېعنې  آیتونه ظاهراوباطن ، حداومطلع لري تراووبطنویاتراویابطنوپورې دآیت ظاهرددغه نافع علم څخه  عبارت دی چې صالح اعمال پرې بنادي اومعقوله جنبه لري باطن یی  الهی عرفان دی اومطلع یی هغه معنی ده چې ظاهراوباطن په کې یوکیږي .

 امام غزالي رحمه الله هم په تفسیرجواهرالقران کې دمتشابهوآیتونوپه تفسیرکې باطني مفاهیم بیانوي اوبیا وایی  : فان لم تفهم المعاني کذالک فلیس لک نصیب من القران الافی قشوره کمالیس للبهیمة من البرالافی قشره یعنې  که په دغومعناګانونه یی پوهیدلی نوپه دې پوهه شه چې بې له ظواهرواوپوستکونوره برخه نه لرې،لکه څاروي چې په درمندکې له بوسوپرته بله برخه نه لري .

څرنګه چې امام غزالي په قران کریم کې ظاهراوباطن بولي اودانه بیلوي ،دارنګه مولینا جلال الدين محمدبلخي  د سلطان العلما‌ء بهاء الدين ولدزوى چې  د بلخ له نومياليو عالمانو او عارفانو څخه ؤ ، په خپل شاهکاراثر مثنوي کې دغه مطلب داسې بیانوي :

ماازقران مغزرابرداشتیم                               پوست رابدیګران بګذاشتیم

وایی چې امام احمدبن حنبل  رحمه الله  دامام شافعي  رحمه الله سره ناست ؤچې یوصوفي شیبان الرأی نومې شخص راغی ، امام احمدرحمه  الله وویل : غواړم له ده څخه پوښتنه وکړم ، امام شافعي رحمه الله ورته وویل چې داکارمه کوه هغه وویل : کوم یی ….. امام احمد رحمه الله  : شیبان ته وویل که څوک څلورسجدې په څلورورکعتونوکې پریږدي  اوهیری یی کړی ته څه په کې وایی ؟

   شیبان وویل : هغه زړه غافل دی اوتادیب یی واجب دی .پدې خبره امام احمدصاحب  بې هوشه شواولږغوندې وروسته بیرته په حال شوداځل یی وویل : که څوک څلویښت پسونه لري زکات یی څومره دی ؟

شیبان وویل : زمونږپه مذهب اوکه ستاسې په مذهب ؟ستاسوپه مذهب خوپه څلویښتوپسونوکې یوپسه دی اوزمونږ په مذهب بنده دخپل مالک په مقابل کې دهيڅ شي مالک نه دی . اوداآیت یی ولوست : ان الله اشتری من المومنین انفسهم واموالهم بان لهم الجنة   .

صوفیان دزمان اومکان په اعتباراواختلاف په وجه پرمختلفوفرقوویشل شوي دي اوهررازخلک اوهررازخبرې اورازراز عقیدې په کې پیداشوي دي ځینې په فروعي مسایلوکې غلط شوي اوځينې په اصولواساساتوکې بې لارې شوي دي چې علماء اوفقهاء یی په اسلام کې شکمن شوي دي اویونیم یی لا په کفراودالحادپه نوم په مرګ محکوم کړي دي  امام اشعري رحمه الله ،ا بن حزم، امام شوکاني   اوابن جوزي بغدادي دصوفیانوډیرشدیدمخالفین دي . امام  فخرالدین رازي  دصوفیانوفرقوته بدوایی مګراصحاب حقیقت دلوړې درجې اومرتبې خاوندان بولي اوفرق په کې کوي . ځینې نورلکه مؤرخ ابن خلدون اوابوالمظفرصوفیان عموماښه ګڼي اوپه ډیرښه نظرورته ګوري ځینوخبروته یی ښه تاویلونه پیداکوي اومعذوریی بولي . امام غزالي داسلام لوی صوفی وایی ډیرصوفیان غولیدلي دي اولاریی ورکه کړې ده .ابوالحسن شاذلي هم ویلي دي چې زمونږپه طریقه کې نجات موندونکي ډیر کم دي اوهلاک شوي ډیردي  .

که نظرکاڅوک په کارددرویشانو

خودبه وویني وقارددرویشانو

About admin