Home » بېلا بېلي لیکني » تعليم او تربيه د ژوندانه اړتيا !
دتاریخ پاڼه

تعليم او تربيه د ژوندانه اړتيا !

د استاذ مقام :

په مخکنیو برخو کې مو تر یوې اندازې داستاذ مسئولیتونه  وڅیړل ، دهغه شخصي ،ذاتي اوعلمي مواصفات، دهغه واجبات او مکلفیتونه ،دهغه علمي ،تعلیمي او عقلي مهارتونه او دشاګردانو په وړاندي دهغه علمي او اخلاقي مسئولیتونه   مو ولیکل او ومو ویل چې استاذ کوم مواصفات باید ولري ؟ له کوم ميتود اوطریقې څخه کار واخلي ؟ ، کوم وسائل په کار واچوي ؟ او بالآخره له وخت څخه څنګه ګټه واخلي ؟ ترڅو خپل شاګردان په لږ وخت کې په مؤثره توګه وپوهوي اوخپل معلومات په یوه اسانه او ساده طریقه هغوی ته وړاندي کړي ، نو له دي ټولو تیرو تفصیلاتو څخه دا خبره څرګنديږی چې استاذ دټولنې داصلاح په ټولو اړخونو کې ډير مؤثر دى چې دټولنې دټولو ښیګڼو دساتلو او دټولني ديوې نیکمرغه راتلونکي امیدونه ورپورې تړلي دي  همداسبب دى چې داسلام سپیځلي دين هم استاذ ته لوړ مقام ورکړى او هم یی ځانګړي حقوق ورباندي لورولي دي تر څو ددې حقوقو څخه په ګټې اخیستلو سره وکولای شي خپل مسئولیتونه په ښه توګه او داطمینان اوډاډ په فضا کې اداء او تر سره کړي ، البته داستاذ مقام په تیرو برخو کې هم یوڅه  و ستایل شو خو داستاذ مقام ته د درناوي په خاطر دلته هم داستاذ مقام ته داسلام د مقدس دين له نظره لنډه کتنه کوو :

الله جل جلاله فرمایي :  اعوذ بالله من الشيطن الرجیم  (شهدالله انه لا اله الاهو والملائکة واولوا العلم) آل عمران  : ۱۸

یعنې شاهدي اداء کړې ده الله (د وحدانیت خپل ) پدي شان چې نشته هیڅ مستحق دعبادت مگرهمدى دى اوشاهدي اداء کړې ده پرښتو (دوحدانیت په اقرار سره) اوشاهدي اداء کړې ده خاوندانو دعلم  ( د وحدانیت په اقرار سره ). الله جل جلاله لومړی له ځانه پیل کړى او بیا یې د پرښتواو په دریم ځل یې دعلم دخاوندانو یادونه کړې ده ، مطلب دعلم خاوندان یی له ځان او پرښتو سره یوځای ذکر کړي دي چې داپخپله دعلم او دعلم دخاوندانودستر فضیلت څرگندوى دى .

 

 

بل ځاي  فرمایي : (قل هل یستوي الذین یعلمون والذین لا یعلمون ) الزمر :  -۹

ترجمه : ووایه (ای محمده!) آیا برابر دي سره هغه کسان  چې پوهیږي  ( خاوندان د علم) اوهغه کسان چې نه پوهیږي  (جاهلان  )  بلکه برابر نه دي .

دلته دعالم او جاهل پرتله  په انکاري استفهام سره شوې ده چې مطلب یې دا دى چې عالم او جاهل هیڅ وخت نشي سره برابرېدلاى .

بل ځای الله تعالی فرمایي (یرفعِ الله الذین آمنوا منکم والذین أوتوا العلم درجات ) المجادلة : آیت ۱۱

ترجمه :پورته کوي الله هغه کسان چې ایمان یې راوړى له تاسې څخه  (په اطاعت ،فرمانبردارۍ  دده) او ( خاص پورته کوي )هغه کسان چې ورکړى شوى دى دوى ته علم په درجو او مرتبو کې .

په دي مبارک آیت کې الله جل جلاله دعلم خاوندانو (علماؤ) ته په نورو مخلوقاتو دلوړو درجاتو زیرى ورکوي .

همدارنګه که چېرې د نبوي احاديثو په رڼا کې  دعالم (استاذ)مقام ته کتنه وکړو  ډیر بې شمېره حديثونه به دهغه د لوړ منزلت په باب  ومومو دمثال په توګه :

رسول الله صلی الله  علیه وآله وسلم فرمایی : ولکن بعثني معلماً …لكن خو زه يې معلم را استولى يم .

دبخاری شریف په یوه حديث کې راځي : خیرکم من تعلم القرآن  وعلمه : يعنې ستاسو ډير ښه اوغوره هغه څوك  دى چې  قرآن  كريم زده كړي او نورو ته یی ور وښیي  .

بل ځای رسول  الله صلی الله  علیه وآله وسلم فرمایي : یا أبا ذرلأن تغدو فتعلم آية من كتاب الله خيرلك من أن تصلي مائة ركعة ولأن تغدو فتعلم بابا من العلم عمل به او لم يعمل به خيرلك من أن تصلي ألف ركعة .

ترجمه  : اي ابوذره ! که سبایي دقرآن کریم یو آیت زده کړې تر دې بهتر ده چې سل رکعته لمونځ وکړې

او که بیا ولاړشې او دعلم یو باب زده کړې که عمل ورباندي شوى وي او که نه وي شوى تر دې تاته بهتر ده چې یو زر رکعاته لمونځ وکړې .

په یو بل مبارک حديث کې راغلي : خیرمن یخلف الرجل من بعده ثلاث ولد صالح یدعو له وصدقة جاریة یبلغه أجرها وعلم ینتفع به من بعده .

ژباړه : هغه غوره څیزونه چې یوڅوک یي ترشا پریږدي دادي :  صالح زوی چې ورته دعاء کوي ، جاري صدقه چې أجر یې ورته رسیږي ،او هغه علم چې له ده وروسته ګټه ورباندې اخیستل کېږي .

ابن جماعة وایي که ورته وګورو دغه درې سره څیزونه  دمعلم او استاذ په شان کې موندل کېږي صدقه جاریه دده ښوونه او افاده  ده ، علم نافع  دده سرمایه ده اونیکه دعاء خو دعلماؤ دود او دستور داسې ده چې خپلو استاذانو او مشائخو ته دعاء ګاني کوي .

او نور زیات شمېر مبارک احاديث دعلماؤ او استاذانو د فضیلت په هکله شتون لري چې دلته موږ همدومره کافي ګڼو.

هوکې  داصحاب کرامو رضوان الله علیهم او سلف صالحينو رحمهم الله  داسی آثار او نمونې تاریخ ثبت کړي چې د استاذانو او علماؤ داحترام او دهغوی لوړ مقام ته د درناوي په باب خورا حیرانونکي دي .

روی الشعبي رحمه الله : صلی زید بن ثابت رضی الله عنه  علی جنازة ثم قربت له بغلته  لیرکبها فجاء ابن عباس رضی الله عنه  فأخذه برکابه فقال له زید  : خل یا ابن عم رسول الله  صلی الله علیه وسلم   فقال ابن عباس هکذا یفعل بالعلماء والکبراء .

ترجمه : امام شعبي رحمه الله روایت کوي یوه ورځ زیدبن ثابت رضي الله عنه  په یوه جنازه لمونځ وګذاره بیا د تللو په وخت کې خچر ورته نږدې راوستل شو او ابن عباس رضی الله عنه  ورته راغی  رکابونه یي ورته ونیول  زید بن ثابت رضي الله عنه  ورته وویل اى د رسول الله ـ صلی الله علیه وسلم  دکاکا زویه پریږده !  ابن عباس رضی الله عنه  ورته وویل : له مشرانو او علماؤ سره داسي کول ښایي .

قال الشافعي رحمه الله کنت أتصفح الورقة بین یدي مالک رحمه الله  صفحاً رقیقاً هیبةً له لئلا یسمع  رقعها .

ترجمه : امام شافعي رحمه الله وایي ما د امام مالک رحمه الله په وړاندي پاڼه  کرار اړوله ترڅو هغه یې کړپهار  وانه اوري  .

قال الربیع رحمه الله والله   ما اجترأت أن أشرب الماء والشافعي ینظر اليّّ  هیبةً  له .

ترجمه  : ربیع رحمه الله وایي : زما دې په الله قسم  وي که به ما د امام شافعي رحمه الله په مخ کې له هیبته  اوبه څښلای شوای .

داسلام خلیفه هارون الرشيد څخه  حکایت کوي چې هغه  خپل زوی د وخت عالم اصمعي ته د تعلیم او زد کړې لپاره ور واستاؤ یو وخت خلیفه هارون الرشيد ولیدل چې اصمعي اودس کوي او دده (خلیفه) زوی اوبه وراچوي  نو خلیفه ورته وویل : ما خپل زوى دعلم او ادب د زدکړې لپاره تاته رالیږلى  هغه  ولې په یوه لاس اوبه نه دراچوي او په بل لاس ستا پښې نه مينځي .

همدا رنګه دنوموړي خلیفه په اړه حکایت دى چې د وخت نامتو عالم (کسائي) سره دهغه دوه زامن ( أمین او مأمون ) د درس په حلقه کې ناست وو یوه ورځ د درس څخه وروسته چې کله استاذ (کسائي) ولاړ شو نو دخلیفه دواړو زامنو د استاذ د پایزار سمولو سیالي پیل کړه اختلاف یې راغى بالأخره په دې متفق شول چې ديوې پښې یو کېږدي او د بلې پښې بل  نو داخبره هارون الرشيد ته ورسیدله نو کسائي یې ور وغوښت او ورته یي وويل چې ډیر عزتمن څوک دى؟ هغه ورته وویل : چې زه خو له ‌ا میر المؤمنین څخه ډیر زیات عزتمن بل څوک نه پیژنم  هارون الرشيد ورته وویل : بلکه ډیر عزتمن هغه څوک دى چې له مجلس څخه پورته شي نو د پایزار په سمولو کې یې دمسلمانانو دوه ولیعهد شخصیتونه اختلاف کوي تر دې چې بیا ديوه یوه پایزار په سمولو سلا کېږي .کسائي ګمان وکړ چې خلیفه په دې کار سره قهريدلى دى  نو معذرت یې وغوښت  خو خلیفة المسلمین  ورته وایي که چېرې تاسو زما زامن منع کړي وای نو ما به بیا تاته تهديد کړى وای ځکه دوی مې د سالمې تربیې لپاره تاته  حواله کړي دي ، بیشکه چې په دغه کار سره د استاذ دمقام لوړوالی څرګنديږی .

بل ځای داسی راغلي :  وسئل الأسکندر لِمَ تکرم مُعلِّمک فوق کرامة  أبیک ؟ قال  ان أبي کان سبب حیاتي الفانیة ومُعلِّمي سبب حیاتي الباقیة .

له اسکندر څخه وپوښتل شول ولې خپل استاذ ته تر خپل پلار لا زیات قدر او عزت ورکوې؟ هغه په ځواب کې ورته وویل ځکه چې پلارمې د فاني ژوندانه سبب او استاذ مې د تلپاتې ژوندانه سبب دى .

دحضرت علي کرم الله وجهه په وصیتونو کې راځي :

من حق العالم علیک أن تسلم علی القوم عامة وتخصه بالتحیة  وأن تجلس أمامه ولا تشير عنده بیدک ولاتعمدن بعینیک غیره ولا تسار في مجلسه ولا تشبع من طول صحبته فانما هو کالنخلة تنتظر متی یسقط علیک منها شئ .

ژباړه : په تا باندې دعالم له حقوقو څخه دا دي چې خلکو ته به په عام لفظ  سلام اچوې خو استاذ به ځانګړی یادوې  دهغه په مخ کې به ځنګون ماتوې او چاته  به بیا په لاس اشارې نه کوې اونه به هم له ده پرته بل چاته ګورې ،  دده په مجلس کې به خوشحالي او خنداوې نه کوې او له اوږده مجلسه به یې نه ستړی کېږې ، هغه لکه دخرما ونه غوندې دى انتظار به ورته کوې چې کله به ورڅخه پرتا باندي خرماوې را توی شي .

د حسن بصري رحمه الله څخه  راوړي چې هغه وایي : لو لا العلماء ( ای المُعلِّمون ) لصار الناس مثل البهائم ای انهم بالتعلیم یخرجونهم من حضیض البهیمیة الی أفق الانسانیة .

ژباړه : که چېرې علماء اومعلمان نه وای خلک به د څارویو په څیر وو یعنې دوی خلک د حیوانیت له ژورې څخه دانسانیت اوچت مقام ته را ایستلي دي.

هشام بن الحسن رحمه الله وایي : لأن أتعلم باباً من العلم فأعلِّمه مسلماً أحبّ الىّ من أن تکون لي الدنیا أجعلها في سبیل الله .

ژباړه : داچې زه دعلم یو باب زده کړم او بیا یې بل مسلمان ته ور وښيم ماته تر دې غوره ده چې ګرده دنیا زما وي اوهغه دالله په لار ه کې ولګوم .

ځینو صالحينو سلفو  داسې فرمایلي دي :

لا ینال العلم ولا ینتفع به الاّ بتعظیم العلم وأهله وتعظیم الاستاذ وتوقیره .

ژباړه : علم نه موندل کېږي اونه ورباندې ګټه اخیستلی شي ترڅو دعلماؤ تعظیم او د استاذ عزت او توقیر نه وي .

حضرت لقمان رضی الله عنه خپل زوی ته نصیحت کوي ورته وایي:

یا بُنیّ جالس العلماء  فان الله یحیي القلوب بنور الحکمة کما یحیي الأرض بوابل السماء.

ژباړه : زویکه ! له علماؤ سره ناسته پاسته کوه ! ځکه چې الله تعالی زړونه دحکمت په نور داسې ژوندي کوي لکه چې ځمکه له آسمانه په شيبو شيبو باران اوریدلو ژوندى کوي .

( بحار الأنوار اول ټوک ۲۰۴مخ ) .

البته داستاذ مقام او منزلت  تر دې ډیر لوړ دى چې موږ یې  په دې څو کرښو کې وليکو یوازې د نمونې په ډول ورته اشاره وشوه ، په وروسته برخو کې به  د استاذ د ځينو نورو حقوقو هم  یادونه وکړوان شاء الله .

نوربیا.

About admin