Home » جـــــهاد » کفارو سره دجګړې داختتام اسباب

کفارو سره دجګړې داختتام اسباب

په تېرپسې …:

اسلام منل،جزیه ورکول،یاسوله کول!
دسولې دتړون دنقض اسباب!
کله چې دوخت داسلامي حکومت امام یا امیرالمؤمنین له محاربو کفارو ، بغاتو یانورومخالفو ډلو ټپلو سره دسولې تړون لاسلیک کړي ،نو بیا به یې ترهغې پورې په اړه التزام لازم وي، ترڅو چې ددې معاهدې دمحتویاتویا داخلي موادو له مقتضیاتو څخه خلاف کوم سبب ونه موندل شي ،(الموسوعة الفقهیة) کې لیکي : چې فقهاء کرامو رح دسولې دمعاهدې دنقض لاندیني لاملونه ذکرکړي دي، چې له امله یې دمصالحت معاهده نقض یا ماتیږې .
الف : دمسلمانانو مقابل لوری ظاهرا ً دسولې یا موادعې له محتویاتو نه عدول یا سرغړونه وکړي، نو دې صورت کې دسولې تړون ماتیږې او دبیا لپاره داعتبار وړ نه ګرځي . دسولې دتړون یا دمهادنې د عقد له موجباتو څخه ظاهرا ً موادعه ده او دا موادعه له قتال او په نفسونو او مالونوله تعرض څخه ځان ساتل دي، هغه څه په اهل الصلح (جانب مقابل )باندې واجب دي ،کوم چې په مسلمانانوباندې لازم دي ،که چیرته دمسلمانانوجانب مقابل له موادعې نه تیری او تجاوز وکړاو دمسلمانانوله کوم قوم یا ډلې سره یې جنګ وکړ،یا یې څوک مسلمانان شهیدان کړل ،یا یې دمسلمانانوڅخه پیسې او مالونه واخستل ،نو ددوئ پدې تجاوزاتو باندې ددوئ سره دسولې تړون مات شواو دې نقض کې دامام یا دمسلمانانو دامیر حکم ته اړتیا نه شته ،نو مسلمانانو ته له انذار او(نبذ) خبرداري پرته ددوئ ناقضینووژنه ،پردوئ ناڅاپه حمله اوپردوئ غارت دشپې یا ورځې دواړو کې روا دی او ددوئ دا چارې یا دا سرغړونې ددوئ سره دسولې دتړون دنقض کولوپه اسبابو کې داسې دي، لکه دوئ چې صراحة ً د نقض اعلان کړی وي ، لکه دفقهي کتابونو ددې عبارتونو څخه چې همدا مفهوم په ډاګه معلومیږې : فَإِنْ عَدَلَ أَهْلُ الْهُدْنَةِ عَنِ الْمُوَادَعَةِ إِلَى ضِدِّهَا فَقَاتَلُوا قَوْمًا مِنَ الْمُسْلِمِينَ أَوْ قَتَلُوا قَوْمًا مِنَ الْمُسْلِمِينَ أَوْ أَخَذُوا مَالَ قَوْمٍ مِنَ الْمُسْلِمِينَ انْتَقَضَتْ هُدْنَتُهُمْ بِفِعْلِهِمْ وَلَمْ يُفْتَقَرْ إِلَى حُكْمِ الإِمَامِ لِنَقْضِهَا ، وَجَازَ أَنْ يَبْدَأَ بِقِتَالِهِمْ مِنْ غَيْرِ إِنْذَارٍ وَيَشُنَّ عَلَيْهِمُ الْغَارَةَ وَيَهْجُمَ عَلَيْهِمْ غِرَّةً وَبَيَاتًا ، وَجَرَى ذَلِكَ فِي نَقْضِ الْهُدْنَةِ مَجْرَى تَصْرِيحِهِمْ بِالْقَوْلِ بِأَنَّهُمْ قَدْ نَقَضُوا الْهُدْنَةَ (الحاوي ۱۸ / ۴۴۳ ، والبحر الرائق ۵ / ۸۵ ، والمبسوط للسرخسي ۱۰ / ۸۶ ـ ۸۸ ، وأحكام القرآن للجصاص ۳ / ۶۷ .).
ددې لپاره دلیل دادی ،چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له اهل مکه وو سره دوئ ته له خبرداري او نبذ نه په غیر غزا وکړه ،ددې علت داو، چې دوئ (اهل مکه وو)درسول الله صلی الله علیه وسلم له حلیفې یا ملګرې (خزاعه )قبیلې پرضد له (بني کنانه )دشمنې قبیلې سره دجګړې مرسته وکړه، ابوسفیان رض مدینې منورې ته ددې لپاره راغی، چې درسول الله صلی الله علیه وسلم او قریشو ترمینځ دسولې معاهدې یا تړون تجدیدعهد وکړي او بیا له سره نوی کړي ،خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته هیڅ ځواب ورنکړ،لدې امله چې دوئ دپیغمبرصلی الله علیه وسلم له حلفاوو(متحدینو)پرضددجګړې ملاتړ کړی و، دوئ پدې کار سره حقیقت کې دعهد نقض پخپله په لوی لاس وکړ، نو ددې اړتیا پیدا نشوه، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته دعهدیا تړون دماتیدو او دجګړې دبیا پیل کیدو خبر داری ورکړي ،دا حدیث په لاندې حواله کې شته (” مجيء أبي سفيان إلى رسول صلى الله عليه وسلم لتجديد العهد . . . ” أخرجه البيهقي في دلائل النبوة ( 5 / 9 ـ ط دار الكتب العلمية ) من حديث موسى بن عقبة مرسلا .).
نوربیا ……

مفتي ابومحمد (حقاني )

About admin