Home » دار الافتاء » ایا دکاریز داوبو نوبت بدلول جائز دي؟

ایا دکاریز داوبو نوبت بدلول جائز دي؟

استفتاء: محترم مفتي صاحب زه دخپلواوبونوبت دبل چاسره بدلوم يعنی زمااوبه درې ساعته دي اوس زه وبل چاته وايم چي دازمااوبه درې ساعته ولګوه، اوبيا چي کله زماپکارسوی بيابه ستادرې ساعته اوبه زه ولګوم،ايادا داوبونوبت بدلول روادي اوکه نه ؟

الجواب حامدا ومصلياوبعد: داوبو دنوبت بدلول صحیح نه دي ځکه چي دابيع ده ،اوبل دايوجنس دي ،اوجنس په جنس بدلول مبادلة لاس په لاس شرط ده، او په ذکر شوي صورت کې  لاس په لاس مبادله نه راځې چې له امله یې سود رامنځ ته کیږي

قوله: فان مبادلة الشرب باالشرب باطلة  ([1])

قوله:لان مبادلة الشرب باالشرب باطلة وکذااجارة الشرب([2])

وايضًا فی  النتف :قوله:ولوقال اسقی يومًامن نهرک علی ان يسقيک من نهرکذا لايجوزلان

هذامبادلة المآء باالمآء فيکون بيعًا اواجارة الشرب باالشرب وکل ذالک لايجوز:([3])

والله تعالی اعلم: کتبه م/محمد

  …………………………………………………………..

[1] ردالمحتار/۵/۱۹۷

[2]  زيلعي۶/ ۴۲. شرح المجلة لخالدالا تاسي ۴/ ۱۹۷ ،وکذافی الهدايه۴/۴۸۹، البحرالرائق۸/۳۹۷:

[3] بدائع الصنائع ۵/۲۷۵

About admin