Home » بېلا بېلي لیکني » استئذان یا داجازت غوښتنې اداب او مسائل(لمړۍ برخه)
اجازت غوښتنه

استئذان یا داجازت غوښتنې اداب او مسائل(لمړۍ برخه)

الله تعالی مسلمانانوته یو داسي کامل اومکمل دین ورپه برخه کړی چې په هغه کې له ځانګو بیا ترلحد پوري دانسان دانفرادي اوټولنیز ژوند اړوندټول هدایات،اصول ،قوانین  اواداب بیان کړی شوي دي ، دانسان په ژوندکې به داسي څه نه وي چې په اړه یې  لارښود اواداب نه وي راغلي ، دا بېله خبره ده چې نن مسلمانه ټولنه  دغرب دتقلید له برکته  له دې ادابو محرومه ده .

رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دې فرمان سره  :المسلم من سلم المسلمون من لسانه ویده  . یعني کامل مسلمان هغه دی چې  له ژبې اولاس څخه یې بل مسلمان بېغمه  او په امن وي ،دانساني ژوند یوداسي مهم اصول بیان کړی  که اوس یې هم  یوه ټولنه عملي کړي نو هرلوری به  خوشحالي ، سوکالي  اودامن فضاء خپره شي

په نني عصرکې دهرچا  فکر بس په  همدي خبره کې  رانغښتی وي  چې ده ته دبل چا له لاسه تکلیف اونقصان ونه رسیږي ، څوک یې حق تلف نه کړي  خو ددې بیاهیڅ  پروا نه کوي چې دده له لاسه څومره کسانوته  تکلیف اونقصان رسیږي او دڅومره خلکو حقونه یې تلف اوضایع کړي ؟

دژوند په دې ادابو کې چې موږته راښودل شوي یوهم  استئذان ( اجازت غوښتنه ) ده ، یعني کله چې موږ له کوم بل چاسره ملاقات کول غواړو نو به په څه ډول ملاقات ورسره کؤ؟

خو افسوس چې په اسلامي شریعت کې  څومره  دامسئله په دیراهتمام سره بیان شوي ، په قرآن کریم کې داجازې غوښتني په اړه تفصیلي احکام نازل شوي  اورسول الله – صلی الله علیه وسلم – په خپل قول اوعمل سره ددې ټینګار اوتاکیدکړی  همدومره  نن سبا مسلمانان له دې مهمي مسئلي غافل دي .

په لیک لوست پوه اونیک خلک هم داکومه ګناه نه بولي  اونه په دې باندي دعمل کولو فکر کوي ، دنړۍ نور پرمختللي قومونو دامسئله مهمه بللي چې له امله یې دهغوی په ټولنه کې مثبت اثار ښکاره شوي ،مګرپه  دې مسئله کې موږمسلمانان ترټولو شاته پاتي یو  او آن دغه  مسئله مو دومره  له نظره غورځولي  چې  بیخي یوشرعي حکم نه راته ښکاري .
داستئذان ( اجازت غوښتني) حکمتونه

الله تعالی جل جلاله  چې هرانسان  ته دهغه  داستوګني کومه زمینه مساعده کړي ، که هغه په مالکانه توګه  سره وي ، یاپه عاریه ، خواست ، کرایه یابله طریقه سره  په هرحال دهغه کور دهغه  استوګن ځای دی ، او داستوګن ځای اصل غرض سکون او راحت دی  اودا دالله تعالی یو سترنعمت دی ، قرآن کریم چې په کوم ځای کې دسترو سترو نعمتونو یادونه  کړي هلته یې  داستوګن ځای یادونه هم کړي  لکه دا ارشاد دی ( جعل لکم من بیوتکم سکنا )  سورة النحل ۸۰ آیة

یعني الله تعالی  ستاسو کورونه ستاسو لپاره  دراحت اوسکون  ذریعه جوړه کړي ، اوداسکون اوراحت هغه مهال باقي پاتي کیدی شي چې انسان دکوم بل شخص  دمداخلي پرته په خپل کورکې دخپل ضرورت مطابق په ازادي او ارام  ژوند ترسره کړي ، دیوچاپه ازادي کې خلل واقع کول دکور اصلي مصلحت له منځه وړي،  چې  دغټ تکلیف او  ایذاء سبب جوړیږي

دوهم مصلحت  خپله  دهمدي سړی پوري تړلی ، څوک چې دچا دملاقات لپاره هغه ته ورغلی ،نوکله چې په اجازت اخستلو سره دیوه با اخلاقه انسان په توګه ورسره  ملاقي شي نو مخاطب به یې هم دهرې خبري قدرکوي اوپه ډېراحترام سره به یې خبري اوري ، اوکه دکوم حاجت غوښتنه ترېنه  وکړي نو دهغه دپوره کولو داعیه به یې په زړه کې راپیداشي ، خوکه یوانسان دچا دملاقات ته  په وحشیانه توګه ورځي ،له اجازې پرته یې کور اودفتر ته ننوزي نو مخالف لوري به یې  په یوه ناڅاپي بلا بللو سره  له دفع الوقتي څخه  کاراخلي ، که یې دخیرخواهي کومه داعیه په زړه کې وه  هغه به هم ترې کډه وکړي،  چې له دې سره سره  مسلمان ته دتکلیف رسولو ګناه به یې  جلا دغاړي طوق پاتي شي

داستئذان یا اجازت غوښتلوحکم :

الله تعالی د قرآن کریم په  سورة النور ۲۷  نمبر آیة کې داسي ارشاد فرمایې :   يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّىٰ تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَىٰ أَهْلِهَا ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ 

ای  مؤمنانو! له خپلو کورونو پرته  نورو کورونوته  ترهغه پوري  مه ننوځئ چې اجازه ترلاسه نه کړئ ،اوپرکورنۍ باندي سلام وانه چوئ  داکړنلاره ستاسو لپاره ډېره ښه ده ، ښایې تاسو دې ته پاملرنه وکړئ

ددې آیة له عموم څخه  څرګندیږي چې دکوم بل چاکورته تر تلو وړاندي  داستیذان یااجازې غوښتلو حکم عام دی ، که نارینه وي ، که ښځینه ، محرم  وي اوکه  غیرمحرم داحکم دټولو لپاره دی ، که کومه ښځه دکومې ښځي دملاقات لپاره ځي ، اوکه کوم نارینه دکوم نارینه  لوري ته څي په ټولو استیذان یااجازه غوښتنه واجب ده ، ( روح المعاني سورة النور۱۸،۲۷/۴۵۰  داراحیاء التراث العربي)

حضرت ام ایاس رضی الله تعالی عنها فرمایې چې : موږ څلور ښځي به  اکثره وخت دحضرت عائشې رضی الله تعالی عنها کره  ورتلو ، اوکورته  ترورتلو وړاندي به موله هغې اجازت  غوښتو، کله چې به هغوی اجازت راته راکړ نو بیا به موږ دننه ورتلو ، ( روح المعاني سورة النور۱۸،۲۷/۴۵۰  داراحیاء التراث العربي)

داستئذان (اجازت غوښتنې ) طریقه :

په مبارک آیت کې چې داستئذان کومه طریقه راښودله شوي  هغه داده چې : حتی تستأنسوا  وتسلموا  علی أهلها  ،  یعنې دچاکورته ترهغې مه ننوځئ چې ترڅو مو دوه  کارونه نه وي کړي ، لمړی استیناس  چې لفظي  ترجمه  یې  دانس طلب کول دي  –  دجمهورو مفسرینو په آند له دې څخه مراد استئذان اواجازت غوښتنه ده –  دوهم  کار داچې په کوروالو باندي سلام وکړئ ( فتح الباري کتاب الاستئذان ۸/۱۴  دارالکتب )

ددې مفهوم بعض نورو مفسرینو داسي بیان کړی : چې لمړی اجازت ترلاسه کړئ اوکله چې کور ته دننه  ولاړشئ ، علامه قرطبي رحمه الله  هم همدا مفهوم غوره کړی ( الجامع لاحکام القرآن للقرطبي  ، سورة النور )

لیکن دحدیثو له عامو روایاتوڅخه چې کومه  سنت طریقه  څرګندیږي هغه داده چې لمړی باید له د باندي څخه سلام وکړي  السلام علیکم  ووایې اوبیا دي   د اجازت غوښتنه وکړي

لکه په  سنن ابی داودکې یوروایت راغلی چې : دبني عامر قبېلي یوسړي  له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه  داډول اجازه وغوښته چې  له  دباندي څخه یې وویل   أألج ؟ یعني  ایازه داخل شم ؟  نورسول الله صلی الله علیه وسلم خپل خادم ته وفرمایل : چې داسړی  د استیذان (اجازې غوښتلو) په طریقه نه پوهیږي ، ور  ووزه  اوداجازت طریقه ورته وښاه چې داسي ووایې : السلام علیکم  أأدخل ؟  یعني له سلام کولو وروسته دي ووایې چې ایازه داخلیدی شم ؟ (شعب الایمان للبیهقي باب في مقاربة وموادة أهل الدین رقم الحدیث ۴۴۱/۶،۸۸۱۶   دارالفکر
یعني کوم څوک چې لمړی سلام ونه کړي هغه ته  د ننه راتلو اجازت مه  ورکوئ

له دې روایاتوڅخه څرګندیږي چې  دقرآن کریم په مبارک آیټ کې چې  دسلام کولو  لارښوونه شوي هغه  دا  داستیذان اواجازت غوښتني سلام دی چې  له اجازې غوښتلو وړاندي  له دباندي څخه  ویل کیږي  ددې لپاره چې کوم څوک دننه دی هغه متوجه شي او داجازت غوښتنې لپاره چې کوم الفاظ ویل کیږي هغه  واوري ، خو دداخلیدوپه مهال دي دمعمول مطابق دوهم ځل سلام وکړي ، ( شامي کتاب الحظر والاباحة  فصل فی البیع ۵/۲۹۳ مکتبه رشیدیه)
داجازت غوښتني په مهال دي خپل نوم واخليکله چې کوم څوک اجازت غواړي نو بهتره ده که داجازت غوښتونکي اواز له دباندي څخه دننه اوریدل کیږي نو خپل نوم دي هم یادکړي ، په صحیح مسلم کې روایت نقتل شوی چې  حضرت ابوموس اشعري رضی الله تعالی عنه حضرت عمر رضی الله تعالی عنه ته ورتلو چې  داستئذان یا اجازت غوښتني لپاره یې  داالفاظ وکارول: السلام علیکم ،هذا ابوموسی السلام علیکم ، هذاالاشعري( الجامع الصحیح لمسلم، کتاب الأدب، باب الاستیذان ، رقم الحدیث:5633(

په دې روایت کې یې لمړی خپل نوم (ابوموسی) اخیستی بیا یې  د لا زیات وضاحت لپاره  (الاشعري)ذکر کړ، داځکه چې ترڅوپوري چې  انسان اجازت غوښتونکی ونه پیژني نوپه جواب ورکولو کې  تشویش ورته پیداکیږي،  له  دې تشویش نه هم باید خپل مخاطب وساتو.

اوکه په لمړي سرکې څوک نوم ونه ښایې ،یواځي اجازت وغواړي  اوله دننه څخه پوښتنه وشي چې څوک یې ؟ نوپه جواب کې دي پوره نوم ور وښایې.

یوځل حضرت جابر رضی الله تعالی عنه  درسول الله – صلی الله علیه وسلم –  په خدمت کې حاضرشو  او داجازت غوښتني لپاره یې  دروازه وټکوله ،رسول الله –صلی الله علیه وسلم-  له دننه څخه  وپوښتل ،څوک یاست؟ نو حضرت جابر- رضی الله تعالی عنه-  په جواب کې ورته وویل : أنا، یعني زه ، نورسول الله صلی الله علیه وسلم  داګاهي ورکولو په  توګه ورته وفرمایل : أنا أنا  یعني دأنا أنا ( زه زه ) ویلوڅه فایده؟ ځکه په دې څوک نه پیژندل کیږي،(الجامع الصحیح للبخاری ، کتاب الاستیذان، باب اذا قال من ذا؟ رقم الحدیث:625 )

نوربیا…..

م/ محمد

About admin